
دا څرګندونې د خوشال فکري بهير مشرانو د خوست جرګو په تالار کې د دغه بهير د پرانېستې غونډې په يوه څنډه کې وکړې
هغه غونډه چې د حمل په ٣٠ مه د خوست جرګو په تالار کې جوړه شوي وه پکې د خوست شيخ زايد پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو استادانو سر بېره د افغان ملي غورځنګ او خوشال فکري بهير مشرانو، له پلازمينې کابل څخه خوست ته راغليو ادبي او علمي سټو ، د شيخ زايد پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو محصلينو ، ژورناليستانو او ادبي او کلتوري بنسټو مسؤلينو برخه لرله.
راټوليدنه چې د قاري نقيب الله لخوا د پاک قرآن مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه بيا غونډې ته په خوست کې ازادۍ راډيو خبريال نجيب الله الوخېل ګډنوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل په خوست کې اوس نن موږ نېږدې ١٠٠٠٠ زره د شيخ زايد پوهنتون محصلين، ٣٠٠٠٠٠ لکو په شاوخوا کې د بېلابېلو ښوونځيو زده کوونکي ، څلور د خصوصي لوړو زده کړو مرکزونه ، په بېلابېلو برخو کې د نوي تکنالوژۍ او کمپيوټر زده کړې کورسونه ، او ګڼ د ادبي او ټولنيزو بنسټونو غړي او فرهنګپال لرو د افغان ملي غورځنګ او خوشال فکري بهير غړو لويه مننه څرګندوو چې همدغو پرمختګونو ته په کتو يې په خوست کې د ځوان ملي غورځنګ او خوشال فکري بهير پرانېسته وکړه.
نجيب الله الوخيل وويل که څه هم په خوست کې په علمي ،سياسي ، فرهنګي ، اقتصادي او ټولنيزو څانګو کې د پام وړ کارونه شوي دي خو لا هم که وکتل شي همدا هڅې په يو ګډ لوری نه دي بيول شوي چې اړيتاده د يو موټي حرکت لپاره هم کار وشي .
ده وويل په دې ولايت کې د افغان ملي غورځنګ او خوشال فکري بهير په پرانيستې سره داسې هېلې شته چې همدا پرمختګ ته مېل شوي حرکتونه د دوې لخوا ګډ (منسجم ) او د مثبت يوځایتوب وړيا ور وبښي څو همدا حرکتونه سمبوليک نه بلکې حقيقي بڼه خپله کړي .
له هغې وروسته بيا غونډې ته د افغان ملي غورځنګ او خوشال فکري بهير مشر استاد اکبر پولاد ګډې هڅې او ظرفيتونو پېژندنه د برياليتوب يوه مهمه دروازه وبلله
هغه وويل زموږ دغې بهير او حرکت هدف په يو موټي ځواکمن شکل وړاندې تلل ، د ستونزو او پرمختګونو پر وړاندې په اګاهانه ډول ګډه مبارزه ، په خپلو کې سره پېژندنه ، د ښو او مشبتو کارونو پر وړاندې هڅونه ، په لاس کې لرونکو امکاناتو ګډه ګټه اخېستنه په خلکو کې ملي فکر روزنه او په لويه کې په شعوري ډول په يو غږ شکل د پرمختګون او ستونزو پر وړاندې غبرګونيز تګ دی .
اکبرفولاد وويل : راځې له همدې لارې نن يو ځل بيا هم خپل کدرونه وپېژنو ، د ظرفيتونو په روزنه کې وړ هڅې وکړو د ستونزو او بې علمۍ پر وړاندې په يو لاس شکل مبارزه مخکې بوځو ، په خپلو کې ګټور مالومات سره شريک کړو او په لويه کې هغه لارې ته ور دننه شو چې ملي يووالی څه او څنګه ترې رامينځته کېدلای شي .
نوموړی وويل کتاب د ټولنيزجوړښت ، ظرفيت جوړونې ، انساني اهدافو ته د رسېدو ، له پټو رازونو د خبرېدنې ، وړ علمي سيالۍ او ښه ژوندانه په لوری يوه غوره برخه جوړه وي موږ څنګه له کتاب سره پيوستون د خپلې ټولنې فکري لوری ګرځولای شو څنګه خپل درپه در ولس کتاب لوستنې ته را بللای شو چې د ذکر شويو کارونو پر وړاندې دوامداره خو اوږد مهاله مبارزه زموږ د بهير ستراتيژي او کړنلاره جوړه وي کومه چې برياليتوب رسيدل اسانه وي خو مسؤليت احساسېدنه هر فرد فرد ته ورترغاړې باسي .
وروسته بيا د غونډې په دويمه نېمايې کې د تېرې اونۍ نړيوالو پېښو ( پروزينټيشن ) يا په ارزونه باندې خبرې وشوې . په دې برخه کې د خوست شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاد پوهيالي حضرت بهار د نړۍ مهمې پښې يوپه بل پسې تشريح او و ښودلې . پوهيالي استاد حضرت بهار د تېرې اونۍ مهمو نړيوالو پېښو ارزونه وکړه چې پکې د افغانستان د تېرو ټولټاکنو نړيوال غبرګون ، د پاکستاني طالبانو له حکومت سره اوربند ماتولو، د مليزايي الوتکې پلټنه او د اوکرين وروستيو ناراميو او جنجلونو په هکله مهم مسايل پکې شامل وو.
