يوې خور ته ديوه شاعر ليک

شاعر ورور :
اوس وخت دپوهې اوهنر دی خورې
نـــه د ټوپک نه دسنګــــر دی خورې
 
موږ همېشه کار دی له تېش اخستی
خـــــــپل جهالت راته پردي راوستی
 
دغو پردو په مونږ دعـــــوه کړې ده
تر ډېره حـــــده يې رښتيا کړې ده
 
ها ميلمانه چې مونږ وطن ترې جارکړ
                                                          هغوی موڅومره افغانیت را خوار کړ
 
دخپل وطن  یې اقتصاد جوړکړ
زمونږ ترمنځ یې شر فساد جوړکړ
 
راته یې ښکلا وطن محشر جوړ کړ
له چا یې طالب له چا یې عسکر جوړ کړ
 
زمونږ ځلمي خوډېر وړيا خرڅېږي
پر القاعده او امريکا خرڅېږي
 
دوست او دُښمن مو پېژندلی نه دي
کوم يو افغان مو ځوریدلی نه دی؟
 
ژوند درنه مینه غواړي رحم غواړي
نه چې  دردونه  اويا زخم غواړي
 
ګڼې داجنګ هېڅ انتها  نه لري
داخوار افغان به روڼ سبا نه لري
 
دا روان جنګ به اتحاد ختموي
زمونږاتحادبه دا الحاد ختموي
 
ښکاري چې ستا به اولادونه نه وي
درسره به یې مینه اوغمونه نه وي
 
ماوې چې ته يې دښکلا لاروۍ
دافغـــانيت او دوفـــــــــــا لاروۍ
 
ستا سره دا خـــبرې ښې نه ښکاري
دڅــــــــــه هنر اوفلسفې نه ښکاري
 
ښکاري چې جنګ په زړه داغلې يې
دانتقــــــــام لمـــــــــبو سوزلــــــــې يې
 
ځکه دخور له  سره سيوری اخلې
داچې دجنګ دطرف لوری اخلې
 
زه مــــــــــــې پخپله عقيده لــوړم
ســـــتا دعزت په لوپټه لـــــــوړم
 
سر به له خپل وطنه درېغ نه کړم
ترڅوچې تېرغليم له تېغ نه کړم
 
ماوې،هنر یې له ښکالو سره ځې
توپک دې واخیست له ځلمو سره ځې
 
ستا دنــــانځکــــوپه ځـــــــــان پورګڼم
زه دې سکـــــــــه پښتنه خـــــــــور ګڼم