
دا يو څرګند حقيقت دی په کومه ټولنه کی چه نفاق او تربګنی وی طبعی ده چه د خلکو د بد بختيو اصلی عامل همدا تربګنی او چرته چې يووالی او ورورګلوی وی هلته کاميابی او سعادت خدای پاک د خلکو نصيب ګرزوی چې دا اصل د کورنی نه راوخله بيا تر کلی کور ، ولسونو ، هيواد او دبشریت په کچې د منلو وړ خبره ده ٠
خو کله کله د ځينی بشری ټولنی يوالی داسی کیدای شی چې د نورو په ګته يا تاوان وی هغه داسی چې ډیری تیری کوونکی سياستوالو د خپلو خلکو په يووالی سره د نورو حقوق تر پښولاندی کړی او د نور انسانانو حقوق یی غصب او د هغوی هستی او شتمنی یی تباه او د هغه خلکو حیثت ته یی په سپکه کتلی چې د نــړی استعمار ګره سياستونه ددی مثال ژوندی بیلګه دی ٠
اوس که راشو او دخپلی ټولنی او خلکو تاریخ ته ځیر شو نو دا به ټولو ته معلومه وی چې د تاریخ په اوږدو کی ددغسی اشغالګريو او په وطن کی د ځان ځانی او تر بګنيو په نتیجه کی دا وطن همیشه د اشغال د مستقیم او غیر مستقیم ډول د منافع دخوندی ساتلو میدان ګرز ید لی او زموږ د خلکوسره داسی جفاوی تر سره شوی چې دنوروټولنو په تاریخ کی به داسی نارواوی کمی ترسترګو شوی وی.
دا يوه طبيعی خبره ده چې زموږ هيواد په اوسنی حساسه تاریخی مرحله کی زموږ د خلکو يووالی او پيوستون ته اړين ضرورت لری او موږ داسی حرکت او يو لیډر ته اړتيا لرو چې د وطن خلک او پرګنی کو م چې پدی څو لسیزو کی په مختلفو ډلو تظیمونو اوپارټيو تقسیم کړل شوی د ملی مصلحت تر شعار لاندی سره يو کړی تر څو وکولای شو ددی ناخوالود له مينځه وړلو لپار عملی ګامونه اوچت کړل شی٠
اوس اوس ددی تر څنګ چې دیرش کلنی جګړی ددی خلکو نه هر څه تباه کړی خو دخلکو سياسی پوهاوی واقعا داحسا س وړ دی او س د افغانستان خلک پدی پوهیږ ی چې يواځی د ولسونو يووالی دی چې کولای شی مشکلات حل او په وطن کی دورورګلو او ترقی اساس کیښودل شی. په ډیر تأسف باید وویل شی چې يو تعداد اجنبی افغان نمامصنوعی لیډران چې همدا اوس هم په ډیر هوښياری زموږ په وطن کی د تجزیی پلانو نه طرحه او په ډیره سپين سترګی د پردو په اشاره ، مادی او معنوی ملاتړ نورهم دی تراژیديو ته د وام ورکوی او دوی هغه خلک دی چې تر پرونه پوری یی د افغان ولس د يو واحد وطن د تجزیی خوبونه لیدل ا
و اوس ظاهرا د افغانیت چغی وهی
او غواړی چې د افغانانو حاکمیت او سرنوشت تر لاسه کړی ٠
دا يو څرګند حقیقت دی کله چې زموږ په هيواد کی د ډیموکراسی ناری سوری پورته شوی دی مغرضو سياستوالو د موقع څخه ګټه پورته کړه او د خپل قدرت او منافعو د خوندی ساتلو په مقصد د هر چا سره د معا ملو تړونونه لاسلیک کړل . شواهد داسی ښکاره کوی چې حتی داسی معاملی هم روانی چې حتی د ډيورن ګرغیړنی کرښی د رسمیت پیژندلو ته هم لاس اچوی. همدغه کړيو بيا د روسی سره د پخوانی شوروی د جنګی جنایتونو د غراماتو د بښولو تياری ښودلی او کله بيا د خپلو ځانی ګټو د ساتلو په مقصد دایران او ....له ګریبانه سر را پورته کړی او د لوی خراسان او د هغوی دنورو شومو پلانو د تطبیق لپاره په میلی
نونو دالر او نورو امتيازات تر لاسه او د خپل د انتخاباتو په ناکام کمپاين کی په ډیر سخاوت مندانه او آزاد لاس مصرف کړل ٠
زموږ هيواد وال شاید دی ټکی ته توجه کړی وی چې يو تعداد د رياست جمهوری کاندیدان غواړی زموږ هيواد نه د مختلفو پوچوسياستونو دتطبیق لابراتوار وګرزوی او غواړی چې پدی وطن کی پداسی شرایطو کی چې باید ددی وطن د بچيانو او دټولو قومونو او پرګنو د يووالی لاری چاری ولټول شی بلکه داسی شعارونو لپاره کار کوی چې په وطن کی د بی باوريو او اختلافاتو ته نور هم لمن ووهی تر څو پدی ملک کی دسولی او وروری فضا همداسی کمرنګه وساتی ٠
دا شعارونه څه تصادفی خبر ی ندی بلکه دا هغه منظم پلانو نه دی کوم چې دپردو څخه تر لاسه کوی او غواړی چې د خپلو تشکیل شوو کړيو له لاری زموږ په هيواد کی عملی کړی ٠
زه د جمهوری رياست ته د يوی کاندید په يوی کړنلاری غواړم ستاسو توجه راو ګرځوم ٠
