
ل: جمال الدين أبوحسين
ایران وتوانیده، چې په ډیره اسانۍ روسي خرس د سوریې ډنډ ته راکش کړي، نږدې وه، چې د ایران پیاوړی نظامي ارګان (سپاه پاسداران) په همدې ډنډ کې ډوب شي، روسانو دا د ځان لپاره یوه زمېنه وګڼله، چې له خپل سیاسي او اقتصادي کړکیچ څخه راووځي، ځکه اقتصادي بندیزونو او انزوا یې اقتصاد اغیزمن کړی دی. پوټین په سوریه کې خپله ګټه لټوله، خو ایران په لوی لاس د بلا خولې ته ورکړ.
که تاریخ ته وروګرځو، وبه ګورو، چې همدې ایران پر افغانستان او عراق له امریکايي یرغل څخه څومره ګټه وکړه او په څومره مهارت په ختیزه اسیا او عربي نړۍ کې خپل نفوذ او اغیز زیات او پیاوړی کړ.
دا یوازې داسلامي جمهوریت تګلار نه ده، بلکې دا تګلار دتېرې پیړۍ له دویمې لسیزې نیولې تر ننه دوام لري. په ۱۹۲۵ ز کې ایران بیوزله هېواد و، خو دامپراتورۍ خوبونه یې د چارواکو په ذهن کې ګرځیدل، ایران دا زمېنه تر لاسه کړه، چې له انګلستان سره یو تړون لاسلیک کړي هغه مهال انګلستان په سیمه کې د روسانو له نفوذ څخه ډاریده، نو ایران ته یې داحواز، عربستان او خوزستان په نوم یوه ټوټه ځمکه په دې شرط ورکړه، چې له مسکو سره به ائتلاف نه کوي او په خپله خاوره کې به دروسانو دنفوذ مخه نیسي.
احواز ولایت چیرته موقعیت لري؟ رښتینې مساحت یې څومره دی؟ ایرانیانو ولې غوښت څه تمه یې درلوده؟ څرنګه یې تر لاسه کړ؟ مرکزي حکومت له دې ولایت سره څه ډول چلند کوي؟ عربان او نړیوال ددې ولایت په اړه څه دریځ لري؟ ددې ولایت ګانده او راتلونکې به څه وي ؟ دا هغه پوښتنې دي،چې ددې لنډې شننې په ترڅ کې به ورته ځواب وموو.
لومړی: جغرافیوي موقعیت او ارزښت یې :
احواز ولایت دایران په ختیځ کې موقعیت لري، له عراق،شط العرب ، عرب سمندر او له سویل څخه بلوچستان او له شمال څخه کردستان ، له ختیز او سویل ختیز زاګرس غرونو سره پولې او برید لري. همدا غرونه داحواز او ایران ترمنځ طبیعي برید پوله ده.
۱- مساحت او دوګړو شمېر:
وړاندې له دې، چې ایران داحواز ولایت ځینې برخې لاندې کړي داحواز ټول مساحت ۳۷۵ زره کیلومتره و، دوګړو شمېر یې ۸ ملیونه دی ۹۹٪ یې عربان دي، ځینې راپورونه وايي اوس دعربانو سلنه ۹۵٪ ته راټېټه شوې ده ځکه ایران دمنظم پلان له مخې احواز ته پارسي توکمه او نور لږه کې ور استولي دي.
۲- ریښې او اصل :
احواز ولایت استوګن له نژادي پلوه عربان دي او له بني کعب ، بني تمیم، بني طرف ، ال سیدنعمه قبیلې، الباویة ، الزرقان ، بني مالک قبایلو سره تړاو لري.
۳- مذهب ، عقیده او ژبه :
داحواز ډیری عربان شیعه مذهبي دي، او احوازي ګړدود باندې خبرې کوي دا ګړدود/ لهجه دعراق سویل کې عربانو هغه ته ورته ده، دا دقریشو او تمیم قبیلې ګړدود ترمنځ بله لهجه ده. دجزیرې او کوچي، عرب سمندر څنډو ته څېرمه پراته احوازیان بیا سني مذهبه دي، چې په خلیجي ګړدود خبرې کوي. ایرانیانو په احواز ولایت پارسي دزده کړې رسمي ژبه ټاکلې ده، په دولتي ادارو کې باید پارسي ژبه خبرې وشي.
۴- د احواز ولایت ارزښت :
ا:ستراتیژیک موقعیت : داسیمه ایران او بهرنۍ نړۍ سره تړي، ایران له خلیجي هېوادونو سره له همدې سیمې له لارې راشه درشه کوي، ایران له نړۍ سره داحواز ولایت له سمندري بندرونو او لارو څخه کار اخلي. بله دحېرانتیا خبره داده، چې احواز ولایت له عربي نړۍ سره هیڅ جغرافیوي خنډونه لکه سیند، غرونه نه لري، خودایران او احواز ولایت تر منځ بیا د زګراس غرونه دطبیعي خنډ په توګه پراته دي.
ب: په احواز ولایت کې طبیعي ګاز او تیل او نور معدنونه پیدا کیږي،چې دې ولایت ته یې پوره ارزښت ورپه برخه کړې دی.