همداشان په دې برخه کې د خوست شيخ زايد پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد پوهيالي رحمن الله راسا د نړيوالې سوادګرۍ د رامېنځته کېدو په علتونو او دراکړې ورکړې په انساني مجبوريتونو رڼا واچوله .
هغه پخپلو خبرو کې د خوست غلام خان بندر د افغانسنان نورو سوداګريزو بندرونو په پرتله د هېواد لپاره زښت زيات اقتصادي او خوره ګټور ياد کړ او په دې برخه کې يې له پاکستان هېواد سره د افغانستان د سوداګرې په تړاو مهم او ګټور مالومات ګډنوالو ته په لاس کې ورکړل . هغه د غلام خان ترانزيټ بندر د تورخم، او سپين بولدک بندرونو په پرتله د پاکستان قسيم او ګوادر بندرونو ته ٤٦١ کيلومتره نيږدې او له امنتي اړخه خوندې وباله او زياته يې کړه چې سره د ډېر غټ ا قتصادي ارزښته چې غلام خان بندر يې لري ولې بيا هم د حکومت په لوړو پوستونو کې يو شمير کړۍ خوست سره د تضاد له مخې همدا ترانزيټي بندر رسيمي ترانزيټ ته زړه نه ښه کوي .
بيا د غونډې په همدې برخه کې د اسلامي تاريخ کتاب مخ کتنه د ملي احساس ورځپاڼې مسؤل مدير سپين روان نورزي لخوا ترسره شوه .
نورزي چې د يوې مقالې په لړ کې يې دغې کتاب مينځپانګې ته کتنه کړه وويل دا کتاب چې ټول ٤٩٧ مخونه لرب د اسلام مبارک دين د ظهور، دعربو لوچکيو نورې نړۍ ته د اسلام د خپريدو ، د وروستني زمانې پېغمبر ژوند او رحلت ، دخلېفه رشېدينو مېنځته راتګ او ترڅنګ تر ننه دهمدې نړيوال دين د پرمختګ او محبوبيت لاملونه پکې ذکرشوي يادونه وکړه .
دغونډې وروستۍ برخه کې چې خدای يې خدمتګار ستاينې او نازونې ته بېله شوي وه پکې دغرغښت تلويزيون دناهيلې زړونو او قومونو رواجونه خپرونې مسؤل سلطان محمود خېرخوه چې په دې ولايت کې د ناهيلې زړونو خپرونې له لارې له ګڼو بيوزلانو سره مرسته او لاسنوی کړی دافغان ملي غورځنګ او خوشال فکري بهير لخوا د يو ستاينليک په ورکړې سره وستايو .
غونډې ته سلطان محمودخېرخوه دخپلو خبرو پرمهال وويل د بيوزلو هېوادوالو سره دمرستې او لاسنوی په خپرونه کې ورسره عام ولس ، ملي سوداګرو، روښانفکرانو، پوليسو ، دوکاندرانو ، ملي اردو او ملي پوليسواو خوست ولايت مقام ځانګړي مرسته او لاسنوی کړې چې نوموړی هم بې له کومه ځنډه همدغو بيوزلو کسانو ته له ده سره شوي مالي مرسته ورسولي چې جمله ١٠ ميليونو افغانيو ته رسيږي.
هغه په دې لاره کې د دريو تنو هڅوونکو (فيض الله غمخور ،سخي سرورمياخېل او استاد محمدخان نيازي ) نومونه ياد کړل چې دغې دردناکې او له پراخ ولسي ملاتړ برخمنې برخې ته هڅولی خو زياته کړه چې ننۍ نازول يې د خپلو کارونو پر وړاندې يو بل غټ قوت شو چې د ژوند ترپايه او په سختو شيبو کې به هم ورته دوام ورکوي .
وروسته د همدې بهير يوتن غړي هوډمن لخوا ښاغلی سلطان محمود خېرخوه ته ستاينليک وړاندې شو. په خوست ولايت کې د افغان ملي غورځنګ او خوشال فکري بهير غونډې ګټورتوب په هکله ځوان ژورناليست فيض الله غمخور خوست ملي احساس ورځپاڼې ته وويل دا يو هغه ګټور کار يوه برخه وه چې نن په افغانستان کې ويښو او علم دوستو ځوانانو د هېواد مهمو بدلونو او پرمختګونو پر وړاندې په لاره اچولای دی . ده وويل موږ نن هم په نړۍ کې له ساده خلکو يو ځکه خپل استعدادونه سره ددې چې ويې وياړو شخصيت وژنې ته ملاوې تړو دهغه په وينا که موږ پرملي مسايلو خپل پوښښ پراخ کړ بيا په خپله همدې نيمګړتيا ته ځير کېږو چې تمه ده په دې برخه کې له دې ارزښتمنې پرانېسې وروسته وروڼه هوډمن پاتې شي. ده وويل موږ سره د خپلو ظرفيتونو شتوالی بيا هم په بهرنيو مرستو تکيه کوو زما په باور لوی لامل او نيمګړتيا پخپله زموږ په مينځ کې برياوو په لوری تته کتنه ده چې ظرفيت جوړونه مو هدف نه ده ګرځول شوي.