د ولسمشر د حقوقي سلاکار ناقانونه کړنې

 
د روهي ويبپاڼې په یوه خبر کې مې ولوستل، چې د ولسمشر د حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي د ناقانونه کړنو په اړه غواړي، چې پلټنې وکړي، خلیل فیروزي ته ورته په یوه بله قضیه کې هم عبدالعلي محمدي لاس لري، چې تقریبا اته سوه کورنۍ یې د کابل د ده سبز په سیمه کې سره لدې، چې قانوني اسناد لري، اجباري کوچ ته اړویستلې دي، ښاغلي محمدي د قاچاقو یو تجار ( نوروز احمدزي) ته د بډو په بدل کې حکم ورکړی، چې دا ځمکه په نوروز احمدزي پورې اړه لري، وزارت داخلي ته یې هم د ولسمشر په نامه مکتوب لیږلی، چې دا کورونه وران کړي، ددې سیمې اوسیدونکي تر څو میاشتو راهیسې د کورنیو چارو وزارت لخوا کلابند دي، خو غږ یې څوک نه اوري. ددې خبرې د کره والي لپاره له لاندې شیمې سره اړیکې ونیسﺉ، هیله ده، چې دا موضوع تعقیب کړﺉ.