نوې املا


ماين په ( الف) ليکیء
چې:
له (مين) سره يې فرق وشي
هسې هم
نن سبا
په دې وطن کې
له مينانو نه ماينونه ډېر دي
او
(ټوپک)اسم مذکر دی
(ټوپکونه) يې جمع
دې ته ( ټوپکې ) کارول ناسم دي
ځکه ټوپکې د ماشوم
منډو رامنډو سره
ښې ښکاري
سپېڅلې لوبې په بدرنګه نومو مه يادویء

۱۳۸۸ شپږم پېشلمی
ــــــــــــــــــــــــــــــــ

دولسمشر لومړی فرمان

خپلو سپېڅلو ماشومانو ته
ټوپک او تو مانچې مه اخلیء
بيا
په نانځکو باندې
ډزې کوي

۱۳۸۸ شپږم پېشلمی