نظام باید ونړیږي، څو نیکمرغه ژوند ولرو

 
له افسوس څخه ور ها خوا د شرم خبره ده، چې لا هم زمونږ په ولس کې داسې وګړي شته، چې پورتنۍ جمله په جرات او شوق تکراروي. وايي تجربه د علومو مور ده، مونږ د یو داسې ملت په توګه چې دیرش کاله مو جګړې او بدبختۍ زغملې دي. پدې هېواد کې تیرې شوې او روانې ټولې ناخوالې مو د ژوند یو تریخ او بدرنګه سرګذشت دی؛ ولې بیا هم ځینو ناروغو اشخاصو ته د دې اجازه ورکوو، چې ووايي " نظام باید ونړیږي، څو له بدمرغیو خلاص شو " زه حیران یم، دغه خلک چې وايي د نظام په بدیل باید فکر وشي، د دوی له نظره به د نظام بدیل څه وي؟ په دا دیرش کاله کې چې مونږ  د نظام کوم بدیل درلود، بې له جګړو، بدبختیو، مظالمو، مهاجرتونو او غربت څخه بل څه نه وو. اوس که نظام سقوط ته اړویستل کیږي ایا بدیل به یې سوکالي او نیک مرغي وي.؟ نه هیڅکله نه. اوس هم که مونږ د نظام د بدیل په لټه کې یو، پدې مانا ده، چې په لوی لاس ولس د هلاکت کندې ته ورټیل وهو، حتی داسې هلاکت چې په تېرو کې مو ښايي نه وي تجربه کړی. د نظام د نړیدو په صورت کې به دې هېواد ته داسې بدمرغۍ لاره وکړي چې په تېرو هغو به شکر وباسو. په هیڅ یوه هیواد کې د مشروع نظام بدیل بې له بدمرغیو او ګډوډیو بل څه نشي کیدای او په افغانستان کې خو هیڅکله نه؛ ځکه افغانستان د هغه ناروغ په مثال دی، چې د نرۍ تبې د تحمل وس هم نلري.
له بل پلوه، تېرو دیرش کلنو جګړو د افغانانو تر منځ د زغم، یووالي او ملتپالنې روحیې ته سخته صدمه رسولې ده. همدا اوس ډېر داسې بدرنګ وګړي شته، چې د پورتنیو ارزښتونو د ضعف څخه د خپلو شخصي ګټو لپاره کار اخلي او په ډاګه د هېواد د ټوټه کېدو شعارونه پورته کوي. ځینې مغرض ګاونډیان چې د راتلونکي بسیا او ځواکمن افغانستان څخه ویره لري، د ژبنیو، قومي او ګوندي انسانیت ضد تعصباتو د خپرولو لپاره ګڼې مالي سر چینې مصرفوي. پدې حساسو شرایطو کې مونږ باید هغو ټولو لاملونو ته متوجه و اوسو، چې ددې هېواد د بنسټونو د تضعیف سبب ګرځي.  احساساتي او غیر منطقي شعارونه دا هېواد د بدمرغۍ کندې ته غورځولی شي. اوس هغه وخت رارسېدلی، چې افغانان یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړي، له ګوندي، سمتي او قومي انانیت څخه ځانونه وژغوري او د یو بل د زغملو کلتور پیاوړی کړي.
په اوسني نظام کې پریمانه نیمګړتیاوې شته، که ووایو چې هیڅ ستونزه نشته، دا به یوه تخیلي ادعا وي نه واقعي؛ مګر که غواړو، چې ستونزې را کمې کړو، دا هم په نا مسوولانه څرګندونو ناشونې ده، مونږ باید له نظام سره همکاري وکړو، پدې مانا نه چې، د نظام هره نیمګړتیا توجیه کړو او په ولس یې ومنو. سالمه نیوکه هم پخپل ذات کې د نظام سره یو ډول همکاري ده. ولس او په ځانګړي ډول رسنیو ته پکار دي، چې د ستاینو او غندنو په منځ کې یوه سالمه لاره تعقیب کړي او هغه درېیمه لاره سالمې نیوکې او د حل لارو په ګوته کول دي. که مونږ د نظام هرې نیمګړتیا ته، مثبت رنګ ورکوو او کوښښ کوو چې برحقه یې ثابت کړو، په حقیقت کې نظام ګمراه کوو او که چیرته کوښښ کوو، چې هرې مثبتې کړنې ته یې منفي انعکاس ورکړو؛ نو عامه ذهنیت ګمراه کوو او دا دواړه لدې هېواد سره جفا ده، چې نه جبرانیدونکې پایلې درلودلی شي.