
د ويټو حق د لومړي ځل لپاره ديالټا په کنفرانس کې د امريکا د جمهوررئیس روزولټ لخوا وړاندیز اود روسيې دصدراعظم ستالين او د انګلستان د صدراعظم چرچل لخوا د منلو وړ وګرځيده.
د ويټو دحق انګيزه د هغه ځای څخه سرچینه واخسته چې د امنيت شورا دايمې غړیو هيوادونه پدې باندې معتقد وه چې، دنړۍ د سترو قدرتونو په صفت د نړۍ د سولې او امنيت دنده په غا ړه لري، له همدې لارې هيڅ دولت د امنيت شورا ددايمې غړیو څخه په هغه مسٔله کې اقدام نشي کولاى چې نورغړې ورسره موافقه ونلري.
هرکله چې د ملګرو ملتونو سازمان منشور تصويب شو نو دنړۍ ستر قدرتونه چې د دوهم نړيوال جنګ کې متحدين (ګټونکې) وه، د سلطي او قدرت لاندې راغلل او همدارنګه حقوقى نظام يې چې د نوموړې سازمان په منشورکې یې واړاندوینه شوی وه داسي وه، چې دنړۍ د سولې او امنيت موضوعات د رايو په اکثريت سره به فيصله کيږى، په همدې ډول هر څومره اختلاف چې دلويو قدرتونو ترمنځ په ځانګړو مسا يلو کې دنړۍ دامنيت په هکله موجود وو، د رايو په اکثريت حل اوفصل کوي چې بلاخره دسړي جګړي په دوران کې دامنيت شورا څلور دايمې غړي هيوادونه يو خوا او شوروي اتحاد بل خوا په يوه سړه جګړه کې ښکيل شوه، چې دا جګړه دشوروي داتحاد په ناکامۍ تمامه شوه.
د ويتود حق څخه ګټه اخیستنه :
هريو د پينځه (٥) دايمې غړیو هيوادونو د امنيت شورا څخه چې عبارت دئ له (چين،شوروي اتحاد،انګلستان،امريکا،فرانسه) کولائ شې چې دمنفي راى په ورکولودامنيت شورافيصله لغوه کړي، چې دغه منفي رايه هريو ددې پنځه هيوادونو نه ديوي فيصلې د تصويب مخنيوۍ کوي، ويټو وايې دامنيت شورا د تشکيل څخه تر (۲۰۱۵) پورې ټولي ويټوشوې موضوع ګانې عبارت دي له (١١٤) شوروي اتحاد له خوا (۷۹) دامريکا له خوا (٢۹) دانګلستان له خوا (١۶) فرانسي له خوا (۹) دچين له خوا ويټو شوي.
د و يټود حق ملاتړ کوونکې:
دځینو سياستمدارانو په تعبيرد ويټوحق ورکول ستروقدرتونوته يومناسب عمل دی اوپه عيني حال کې اړینه ده، دايوامتيازدئ چې کوچنۍ اومنځني قدرتونو لخوا په (١٩٤٥) کال کې لويو قدرتونو ته ورکړل شوه، ترڅو چې په ملګروملتونو سازمان کې تشکيليږي ديوقدرت په حيث دنړۍ امن او سوله وساتي اودجنګ مخنيوۍ وکړي، دويټو دحق ملاتړ کوونکې په دي باور وه چې د ويټوحق شتون دامنيت شورا دايمي غړیو هيوادونو چې سترقدرتونه دي ددوی د خپلمنځۍ جګړې مخنيوۍ کوي اودغه حق په اوس وخت کې چې اټومې سلاحګانې شتون لري ديو نړيوال جنګ دمخنيوي سبب کيدای شي دبل لورې دغه ډله دويټوحق لرونکي دولتونه يو توازن (برابري) راوړونکي دولتونه دي، ځکه په عمومي اسمبلې کې ډيرکوچنی هيواد لکه کمورا اوامريکا چه يوقدرتمندهيوادونه دي مساوي حقوق لري د ملل متحد سازمان دمنشور لمخې ټول هيوادونه مساوي حقوق لري او که دويټوحق شتون نه درلودلای نو دولتونو به هماغسي چه جامعه ملل سازمان ترک کړه اوغړیتوب يې سلب کړو ددې سازمان څخه هم خارجيږي دروماني دولت دويټو د حق په هکله داسي نظرلري چې نړیوالي ټولنې ته په کتو ددې اړتیا شته چې دويټو حق وجود ولري ولي داسي نه چې ددي حق څخه اړوند دولتونه سوئې استفاده وکړي اود نړۍ امن اوسوله دخطرسره مخامخ کړي.
د ويټو د حق مخالفين :
ويتو د حق محالفين چې اكثره ئې ددريمې نړۍ هيوادونه يعني وروسته پاتې دولتونه دي دوی په دې عقيده دي چې دويټو حق دملګرو ملتونو سازمان دمنشور ددوهمې مادې دحكم مخالف دی چې دملګرو ملتونو سازمان ټول غړې دمساوي حقوقو درلودونكې دي اوهم ويټو حق دامنيت شورا كارونه او دندې محدود كړې او لويو قدرتونو دغه امتياز چې خپل ځانته ئې وركړي، ددئې پرځای چې په نړۍ کې امن او سوله راوړي ددې حق څخه په استفاده د خپلو مفاداتو او ګټو لپاره کار کوي او دنړۍ امن او سوله د خطر سره مخامخ کوي.
ترتیب کوونکې : تلوار آرین