دایران کورني دردونه :  بلوچستان

 
جمال الدین ابو حسین
ژ: حمیدمحمدشاه 
دبل هر وخت په پرتله اوس په منځني ختیځ کې دایران رول مخ پر ډېریدو دی، له څو میاشتو راهسې توانیدلی، چې څلور عربي پلازمینې  تر خپل کنترول لاندې راولي. پردې سربېره دخپل اتومي پروګرام په اړه له امریکا سره هم نسبي حل ته رسیدلی دی او اوس کولای شي  اقتصادي بندیزونه لرې کړي، همدا اوس یو شمېر اروپايي هېوادونه  یو له  بل څخه وړاندې کیږي،چې په ایران کې پانګونه وکړي، خو له دې هر څه سره  اوس په کور دننه او بهر  داسې نښې لیدل کیږي،چې  دایران راتلونکي سیمه ییز رول ته برید وټاکي او دایران کورنۍ ستونزې او دردونه به لا زیات شي.
په کور دننه ایران  له احتمالي ناامنۍ سره لاس وګریوان دی ، چې چارواکي یې ډېر ناارامه کړي دي او دهر ډول ودې او پرمختګ مخه یې ډب کړې ده، ځینې سیمه ییز ایجنټان یې په خپلو چارو کې هم ټکني شوي دي، چې ایران ته یې دمال او سر دروند زیان  ور اړولې دی او پایله یې کورني او بهرني دردونه دي،چې اوس ورڅخه ایران ځوریږي.
په دې لېکنه به دایران  یوه کورنۍ ستونزه، چې هر  وخت  حکومت ته  سردردې پیدا کولای شي، دا دبلوچستان ستونزه ده، په نورو لیکنو کې به داحواز او کردانو ستونزه راواخلو، ددې ترڅنګ به په یمن کې د(الحوثي ملیشو) او په سوریه کې ( دبشار الاسد او ملاتړی ډلې ) او په لبنان کې د( حزب الله ) وضعیت ته  تم شو، دایران له  هر ډول ملاتړ څخه برخمن دي

د بلوچستان  جغرافیوي موقعیت
ایران د اسیا په لویدیز کې مهم موقعیت لري، له شمال څخه یې ارمینیا، اذربایجان، ترکمنستان ، ایران  دقزوین سمندر له لارې له قزاقستان او روسیې سره ، له ختیځ څخه افغانستان او پاکستان او لویدیز څخه  عراق  سره پولې لري . له شمال لویدیز څخه  ترکیې  او له  سویل څخه  عرب بحر او دعمان خلیج  سره نږدې دی .