ج: داوبو سرچینې : ایران دپارس، اصفهان اوڅېرمه سیمو د خړوب او کرنې لپاره داحواز ولایت له اوبو ګټه پورته کوي، ځکه دا ولایت داوبو پریمانه سرچینې لري لکه کارون سیند( دمنځني ختیځ تر ټولو اوږد سیند) پردې سربېره احواز څلور سیندونه لري.
دویم : دخمیني انقلاب او داحواز ولسونه :
په ایران کې د۱۹۷۹ ز له انقلاب راوروسته نوی نظام واک ته ورسید، احوازیانو داسې انګیرله، چې اوس به له نوو مشرانو سره اړیکې ښې شي، خو تیری او ځپنه دپخوا په پرتله څو ځله زیاته شوه، نژادپالنې زور واخیست ، په لوی لاس نژاد وژنې ته زمېنه برابره شوه پردې سربېره په احواز ولایت کې ټولنیز خدمات له پامه وغورځیدل او دښوونې روزنې لړۍ،چې له پخوا کاواکه اوس په ټپه ودریده.
له انقلاب راوروسته د ټولو حکومتونو دریځ او تګلارو کوم بدلون ونه مونده، همدا راز ولسمشرانو دا که سختدریځي ولکه احمدي نژاد او که منځلاري و لکه محمد خاتمي د ټولو دریځ اوتګلار وه، د احواز ولایت دهرې غوښتنې په اړه باید له زور او سختۍ څخه کار واخستل شي.
۱- په احواز ولایت کې له عربانو سره د چارواکو تیری او ظلم :
- د احواز ولایت یو شمېر سیمې له نورو ایراني ولایتونو لکه پارس، اصفهان سره یوځای کول ، چارواکو ددې کار لامل د حکومت داداري جوړښت تنظیم ښودلی، خو خپله احوازیان وايي : حکومت په لوی لاس غواړي،چې په دې ولایت کې دځانګړي قوم لپاره ډیموګرافیک جوړښت ته بدلون ورکړي.
- د پاکو اوبو، زراعت څخه داحوازیانو بې برخې کول، حکومت په لوی لاس دمهمو سیندونو مخه بل لور ته اړولې ده او لامل یې دادی، چې سیمه له اصلي استوګنو څخه خالي شي.
- په احواز ولایت کې ټولنیز خدمتونه په نشت حساب دي، له استوګنو سره دمور میرې چلند کیږي، په مهمو دولتي څوکیو نه ګومارل کیږي، د زده کړې او روغتیا وضعیت له نورو سیمو سره دپرتلې وړ نه دی .
- ایراني چارواکي هڅه کوي،چې عربي ژبه له منځه یوسي او پر ځای یې پارسي هغه دود او واکمنه کړي، دهمدې موخې لپاره یې د یو شمېر ښارونو عربي نومونه پر پارسي اړولي دي ښه بېلګه یې (مدینه الفلاحیه پر شادګان ، مدینة عسکر مکرم التاریخیة یې پر بندقیر ، الصالحیة یې پر اندیمشک ) اړولي دي.
پخواني پاچا رضا پهلوي احواز سیمې ته دعربستان نوم کارولې دی، خو اوس یې نوم پر خوزستان بدل شوی دی
- دعراق - ایران جګړې څخه راوروسته، چې کوم سیمې ویجاړې شوې دي هغه تر اوسه همداسې پاتې دي حکومت یې په بیا رغونه او جوړولو کې له ډیرې سستې کار اخلي ، ان ځینې له ځمکنیو ماینونو څخه نه دي پاکې شوې.
- هر هغه څه، چې له عرب کلتور سره تړاو لري حکومت یې په یوه او بله پلمه له منځه وړي په دې برخه کې یې یو شمېر هغه ودانۍ له منځه تللې دي،چې په سیمه کې دعربو دکلتور او فرهنګ استازیتوب کوي له منځه تللي دي.
۲- داحوازي سنیانو په اړه دایران دریځ
سنيانو ته پوره ازادي نشته، بلکې ډیری وخت ورته حکومت په لوی لاس ستونزې جوړوي، ان ایراني چارواکو دمنځنیو ښوونځیو ټولو ادارو ته لیکلي دي که هر احوازي عربي شاګرد په چلند، ناسته پاسته کې له سني مذهب او عربي نژاد سره دلېوالتیا کومه نښه ولیدل شوه، سمدلاسه به حکومت ته خبر ورکول کیږي.
دایرا ن د روڼ اندو دریځ له ایراني چارواکو څخه کوم ځانګړی توپیر نه لري، د ۲۰۱۱ ز داکتوبر پر ۵ نېټه دتهران پوهنتون مشهور استاد صادق زیبا کلام وايي : موږ پارسیان نورو په ځانګړې توګه عربانو ته په ټېټه سترګه ګورو، زما له انده هره ایرانی که متدین وي یا سیکولر عرب یې نه خوښیږي، همدا زار موږ هم دعربانو نه خوښیږو، دا ټول خپل تاریخي لاملونه لري.
