نا متوازنه وده، پر ښارونو د وګړو د هجوم لامل

 
د وروسته پاتې هیوادونو یوه ځانګړنه هم د نفوسو ډیرښت دی. په وروستیو کې په نوموړو هیوادونو کې د نفوسو د ډیرښت لامل د څه نا څه روغتیایي اسانتیاوو رامینځته کیدل او د کوچنیانو او میندو د مړینې د کچې کمښت ښودل کیږي همدارنګه په وروسته پاتې هیوادونو کې له دې امله هم وګړي د ډېرو اولادونو زېږول غوره ګڼي چې د کورنۍ کاري ځواک به یې زیات وي او په راتلونکې کې به یې اولادونه ورته ګټه کوي؛ دا په داسې حال کې چې د اقتصادي پرمختګ، د روزګار د فرصتونو او د پرمختګ د منظمې ستراتیژۍ د نه شتون په صورت کې دا فکر غلط دی.
پوښتنه دا ده چې په وروسته پاتې هیوادونو کې پر ښارونو د نفوسو د هجوم لامل څه دی؟
دا چاره بیلابیل لاملونه لري چې تر ټولو لوی لامل یې بې انډوله اقتصادي وده ګڼل کیږي. په دې مانا چې د هیواد ټولې سیمې په هم مهاله او انډولیزه توګه پرمختګ نه کوي بلکې په ټول هیواد کې د پلازمینې په ګډون یو، دوه او یا د ګوتو په شمیر څو ښارونه پرمختګ کوي او نورې سیمې له پرمختګ شا ته پاتې کیږي. د بیلګې په ډول د کابل په ښار کې د هیواد د نورو ښارونو او سیمو په پرتله ډیر وګړي راټول شوي.
په ښارونو کې د نسبي اقتصادي پرمختګ له امله کاروبار پرمختګ کوي او د روزګار فرصتونه رامینځته کیږي، د روزګار د همدغه فرصتونو د ډکولو لپاره د وروسته پاتې سیمو وګړي ښارونو ته مخه کوي. مخکې مو هم یادونه کړې چې پر ښارونو د نفوسو زیاتیدل د وروسته پاتې هیوادونو ځانګړنه ده. په پرمختللي نړۍ کې دا ستونزه ځکه جدي نه ده چې هلته د اقتصادي پرمختګ د متوازنې ستراتیژۍ څخه کار اخیستل کیږي، ځکه خو هلته د پانګې او شتمنۍ تمرکز نه وي او اړتیا نه لیدل کیږي چې وګړي دې په لیرې پرتو سیمو کې د روزګار د فرصتونو د کمښت له امله ښارونو ته مخه کړي.
دا چې پر کابل او د هیواد په نورو لویو ښارونو کې د نفوسو کچه ورځ تر بلې زیاتیږي لامل یې هم په کلیوالو او وروسته پاتې سیمو کې د عنعنوي اقتصاد شتون او د کاري فرصت کمښت دی. که په دې برخه کې د اقتصادي پرمختګ د متوازنې ستراتیژۍ څخه ګټه واخیستل شي نو د لیرې پرتو سیمو وګړي به په خپلو سیمو کې په کاروبار او دندو بوخت شي او ممکن ځینې له ښارونو څخه هم بیرته خپلو سیمو ته مخه کړي. په هیواد کې د متوازن پرمختګ په وړاندې لویه ستونزه بدامني ده چې له امله یې په لیرې پرتو کلیوالو سیمو کې د پرمختیایې پروژو پلي کول ستونزمن دي، همدارنګه د امنیت نه شتون د ښاري کیدو Urbanization په وړاندې هم ستر خنډ ګڼل کیږي.
پر ښارونو کې د نفوسو د تمرکز یوازیني لامل بې انډوله پرمختګ نه دی بلکې ځینې نور لاملونه هم لري. د بیلګې په توګه ځینې خلک له دې امله هم په ښارونو کې ژوند ته ترجیح ورکوي او کلیوالي سیمې پریږدي چې کوچنیان یې باکیفیته زده کړې وکړي، ښه روغتیایې خدماتو ته لاسرسی ولري او د تفریح غوره فرصتونه ولري. همدارنګه، د ځینو کورنیو یو یا څو غړي په ښارونو کې دندې لري چې بیا دوی خپله ټوله کورنۍ له ځان سره ښار ته لیږدوي. په افغانستان کې به په ښارونو د وګړو د هجوم په راماتیدا کې د پورتنیو عواملو هم څه نا څه ونډه وي خو اوس مهال یې په لیرې پرتو سیمو کې جنګونه او شخړې لوی لامل شمیرل کیږي.
لکه مخکې مو چې یادونه وکړه په وروسته پاتې یا د دریمې نړۍ په هیوادونو کې د نفوسو اندازه په چټکۍ سره ډیروالی کوي چې په ترکیب کې یې ښاري نفوس هم ونډه لري. همدارنګه په لیرې پرتو سیمو کې ډیر شوي نفوس هم ښارونو ته مخه کوي. تر اوسه د وروسته پاتې هیوادونو د نفوسو له نیمایي څخه زیاته برخه په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي خو که په نوموړو هیوادونو کې د متوازن انکشاف ستراتیژي پلې نه شي، ممکن د نوموړو هیوادونو د نیمایي څخه زیات نفوس ښارونو ته مخه کړي. همدا اوس هم په افغانستان کې د ښارونو او کلیوالو سیمو د نفوسو د کچې تر مینځ واټن په چټکۍ سره زیاتیږي چې پایلې به یې ډیرې منفي او ځوروونکي وي. په ښارونو کې د نفوسو د تمرکز د بدو پایلو په اړه به په راتلونکي لیکنو کې بحث وکړو.