هغوی په خپلو طرحو کی داسی وایی:
ما طرفدار نظام صدارتی هستیم و می خواهیم درولایت والی ها به شکل انتخابی تعين ګرددو٠٠٠٠
په اوله کی بايد وويل شی چې صدارتی نظام داساسی قانون خلاف دی او يا که چیر ی يو با انصافه او په وطن مين شخص که د جمهور ریس په پست کی کار وکړی او يا د صدرات په هر پست کی چې
وی خدمت کولای شی او که شخیص ونه غواړی خدمت وکړی د هغه لپاره به ريا ست او يا د
د صدارت مقام دواړه يو شان وی زه پدی باور یم چې افراد په هر سیستم کی چې وی که وغواړی د خدمت مصدر کيدالی شی ٠
دوهمه مسأله هغه د واليانو د ا نتخابی کيدلو مسأله ده ٠
دا چې زموږ په هيواد کی څوک، ولی او دڅه لپاره دی حساسی مسألی ته کارکول غواړی دا هم ځانله بحث غواړی چې دا نظر کوم تصادفی شعار نه بلکه زموږ په هيواد کی د خود سريو بنسټیزه اساس ګنل کيدای شی کوم چې ذيدخله هيوادونه وکولای شی دخپل د نفوذ امکانات په ولاياتو کی بلخصوص په سر حدی ولاياتو کی د واليانو د تعينولو او دخپلی خوښی والی ته دکمپاين کولو او د کاميابی په صورت کی د هغوی دمنافعوو خوندی کولو ډیر مناسب امکان دی چې طبعی د ر دداسی والی په راتګ به د هغه کړ نلا ر ه به د مرکزی دولت سره په تچ کی وی ځکه چې والی به د هغه چا منافعی ته کار کوی کوم چا چې ورته کمپا
ين کړی او دی یی صحنی ته راوستی دی ٠
بله موهمه او اساسی خبره داده چې په اداره يا دولت داری په کارونو کی د ښه سړی توب تر څنګ ښه کادر ته کوم چې په اداری برخی کی پو ه او د دولت موضوعګیری عملی او د مرکزی دولت کارمندانو سره شناخت اومناسبات وساتلی شی چې دا هغه خبری دی کوم چې ديو مناسب والی په نصبولو کی حتمی او ضرورګنل کیږ ی ٠
خلک دا حق لری چې په پارلمان کی خپل نماينده ولری تر څود دوی آواز او ستونزو پارلمان ته ورسوی تر څو ددوی د ستونزو په نظر کی نيولو سره داسی قوانين تصویب شی کوم چې دخلکومشکلات او منافعی په نظر کی ونيول شی ٠
خلک دا حق لری چې په ولایتی شورا ګانو کی خپل نماينده ولر ی تر څو د ولایت په سطحه ددوی مشکلات حل او دواليانو نژدی مشوره ورکونکی وی ٠ولی دولتی مناسب کدر دمرکزی دولت او دانتخابی جمهور او د هغه د اداری وظیفه او مسؤلیت ګڼل کیږی ٠
بله موهمه مسأله داده که چیری يو اعتمادی شخص د ولایت دخلکو لخوا تعين شی ډیره اوږ ده موقعه پکار ده تر څو د کار او مسايلو سره آشنا شی اوتر څو چې آشنا کیږی دا کار دموقع اوفرصت له لاسه ورکولو نه بله هیڅ کومه ګټه نلری ٠
پدی ترتیب دواليانو انتخابی کيدل په اوسنيوشرایطوکی لاندی ستونزی راوستلی شی ٠
دمرکزی دولت مناسبات د انتخابی واليانو سره او دهغه کمرنګی –
د عدم شناخت په دليل ٠
- د انتخابی واليانو کدری پوهاوی تر شک لاندی راتلل ٠
- د ذيدخله هيوادونو نفوذ بلخصوص په سرحدی ولاياتو کی ٠
- دمرکزی دولت صلا حیت سلبول د مناسبو کدرنو په نصبولو کی ٠
- د وقت يا د موقعه له لاسه ورکول د اداری چارو په بلديلو کی ٠
- د خود سريو ایجاديدل او عدم اطاعت د مرکزی دولت څخه ځکه چې والی له خلکو له خو انتخاب شوی او هغه د تخلف په وخت کی څوک نشی لری کولی حتی هغه چا چې تعين کړی هم وی ځکه بل انتخاب ته بله بودجه او کمپاين ته ضرورت لری ٠
په هر صورت په لسهاو نور دلايل شته چې په ولاياتو کی د والايانو انتحاب په اوسنيوشرایطوکی هغه طرحه شوی
دسیسی دی کوم چې يو شمیر لاسپوڅی غواړی دا وطن نور هم د خود سريو ميدان وګرزوی او دوی پکی زيات مادی اومعنوی امتيازات تر لاسه کړی ٠
زما په اند اونظر د وطن د هر اصيل بچی دا ملی او وطنی دنده ده چې د وطن ملی مصالحو په پام کی نيولو سره د داسی غیر مسؤلانه اهدافو په مقابل خپله وطنی او ایمانی مسو لیتونه تر سره کړی او اجازه ور نه کړی چې د وطن دښمنان زموږ د پرګنو او ولسونو ملی يو والی زيانمن کړی او د غرض لا سونه نور هم زموږ دبی ګناه ولسونو او خلکو په وينو سره او هره ورځ په وطن کی د افغان وژنی سلسله او تراژيديوته دوام ورکړ ی ٠
په وطن کی د سولی او ورورګلوی په هيله ٠
ومن الله التوفيق