تهران دا ډول انګیرنې نه مني، او زیاتوي دا دهر هېواد حق دی،چې دخپل ستراتیژیک لیدلوري په چوکاټ کې داخلي ستونزې او موضوعات کنترول کړي، موږ نه غواړو،چې له نورو لږه کیو لکه کردانو، بلوچانو، ترکانو، اذریانواو عربانو سره په ستونزو او کړکیچ کې راښکیل شو. خو سني او عرب میشتو سیمو کې بېکاري، دټولنیزو خدمتونو نه شتون بیا د بل ډول وضعیت مانا ورکوي.
درېیم : دسیاست او وسلې ترمنځ احوازي مقاومت :
احوازیانو دخپلو حقوقولپاره له وسلې او سیاست څخه کار اخستی دی، خو سیاسي فعالیت له وسلې کارولو وروسته پیل کړی دی.
کله، چې ایراني چارواکو د زور له لارې احواز ایالت ځینې برخې خپلې وګڼلې د الشیخ خزعل ساتونکود ۱۹۲۵ ز د جولای پر ۲۲ د شلش او سلطان په مشرۍ دایراني پوځ پر وړاندې وسله راپورته کړه او ایرانیان یې اړ کړل، چې کویټ ته وتښتي، عرب پاڅونوالو د څو ورځې لپاره د ولایت مرکز (المحمرة) ښار نیولی و، بیا ایراني چارواکو پر ښار هوايي بریدونه پیل کړل او پاڅون یې وځپه او دسر سړي یې ور وژل.
وروسته بیا وخت ناوخت دایراني چارواکو پر ضد پاڅونونه شوي دي، چې ځینې مهم یې په دې ډول دي:
په ۱۹۲۸ ز کې دالحویزة پاڅون ، په ۱۹۳۰ ز کې د حیدر بن طلال پاڅون ، په ۱۹۳۶ ز دبني طرف پاڅون په ۱۹۴۰ ز کې د کعب الدبیس کورنۍ پاڅون، به ۱۹۴۳ ز کې د جاسب بن الشیخ خزعل پاڅون، په ۱۹۴۴ ز کې دالشیخ عبدالله بن الشیخ خزعل جګړه، په ۱۹۴۵ ز کې دبني طرف دویم پاڅون، په ۱۹۴۶ ز کې دالشیخ مذخور الکعبي پاڅون، په ۱۹۴۶ ز کې دالنصار قبیلې پاڅون او په ۱۹۴۹ ز دالشیخ یونس العاصي پاڅون.
خو په احواز ولایت کې دایرانیانو پر ضد دعربانو مشهور پاڅون د ۲۰۰۵ ز د اپریل د۱۵ نېټې هغه دی، چې ټولو عربي اړخونو په کې ونډه درلوده. دلته دا دیادونې ده، چې دا ټول پاڅونونه ځواکمن و، خو کومه عملي لاسته راوړنه یې نه ده درلوده ځکه ایرانیان به د شمېر له پلوه ډېر وو.
داحواز عربان، چې کله پوه شول، چې دایران پر ضد وسلواله مبارزه کومه لاسته راوړنه نه لري، په ۱۹۴۶ ز کې یې د(حزب السعادة) په نوم سیاسي ګوند جوړ کړ، اساسي موخه یې دعرب ځوانانو تر منځ ددې خبرې خپرول و،چې موږ له نژادي پلوه عربان یو، دا مو هویت دی، دا مو حقوق دي، خو ایراني چارواکي وتوانیدل، چې دا نوی ګوند وڅاري او کنترول یې کړي. دشلمې پیړۍ دپنځمې لسیزې په پیل کې د ګوند عمومي منشي حسین فاطمي د لومړي وزیر ډاکتر محمد مصدق په کابینه کې دبهرنیو چارو وزیر په توګه ټاکل شوې و. د ګوند له ماتیدو وروسته ځوانانو بیا انقلابي او سیاسي فعالیتونو ته مخه کړه،چې تر ننه روان دي.
څلورم : عربي او سیمه ییز دریځونه:
په عمومي توګه دعربو او سیمې هېوادونه دریځونه داحواز په اړه دومره جدي نه دي، بلکې ځینې منفي هم دي، یوازینی دریځ،چې په دې اړه جدي و هغه د مصر دپخواني ولسمشر جمال عبدالناصر هغه و،چې د ۱۹۶۴ ز په دسمبر کې یې له عرب لیګ څخه وغوښتل،چې داسې یو کمیسون جوړ شي، عرب خلیج او احواز سیمې وضعیت وڅیړي، دې کمیسون دخوزستان نوم بیرته پر عربستان واړوه او ټېنګار یې داو،چې دا سیمه باید بیرته له عربي نړۍ سره یو ځای شي.
خو دکمیسون خبره، چې له کومه ځایه پیل شوې وه هملته پای ته ورسیده، داحواز موضوع له یاده وویستل شوه.
دیادونې ده،چې عربانو دا حواز کارت لکه څرنګه، چې په کار وه هغه ډول پر ایران دفشار په برخه کې ونه کاروه، خو ایرانیان له ټولو هغو کارتونو ګټه پورته کوي او دعربانو پر ضد یې کاروي.