دایران رسمي  مذهب ( ۱۲ امامیه  شیعه  دی) پارسي یې رسمي ژبه ده.
خو ایران مختلف ډیموکرافیک  جوړښتونه، مختلف نژادونه لري، په ایران کې پارسیان نږدې ۵۱٪ دی او همدوی په ایران کې بنسټیز رول لري.خو نور نژادونه هم خپل وزن او اغیز لري، موږ به یې درې  ترې راواخلو او  دا درې واړه له ایراني حکومت څخه خپله خپلواکي غواړي او کېدای شي په راتلونکي کې حکومت ته ستونزې راوپنځوي .دا درې مهم نژادونه  بلوچان، احوازي عرب  او کردان دي.
بلوچستان د اسیا په سویل لویدیز کې  دافغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ  پروت دی، درې برخې په پاکستان  او درې نورې په ایران کې دی  او نږدې ۱۱.۵ ملیونه  بلوچان په کې ژوند کوي.
دایراني بلوچستان  مساحت  نږدې ۷۰ زره میله مربع دی  او نږدې یو ملیون  استوګن لري، دایران دټول نفوس ۳٪ جوړوي ، ټول بلوچان سني مذهبه دي.
دبلوچستان په اړه دایران دریځ
له  څو لسیزو راهسې  بلوچان هڅه کوي،چې څلور بنسټیزې غوښتنې یې ومنل شي، خو ایراني چارواکي یې ورسره نه مني، دوی غواړي، چې په بلوچ میشته سیمو کې  اقتصادي وده او پرمختیا رامنځته شي، دپانګې او عواید عادلانه  او مساوي ویش وشي، په  خپل ایالت کې  سني مسجدونه او مدرسې جوړې کړي او ایراني امنیتي ارګانونه  په بلوچستان کې  دسني دینپوهانو له  څار او نیونې څخه لاس واخلي.
ایراني چارواکو هڅه کوي، چې  بلوچي کلتور او فرهنګ  له منځه ولاړ شي ځکه خو یې په  بلوچ میشته سیمو کې  په ټولو اداري  دفترونو کې پارسي ژبه   رسمي  کړې ده او بلوچ حق نه لري، چې په ایران کې  په رسمي ادارو کې دنده تر لاسه او یا پر بلوچي  ژبه خبرې  وکړي، په ټول بلوچستان کې  ایرانی کلتور واکمن دی، دایران دا ډول هڅې  دبلوچانو له  سخت غبرګون سره مخ شوې دي دوی پر خپله ژبه، کلتور او مذهب ټېنګار کوي او دحکومت  ددې  ستراتیژۍ پر وړاندې ولاړ دي او ډیری بلوچانو خو رسمي دندې  له لاسه ورکړې دي.
ایران او دبلوچانو مبارزه
ایران د بلوچان هیڅ غوښتنه نه ده منلې او نه یې مني، له همدې ځایه  په سیستان او بلوچستان ایالتونو کې  دبلوچ ازادۍ غوښتونکو خوځښتونو لکه  جندالله او  دولسي مقاومت  خوځښت  ترمنځ خبره نښتو ته ورسیده. 
ددې نښتو مهمه هغه یې  دجندالله له لورې  په ۲۰۰۵ ز کې دایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد د ترور هڅه وه، نوموړي له بلوچستان څخه لیدنه  درلوده، چې بلوچ  وسلوالو پرې برید وکړ، احمدي نژاد بچ شو ، خو یو ساتونکی یې ووژل شو او بل ټپي.
د جندالله او سپاه پاسدارانو ترمنځ نښتو زور واخیست  د ۲۰۰۶ ز په مارچ کې  بلوچان وتوانیدل، چې دایراني استخباراتو مهم مشر شهاب منصوري له خپلو نهو ملګرو سره  وتښتوي او بیا یې په ۲۰۰۶ ز   دپاکستان پولو ته څېرمه  ټول ووژل.
دهمدې کال په  اپریل کې جند الله  پ کرمان - بام سیمه کې د سپاه پاسدارانو ۱۲ تنه نور ووژل .
د جندالله  له منځه تګ او دجیش العدل راڅرګندیدل:
دهرې ورځې په تیریدو دعبدالمالک ریګي په مشرۍ جندالله  ایراني چارواکو ته  نا اټکل شوې ستونزې راپنځولې، هماغه و،چې  ایرانیان وتوانیدل نوموړی په ۲۰۱۰ ز کې ونیسي او سمدلاسه یې  اعدام کړ. دعبدالمالک  ریګي له مړینې وروسته  دجندالله کارونه په ټپه ودریدل ، دوه کاله وروسته   دجیش العدل  په نوم دبلوچانو بله ډله راڅرګنده شوه او دجندالله تګلار یې خپله  کړې وه  جیش العدل  دجندالله  کارونه  کول ، ایراني دولتي مامورین ، پولیس داستخباراتو مامورین به یې تښتول بیا به یې له حکومت سره تبادله  کول. دجیش العدل مشهوره څېره او ویاند عبدالروف ریګي نومیږي.
جیش العدل د۲۰۱۴ ز په اګسټ ایراني حکومت ته شپږ میاشتې وخت ورکړی و، چې  له  بلوچستان څخه ووځي.
په بلوچستان کې  دمقاومت  او مبارزې جریان  که  څه هم کمزوری او محدود دی، خو  روان دی، یو جریان،چې پڅ شي ، بل سر راپورته کړي ، دا نو هغه څه دي،چې ایراني چارواکو ته یې  دایمي سردردی راپیدا کړی دی ، پردې برسېره  په ایران کې  داحواز او کردانو  قضیه  هم دیادونې وړ ده،چې  دهرې ورځې په تیریدو یې له ایرانیانو سره ستونزې او مخالفتونه ډیریږي.