دملګروملتونو دسازمان پيدايښت:

 
      دلومړي نړيوال جنګ څخه وروسته  دمتحدينو هيوادونو  دکوششونو په نتيجه  کې دجامعه ملل سازمان  جوړ شو خو  ددغه سازمان د جوړيدو  څخه20 کاله نه وه تير شوي چي په( ١٩٣٩) کال کې دو هم نړيوال جنګ پيل شو خو ددى جنګ  په دوران کې د نړي د ځينو سياست مدارانو له طرفه  د اکوششونه شروع شول  چې ديو نړيوال سازمان دتجربي څخه په استفادي  سره ديو بل موُثر نړيوال سازمان رامينځته کړي ترڅو په اينده کې ددغسي نړيوالوو حشيانه  جنګونو مخنيوي وکړي او بشريت دامن اوسولی په فضا‌ء کې سره ژوند  وکړي ددي مقصد حصول په خاطر ددوهم نړيوال جنګ په دوران کې ځيني مهم او نړيوال  کنفرانسونه د ملګرو ملتونو سازمان د جوړيدو پخا طر په مقد ماتي  ډول  تر  سره  شول  چې مونږ د هغه کنفرانسونو مطالب په  لاندي ډول  څيړو .
1=  د لند ن اعلا ميه :  دجون په)  (12  1941 کال دانګلستان  دلندن دښار  جيمس  پيلس Jims  palace)  )  په ماڼي کې  دانګلستان  ، کانا ډا،  استرليا، نيو زيلانډ ، جنوبي افريقا او دځينو نورو جلاوطنه حکومتونو لخوايو اعلاميه  نشر کړه  چې دهغي عمده هدف په نړيواله سطحه دجنګ دمخنيوي په خاطر دفعاليتونو ترسره کول وه .
٢= دا تلا نتيک ميثاق (تړون) : Atlantic  Charter    1941)14Aug دامريکاجمهور ريس  فرانکلن روزويلټ  اودانګلستان  صدراعظم  وينستون چرچل  داتلانتيک په بحيره کې يو دبل سره  په بحري کشتي کې  ملاقات وکړ  او يو تړون  يې لاسليک کړه چې عمده  ټکي (هدف) يي پلاندي ډول وه .
1= دواړه ملکونه به په هيڅ صورت دبل مملکت عرضي تماميت ته په بده سترګه نه ګوري اويوپر بل باندي به تيري اوتجاوز نه کوي.
2= دټولو هيوادونوازادي، سياسي  استقلال ،رسميت پيژندنه او داتعهد چې دمستعمره هيوادونو دازادي لپاره به کوشش کوي .
3=  دنړيوالي اقتصادي وضعي  بهبوداودسلاحګانو تخفيف (کموالي).
3=دملګروملتونواعلاميه: United nation organization Declaration
1942       کال دجنوري په لومړي نيټه د26 هيوادونو استازي په واشنګټن کې دملګرو ملتونو په اعلاميه لاسليکو نه وکړل اوداومنل شوه چې داتلانتيک تړون په مندرجه موادو په عمل کوي اوتر کاميا بي پوري به يو دبل سره همکاري کوي.
4= مسکوکنفرا نس:
         1943 کال د ا کتوبر په مياشت کې دنړي د څلوروسترو قدرتونو انګلستان ، فرانسه ، روسيه او امريکا استازو په مسکو کې ديو نړيوال سازمان د جوړيدو مو ضوع تر بحث لاندي ونيوله او د ملل متحد سازمان اعلاميه يي يو ځل بيا تائيد اوترى حمايت وکړه.
5= د تهرا ن کنفرا نس:
        1943ددسمبر په مياشت کې چرچل ،فرانکو روزويلټ او سټالين تر مينځ په تهران کي سره کتنه وشو او دا  پریکړه يې  وکړه چي دوي به دامن په رامنځته کولو او دجنګ په ختمولو کې کاميابي تر لاسه کوى  .
.6= د ډ مبار ټن ا وکس کنفرا نس:
      1943   کال دډسمبر په مياشت کې دامريکا ،فرانسي ،روسي او انګلستان داستازو لخوا دواشنګټن دډمبارټن اوکس په ماڼي کې سره وليدل اودملګرو ملتونو د سازمان په ابتدايي جوړښت اود ويټو په حق ئې يعني ويټو قدرت لرونکو هيوادونوپه اړه يې بحث وکړ.




7= ديا لټا کنفرا نس: Yalta conference
1945         کال دفبريورى په 11 نيټه د اوکراين دکريما د ايا لت د يا لټا په مقام کې   دسټالين ، فرانکو روزولټ او چرچل  دا اعلان وکړه چي  25 اپريل ١٩٤٥  نيټه  دمتحده ايالاتو دسانفرانسسکو په ښار کې دملګرو ملتونو سازمان جوړ او په هغي کې به دملګرو ملتونو منشور تر تيب کړي.



8=د سا نفرا نسسکو کنفرا نس: 1945 داپريل 25نه تر 26     جون پوري:
      دسانفرانسسکو په ښار کې داوږد جر او بحث څخه وروسته براخستونکي په دى مو فق شول چې ملګرو ملتونو سازمان منشورترتيب او تنظيم کړي په دى کنفرانس کې دعدالت دبين المللي محکمي منشور هم وټاکل شو بلاخره ويلاي شو چې د اکتو بر په 24 / 1945 کال د ملل متحد سازمان  جوړشو او دغه ورځ دملګروملتونو دسازمان   دپيدايښت ورځ ونومول شوه  او دى سازمان په 1946  کال  دجنوري  په  10   نيټه د دنيويارک په ښار کې  خپله  لومړني جلسه دايره کړه  ددي سازمان  مرکز دنيو يارک  ښار او لو مړئي سرمنشي  تريګولي نوميده  چې نوموړى دنارو ي څخه وه  او ددي سازمان رسمي  ژبي عبارت دى له  فرانسوي ، هسپانوئى، انګليسي  ،روسي  او چينايي  څخه.
ترتیب کوونکې: تلوار ارین
د کابل نوي ښار ۰۴/نومبر/۲۰۱۵