د مخ پيوند او نوی ژوند!/ ويډيو

 
سرچينه: ټلي ګراف
نيويارک کې داسې يو سړي د پلاستيکي جراحۍ او د مخ پيوند له لارې نوې څیره وموندله چې په بشپړه توګه خپله څيره يې له لاسه ورکړې وه.
دغه کس چې پټريک هیرډسن نوميږي د اور وژنې (اطفايې) پخوانی داوطلب کارکونکی وه او په ۲۰۰۱ کال کې هغه مهال يې په بشپړه توګه د اور وژنې يو عمليات په ترڅ کې خپله څيره له لاسه ورکړه او وسوزيده چې د اور لمبو کې ډوب کور ته يوې ورکې شوې ميرمنې ژغورنې په موخه د ننه شو، خو اوس يو پلاستيکي جراح دغه کس مخ باندې يو تاریخي جراحۍ له لارې نوموړي ته نوی ژوند ورکړ خو د دغې سترې پیرزو بل شريک د ډيويډ روډبګ په نامه ۲۶ کلن آرټيست او بایسکل ځغلونکی دی چې د بایسکل ځغلولو يوې سيالۍ کې له جدي ټپونو اخيستو وروسته ومړ او مور يې اجازه ورکړه چې د زوی مخ دې پټريک هرډيسن ته پيوند کړي ځکه د هغې په وینا زوی یې تل غوښتل چې اور وژونکی یا د اطفایې کارکونکی وي.
وړاندې له دې چې هرډيسن دغه عمليات وکړي ۷۰ عملیاتونه يې تیر کړل تر څو وروستي هغه ته يې ورسيد چې ۲۶ ساعته وخت يې ونيوه. نوموړی وايي چې د سترګو نظر يې خورا کمزوری وه، بله دا چې په وينا يې کله به چې ماشومانو ليده نو ترې سخت ويريدل او چيغې به يې کړې  هرډيسن خپل دغه حالت داسې تعبير کړی چې  تر مرګ هم بد څیزونه شتون لري.
د ډاکټرانو په وينا دغې جراحۍ سره هرډيسن د نوي مخ، سر پوستکي او نويو غوږو خاوند شوی، د هغوي په وينا دغه کس تر کس تر څارنې لاندی دی خو کیدلای شي د روان کال تر پایه له روغتون څخه خپل کور ته ستون شي.