
چټک غبرګون_نړۍ اونيزه_ننګرهار
له ډېرو شعارونو او ژمنو وروسته دا دى ټاکنې هم وشوې،ډېرو خلکو پکې ځانونه نوماندان کړي وو،بس چې که هرڅنګه وو خو چې د ديموکراسۍ د پياوړي کولو په نيت يې د نومانديدو سينه ډبولې وه چا يې مخنيوى ونه کړ،د همدې لسګونه نوماندانو په شتوالي سره بالآخره ټاکنې هم وشوې،داچې څنګه وشوې؟څه لپاره وشوې؟څه ګټې لري؟څه هيلې ترې کېداى شي؟او…داجلاخبرې دي او بحث کول پرې نه غواړم خو يوه نېمه خبره به پکې داسې وي چې د دې پوښتنو ځينې برخې هم پکې ځوابې شي لکه داخبره چې په دې ټاکنو کې ډېرو هماغو پوره او اوسنيو نېمه ټوپکوالو ځانونه او يا هم خپل استازي نوماندا کړي وو چې غواړي لا هم په يوه نوې بڼه پر ولس خپل باج او زور وچلوي،د تېر په شان خپلې ګټې پر اصولو واکمنې کړي،په ټاکنو کې د داسې نوماندو ښاغليو په شتوالي کې له شک پرته چې د ښو او پوره شفافو ټاکنو د ترسره کېدو اټکل ناشونى ګڼل کېداى شي،ځکه هغو چې ترپرونه د خپلو ځاني ګټو لپاره بې ګناه خلک کړول او تر دې چې وژل نن څنګه دې ته غاړه ږدي چې په ازاد چاپېريال کې د رايو په کارولو سره د دوى د نوماندۍ په صورت کې هم وړ خلک د خپلو استازو په توګه وټاکي،دې ټکي ته په پام سره له ټاکنو وړاندې دغو ښاغليو د خپلو اړوندوالو ماشومان او ماشومانې په ټاکنو کې د نوم ليکنې د کارتونو اخېستو ته واستول،له هرې لارې چې وو کارتونه يې ورته واخېستل او د ټاکنو په ورځ يې هماغه خلک(چې شمېره يې تر زرګونو اټکل کېداى شي)بيا له يوې ناقانونې لارې د ځان په ګټه د رايه اچونې تر پولې ورسول،له دې وروسته د ټاکنو لومړنۍ پايلې هم اعلان شوې،او د اوازو له مخې پکې د يوې پخوانۍ مستقيمې او اوسنۍ نېمه مستقيمې واکمنې کورنۍ غړي جمال قدير تر ټولو ډېرې رايې اخېستي،د هغه په اړه وېل کېږي چې يو نالوستى،او سرزوى ټوپکوال او ټوپکپال پاتې شوى او په ټاکنيزو کمپاينونو کې يې هم خپل شعار دا ورکړى و چې زه د ننګرهار د ولايتي شورا د راتلونکي رېس په توګه(ډېره حيرانوونکې) که په هره اداره کې فساد ووينم نو له خپلو کسانو سره ورځم او د مامورينو د ډبولو ترڅنګ يې ټولې کړکۍ،مېزونه او….له منځه وړم.
همداسې نورې اوازې بيا داسې دي چې تر هغه وروسته د هغه د پلار په وژلو د تورن حاجي زمان غمشريک زوى جاويد زمان د ننګرهار د ولايتي شورا په ټاکنو کې ډېرې رايې اخېستي،د هغه په اړه که څه هم خلک لا ډېر مالومات نه لري خو د پخواني ياد شوي بل احتمالي ګټونکي نوماند د کورنۍ په شان يې له کورنۍ د خلکو د ډېرې ناراضۍ له امله دى هم لږ څه چې ډېر د اندېښنې وړ دى.
همداسې ليدل کېږي چې د ننګرهار د ولايتي شورا نور احتمالي وکيلان هم (له يو نېم پرته)د يادو شوو احتمالي وکيلانو په شان د بدنومۍ او ناپوهۍ په تور تورن برېښي او د ننګرهاري ولس هغه هيلې او غوښتنې چې له خپلې ناسازې او څوکسو په خوښې ولايتي ادارې د رغونې په اړه يې درلودې،ټولې نېمګړې پاتې کېدونکې ښکاري،ځکه ننګرهارى ولس دا نه غواړي چې يو په بل پسې ټوپک ګرځوونکي کسان يې د استازو په نامه سره په يوه شورا کې ناست او د اړتيا په صورت کې يو په بل پسې تومانچې رابهرې او د سولې د کور په وياړلي نامه د وياړل شوي ننګرهار نوم زيانمن کړي،زماموخه له دې ليکنې دانه ده چې ګوندې له منځه تلونکې شورا داسې له کارنامو ډکه وه چې ننګرهاريان به يې ارمان کوي،خو؛دغومره سړى ويلاى شي چې راتلونکې بله شورا چې د اوسنۍ دغې يو شمېر ناښاغلي ښاغلي به يې هم ښايي غړيتوب ولري،تر دې اوسنۍ هم ډېره بدتره وي او د خپلو پريمانو ستونزو د حل او د غضب شويو حقونو په ترلاسه کونه کې به د ننګرهاريانو نېمګړې پاتې هيلې لا نېمګړې پرېږدي.