رمضان  دنېكمرغۍ او سولې مياشت

دا دى د رمضان المبارك، نيكمرغه او له فيوضاتو او بركاتو ډكه مياشت  هم راورسېده.
رمضان يواځې له خوراك، څښاك او كوروالي څخه ځان ساتنه (امساك) ندى، ،بلكې رمضان د انسانيت لپاره ډېر ستر پيغامونه او ډېرې لويې فلسفې  لري. الله(ج) له انسانانو غواړي چې د روژې له مياشتې ډېر څه زده كړي،  ډېر عبرت  ترې واخلي. د روژې په حكمتونو كې يو حكمت دادى  چې شتمن د نيستمنو، ماړه د وږيو، سيرآب (خړوبه) د تږيو، برخمن د بې برخې له درد او حالته خبر شي. او په دې پوه  شي چې محروميت، نيستي، لوږه او تنده  څومره سخته ده او پدې توګه يې زړه سوى راوپارېږي، عاطفه، حلم او سخا يې څپانده شي او له نيستمنو، بې برخو، وږيو، تږيو او لوڅو سره مرسته وكړي ، همدا راز رمضان د روزنې، مشق، تمرين، صبر او زغم د يادولو او پر خپل نفس او شهوت د كنترول  مياشت ده، روژه صحت ته ګټه لري، اقتصاد ژغوري، انسان زيږ، مقاومت كوونكى او تكړه روزي.
روژه د راحتونو، فيوضاتو، بركاتو او پراخۍ مياشت ده الله(ج) د انسان په امكاناتو، ژوند، شتمنۍ، كاروبار كې بركت اچوي. له نورمال حال څخه د ثوابونو كچه اويا برابره يا له دې هم ډېرېږي. يو نفل پكې د فرضو په اندازه ثواب او د فرضو ثواب پكې اويا چنده لوړېږي.
دا د قيام اليل، تلاوت، عباداتو او اعتكاف مياشت ده. چې يو مسلمان زيږ او تكړه اموخته كوي، روژه د عابد او معبود تر منځ خاص راز او رمز ده چې د پرښتو په شمول پكې هيچا ته د تشبث او لاسوهنې مجال نشته ده. رسول الله(ص ) په يو قدسي حديث د الله(ج) لخوا فرمايي چې: روژه يواځې زما لپاره ده زه يې پخپله   بدله وركوم.
د روژى لومړۍ لسيزه رحمت، دوهمه  مغفرت (بخښنه) او دريمه عتق من النار (له دوزخ څخه خلاصون) نومول شويدي نو مسلمانانو ته په كار دي چې د روژى حق سم ادا كړي، له ټولو ادابو غوښتنو، فرايضو، سنتو او مستحباتو سره يې ونيسي كه څوك  دروژې فلسفه په پام كې و نه نيسي،   غوښتنې يې  پر ځاى نكړي، پر مسكينانو، وږيو، تږيو، لوڅو او محتاجو  د ترحم، عاطفې ، زړه سوي، سخا، صدقې او كرم لاس تېر نكړي، كه يو شتمن خپل كوم نيستمن او وږى تږى ګاونډى موړ او لوڅ پټ نكړي نو دا يواځې سمبوليكه او ريايي روژه ده، دا عادت دى، عبادت ندى .
كه په رمضان كې چا چټيات، عبثيات، فضول او بېهوده كارونه، خويونه او ويناوې پرينښودې ، د ده روح صيقل نشو، د عاطفې او ترحم سمندر يې جذباتي نشو نو پر دې پوه شي چې د ده برخه يواځې  همدا لوږه او تنده ده، الله (ج) دې ډول روژو ته اړتيا نلري.
د عباداتو موخه او غرض فزيكى تجرد، ريا او تظاهر ندى، او نه همدا ظاهري حركات ، مناسك او چلند معيار او مطلوب دي، بلكې د عباداتو غرض سپيڅلى نيت، الله(ج) ته له هر ډول ريا پرته اخلا، شخصي او ټولنيزه تقوا ده، د عباداتو موخه، سياسي ښېګڼى، د ټولنيز ژوندانه، ښه او معقول بنسټ او غوره ټولنيز نظام دى. الله(ج) فرمايي: ستاسو د قربانۍ د څاروي غوښه او وينه الله ته مطلوبه نده، بلكې ستاسو تقوا او اخلاص الله(ج) ورته مطلوب دى، نو روژه هم كه اخلاص او صداقت پكې نه وي، پر انسان اغيز ونكړي، له ناسم مسير څخه يې سم مسير ته وانه ړوي،  د روژې غوښتنې، اداب ، حكمتونه  او فلسفه په پام كې   ونه نيسي نو يواځې تشه تنده، او لوږه الله(ج) ته بې تفاوته ده.
رمضان د سولې، امن، انسانيت ته د سوكالۍ او هوسايۍ پيغام لري، جنګ، جګړي، نا امني، اضطراب، اندېښنې، د يو مسلمان ځورول، دردول ، وهل او وژل په عادي ورځو كې هم نا روا او ګناه ده او د روژې په مياشت كې چې دا د عبادت، زړه سوي، عاطفې، ترحم، اخوت، ديني او ملي وحدت، سولې او امن مياشت ده خو له دې ډول كارونو څخه په كلكه منع شوېده، دا د هر مسلمان شرعي او اخلاقي دنده ده چې د روژې احترام او درناوى وكړي. د روژې يوه ستره غوښتنه دا ده چې  د بل مسلمان، بلكې د هر بې ګناه انسان ژوند او وينې ته درناوى وشي. له شرعي موجب  پرته تكليف او ازار ورنكړل شي. نو موږ هم بايد هر وخت او كم تر كمه د روژې د مباركې مياشتې  په اوږدو كې د خپلو ورونو او هېوادوالو ژوند ته پام وكړو. ازار او اذيت ورنكړو راځئ كم تر كمه همدادروژې مياشت  خو په سوله كې تېره كړو، راځئ هڅه وكړو چې كوم روژه لرونكى او په اوداسه مسلمان خو مو له لاسه و نه وژل شي.راځئ چې د افغان مسلمان ولس د دښمن په اشاره او د خپل مسلمان افغان ورور د دښمن د خوښۍ لپاره خپل مټ غوڅ نكړو، پرده او پر كورنۍ يې  خوب حرام نكړو، راځئ ټول افغانان په يو صف كې ودرېږو او په ګډه د هغه چا مقابله وكړو چې زموږ د ولس، هېواد، دين، ملي او ديني ارزښتونو دښمنان دي.
راځئ چې خپلې ستونزې د تورې او توپ پر ځاى په خبرو، تفاهم حل كړو، راځئ چې نور منبر ته پر سنګر ترجيح وركړو، قلم له ټوپك څخه لوړ وبولو، د احساساتو ځاى منطق، زغم او حوصلې ته پرېږدو او پرېكړې د بل په اشاره، نه، د احساساتو په ژبه نه، بلكې په خپله خوښه او د خپلو  ديني او ملي ګټو په رڼا كې وكړو. او رمضان مسلمان ته همدادرس وركوي
د همدي شېبې په هېله