عادي شاهرخ خان څنګه نړيوال شو؟

 
له نن څخه پنځوس کاله وړاندې يانې د ١٩٦٥ کال د سپټمبر په دويمه نېټه د هند په نوي ډهلي کې د يوې مسلمانې پښتنې کورنۍ کره نارينه ماشوم پيدا شو.
کورنۍ يې له خپل وس سره سمه خوشالي پرې وکړه او نوم يې ورته شاهرخ خان کېښود، په دې کورنۍ کې پنځه کاله وړاندې يوه جينۍ د ( شهنار لالا رخ)  په نوم پيدا شوې وه او شاهرخ خان د دې کورنۍ دويم ماشوم و؛ شاهرخ خان په يوه مرکه کې د خپل ځان په اړه وايي:" کله چې زه پيدا شوم نو هغې مېرمن چې زما د ولادت مواظبه وه هغې مې ( نوم) بېځايه غوڅ کړى و، نيږدې وه چې ترې مړ شم، ځکه ( نوم) مې خراب شوى و، خو ښه شوم، دا خبرې مې له مور پلار اورېدلي زما نه دي په ياد."
د دوى کورنۍ چې متوسط ژوند يې درلود په يوه مناسبه موقعې کې يې په خپل زوى يانې شاهرخ خان زده کړې پيل کړې؛ شاهرخ خان له ماشومتوبه غوښتل چې يو مسلکي لوبغاړى شي او د لوبو په ډکر کې ځان وځلوي، خو د مور او پلار په غوښتنه مجبور شو چې د اقتصاد په برخه کې لوړې زده کړې د ليسانس تر کچې وکړي او له هغې يې لوړ تحصيلات د فلم جوړونې په برخه کې تر لاسه کړل.
شاهرخ خان په ١٩٨٨ زيږديز کال په تلويزوني کانالونو کې د ډرامو په تمثيل او دوبلو کې کار پيل کړ، خو په ١٩٩١ کال بمبيي ته لاړ او هلته يې هڅه وکړه چې په فلمونو کې کار وکړي.
د هندي سينما مشهورې ښځينه لوبغاړې (هماملاني) چې د مشهور فلمي ستوري ( درمندر) مېرمن ده، د ( شاهرخ خان) په ليدو يې دا احساس کړه چې په دې ځوان کې فلمي جوهر شته، په همدې وجه يې هڅه وکړه ترڅو د ( شاهرخ خان) لومړى فلم د ( هماملاني) وياړ شي؛ هماملاني په ١٩٩١ کال کې د شاهرخ خان لپاره په فلم کې زمينه برابره کړه او د رول لوبولو موقعې ورکړه، فلم جوړ شو، خو د ځينو ستونزو په اساس بازار ته د فلم راوتل وځنډېدل، پر ځاى يې ( ديوانه) په نوم بل فلم چې ( ديويا بهارتي) او ( ريشي کپور) ورسره په کې لوبېدلي وو، په ١٩٩٢ زيږديز کې مارکېټ ته وړاندې شو.
د يوه نوي لوبغاړي لپاره په فلمي نړۍ کې دومره هرکلى چې شاهرخ خان ته وشو لوړه خبره وه، خو ( شاهرخ خان) دې ستاينو ته ويده پاتې نه شو، بلکې دا يې احساس کړه چې بايد نور هم کار وکړي ترڅو خپل وروستي هدف ته ورسيږي.
ده ته به چې د هر فلم کيسه سپارل کېده، په ډېر دقت او ژور فکر به يې کتله او په پوره پاملرنې به يې خپل ورسپارل شوى رول ادا کولو. ده تل هڅه کړې چې د اصلي شاهرخ خان او په فلم کې ورکړل شوي رول ترمنځ پوره تميز وکړي او داسې ښکاره کړي چې دا دواړه دوه بېل شخصيتونه دي.
د شاهرخ خان دا هڅې او کوښښونه د دې سبب شول چې په ٢٠٠٣ زيږديز کال کې د ده فلمونه نړيوال شهرت وګټي له کورنۍ سينما واخله تر نړيوالو فلمي ادارو پورې يې د ښه رول اوازې ورسېدې او په ډېرو برخو کې د ده فلمونو او ده کورنۍ او نړيوالې جايزې وګټلې.
شاهرخ خان په خپل درويشت کلن هنري ژوند کې له ډېر شهرت سره خوا کې ډېرې پيسې هم وګټلې او دا وړتيا يې پيدا کړه چې په انساني ټولنه کې د يوه منلي سياسي او ټولنيز شخصيت مقام وګټي.
څو اونۍ وړاندې د سکاټلنډ اډنبرا پوهنتون شاه رخ خان ته په فلمونو کې د هغه د رول او ولسي خيرښېګړې لپاره د هغه خدمتونو په بدل کې افتخاري دکتورا يا پي ايچ ډي ورکړه.
بي بي سي سره خبرو کې شاه رخ د افتخاري دکتورا په اړه  وويل، چې نه پوهيږي، څومره مستحق و، خو دا چې وايي دې سره به نور هم زيار او هڅې، هاند ته وهڅيږي، نوموړى وايي چې د ځان لپاره يې يو غوره زيری بولم.
د شاهرخ خان دا لاسته راوړنې کومه ساده خبره نه ده، دى په شپه او ورځ کې له معمولي کسانو لس ساعته ډېر کار کوي او تل د خپلو پرمختګونو په اړه فکر کوي.
دى وايي ډېر کله داسې هم کېږي، چې پرلپسې ۱۸ ساعته کار کوم، خو ځان ته په دې ډاډ ورکوي چې که يو څوک په تفريحي صنعت کې کار کوي، بايد همداسې وکړي.
داسې ويل کېږي چې کله ده ته د ( اى ايم خان) په فلم کې د يوه داسې کس رول ورکړ شو چې غړي يې لړزه کوي، نو ده د دې لپاره چې دا رول په سم ډول ادا کړي اته مياشتې يې له دې ناروغانو سره خبرې وکړې، د دوى اکټونه يې زده کړل او د دوى په احساساتو يې ښه ځان پوه کړى بيا يې په فلم کې رول لوبول پيل کړل.
شاهرخ خان که څه هم اوس پنځوس کلن دى خو دى هڅه کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې پنځلس نور ښه او غوره فلمونه جوړ کړي او وايي چې ترڅو پورې مې ژوند وي او تر کومې ممکنه وي تر هغه به فلمونه جوړوم.
نن په نړۍ کې بېلا بېلې رسنۍ د ده د پانګې او عايد په اړه محاسبې کوي او داسې ويل کېږي چې د هند سينما باليوډ کې تر ټولو ډېر اجره اخيستونکى لوبغاړى دى دى.
سپين روان نورزى
سرچينې:
١- پښتو بي بي سي
٢- فارسي ويکيپېډيا
٣- تاند وېبپاڼه
٤- www.irannaz.com/news
٥-  www.shahonews.com  
سپين روان نورزى ١٣٩٤-٨-١٥