د ولس ډېريدونکې اندېښنې او څو لاملونه يې!


چټک غبرګون __ننګرهار__نړۍ اونيزه
دا کومه نوې خبره نه ده چې افغانانو ته خپلو واکمنو د درد،ژړا،خپګان او نهيلۍ ډالۍ ورکوي،له دې پخوا هم داسې شوي وو،اوس هم کېږي او د بيا کېدو وېرې يې هم ډېرى خلک اندېښمن کړي دي،هره ورځ،له هرې رسنۍ څخه اورو چې په پلانکۍ سيمه کې دومره وسله وال طالبان،دومره پوليس،دومره د ملي اردو پوځيان،دومره بهرني ځواکونه،دومره....او تر ټولو بده دا چې دومره ولسي وګړي ووژل شول،دومره ټپيان شول او دومره نورو د مرګ له وېرې کورونه پرېښودل،کډوال شول.
دا د ننني افغاني ناورين يو له ناوړه برخو څخه ده چې له ځينو پرته يې هر افغان په ستونزه کې ښکېل کړى،هغه ستونزه چې له بهره او په کور دننه بهر پلوو لخوا د خپلو ناوړه ګټو لپاره رامنځته شوې او درد،ژړا او زيان يې همېش بې وسو او ګناهو افغانانو ته رسېږي.
زه لکه خپلو يو شمېر ليکنو کې مې چې په ډاګه کړې د افغانستان تېر څو لسيز سياست،حالت او جنګ،جګړه ټوله له بهره راتپلې شوې چارې ګڼم او د همدې ټکي په رڼا کې ښکېلې غاړې له مخې د روان ناورين په پياوړتيا او هڅونه کې پړبولم،ځکه که کمونېزم په ناسم مهال،په ناسمه توګه پر افغان ولس د واکمنۍ هڅه نه واى کړې،او د هېواد د بربادۍ لړۍ نه واى پيل شوې،د جهاد په ترڅ کې به زرګونه زره افغان مجاهدين نه شهيدان کېدل،او ترڅنګ يې يو شمېر پردي پال ښاغلي به هم د جهاد له سپېڅلې نومه په ګټې اخېستنې له پاکستاني استخباراتو سره يارانې نه اچولې،د مجاهدينو د حکومت په نامه به يو پردى پال،مجاهد ضدى او ټوپکوال حکومت نه رامنځته کېده،بيا به يې د له منځه وړلو او په مټ به يې د افغانستان د بيا اشغال د زمېنې جوړولو لپاره د طالبانو په نامه تر پخوانيو هغو ټوپکوالو لا ناوړه او ولس غولونکي لا څه چې اسلام شرموونکي ښاغلي به نه راتلل او بيا به يې د کرزي په شان سړي ته د دې ولس د واګې سپارلو موقع نه مساعدوله.
که په لنډو يې ووايو افغان ولس په ټوله کې کمونېست،مجاهد،افغان ملتى،ديموکرات،سوسياليست،طالب،القاعده،بهرني پوځيان،ځانمرګى،نور سياستوال او.....ټول له مخې هغه منحوس او زړه بوږنوونکي نومونه ګڼي چې د نړۍ د نورو ډېرو سياستوالو په شان يې پر خپل ولس له هرې لارې د واک چلولو هڅه کړې،لا يې کوي او بيا به يې هم وکړي.
همدا اوس که ترې د چا زړه تور نه وي او رسنۍ واوروي،هره ورځ به له دې پرته چې د هېواد په يوه سيمه کې نه په يوه سيمه کې د لسګونه ولسي وګړو له مرګ،ژوبلې خبر شي د نور څه له اوريدو به بې برخې وي،دلته پوښتنه دا رامنځته کېږي چې له وروستيو څو کلونو راهيسې نسبي لږ را ښه شوى وضعيت ولې لا مخ په خرابيدو روان دى؟لامل يې څوک دى؟او ولې دى؟
څرګند ځواب دى که همدا د طالب،القاعده،ترهګر او...په نوم ښکاره امريکاضدي وسله وال يونېم ځاى يونېم،ډز ونه کړي نو په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو د شتون مشروعيت په څه کې کېداى شي؟
زه دا نه وايم چې د طالب په نامه د دولت او بهرنيو پوځونو پر ضد پاڅېدلي خلک به ټول له مخې پردي پالي وي او لکه د واکمن دولت په شان به د پرديو ارزښتونو او ګټو د پاللو وياړ لري،  په طالبانو کې ډېرى زيانمنيدونکي او د جګړې په لومړۍ کرښه کې ولاړ خلک هغه خلک دي چې يا خو رېښتيا هم د افغاني،اسلامي او ملي جذبې په مټ غواړي له پوځي لارې له هېواده د يرغلګرو پوځيانو د وېستو مبارزه وکړي،همدا شان د دولت د ملي اردو ليکو کې جنګېدونکي خواران له مخې هغه خلک دي چې د يوې مړۍ ډوډۍ د ګټلو او د خپل حيا او عزت د خوندي توب لپاره يو دوه روپۍ وګټي،د بې روزګارۍ له ستونزې خلاص شي او....
خو د دوى برعکس د دولت او طالبانو دواړو په راس کې داسې ډېرى مخ توره او ناوړه اشخاص شته چې د دغو لاس لاندې خلکو له مجبوريت،فقريت او کمزورۍ نه په استفادې سره دوى د افغانانو،افغانستان او تر دې چې د هماغه سپېڅلي اسلام پر ضد جنګوي.
که بيرته خپلې موضوع ته راشو او پر دغو لورو له نورې تبصرې تېر شو او د ځينو کارپوهانو(!)ښاغليو په شان ((چې د استاد صميم په خبره د ټلوېزونونو په ګردي مېزونو کې نېکټايي تړلي او پتلون اغوستي ناست او د مړې خېټې پاړسي وايي))اوسني دولت ته مشروعيت ورکړو،پارلمان د ولس کور وګڼو او همداسې نورو خبرو ته يې هم غاړه کېږدو نو وبه وايو چې بيا هم د دې ستونزو لامل د دولت بې کيفايتي،په راس کې يې د ناپوهو او ناکارو خلکو شتوالى،د منظم او وړ ملي پوځ او پوليسو نشتوالى او همداسې لسګونه نور لاملونه دي چې په يوه دولت کې د دې لاملونو شتوالى هم بيرته د يوه دولت قانونيت او مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي ځکه دولت يوازې دې ته نه وايي چې پارلمان يې ترڅنګ وي،د سترې محکمې،لوې څارنوالۍ او نورو مشروعو دولتونو د ادارو په شان ادارې ولري او....
بلکې؛مشروع دولت هغه دولت ته وېل کېداى شي چې د ټولنيز عدالت،د ولس د ګټو او خير ښېګڼوارزښتونو ته پکې درناوى وشي چې له بده مرغه اوسني افغان اړوند دولت کې دا څه ډېر لږ ترسترګو کېږي او همدا لامل هم کېداى شي چې د مخ په خرابيدونکي وضعيت او ډېريدونکو اندېښنو لامل شوې اوسي.
نورنو خپلې خبرې نه غځوم په دې هيله چې ولس مو نور د مخ په خرابيدونکي وضعيت او ډېريدونکو اندېښنو ترڅنګ له ټولو ورپېښو ستونزو او ناورينونو راخلاص او د يوه ملي حاکميت،سياست او سوکالۍ څښتن شي.