عالـــــی جنــابه ولسمشره دا وار کار په مسؤليت وکــــړه ته
نور دې درواغو وعدې پرېږده ، دا وار کار په صداقت وکړه ته
که دې د خلکــو رايه وړي وي ، د دې رايې حــــــرمت وکــړه ته
په ځان دې ﻻس ووهه ، ملا وتړه دوی ته اوس خدمت وکړه ته
د خلکـــو منځ ته مــو د خلکــو دښمنان دي رنګارنګ راغلي
دلته هر څوک د خپلو ګټو په څار، ټول په يوه نيرنګ راغلي
دا تيت پـــــــرک قــــــومــونـــــه ،خدايږو ډېـــــر دي تنګ راغلـــي
د ژوند يې ټولې ﻻرې بند دي ، دي ډېر تنګ ځکه په جنګ راغلي
وطن په ستر بحران کې ګير دی ، اې جنابه ډېر دقت وکړه ته
عالــــــــــی جنابـــــه ولسمشره دا وار کار په مســـؤليت وکړه ته
دا ستا د څنګ ملګــــري ماته ،د کوم بل چا مريدان ښکاري
دوی مرشدان لري بهر کې ، د هغوی ګوش به فرمان ښکاري
دوی دستوري راغلــــي تاته ، ګـــــوره ماتــــــه ټګماران ښکاري
دا ستا د ﻻرې مل ځان بولي ، خو په نيت کې راته وران ښکاري
که ته د خلکو خوښي غواړې ، نو په دوی سخت نظارت وکړه ته
عالــــــی جنابـــــه ولســــــمشره دا وار کار په مسؤليت وکړه تــــه
څــــــوک مـــــــو ځوانان په بمو بار کړي ، بيا پرې موږه وژني
څــــــوک مــــــو تکفير بيا مو په دار کړي ، دوی هــــم مونږه وژني
څـــــوک بيا ټانکونه راقطار کـــړي ، دوی هم مونږه وژني
څوک له چورلکو سخت بمبار کړي ، دوی هم مونږه وژني
نور د زغملو نه ده مشره ! خاتمه د دې حالت وکړه ته
عالی جنابه ولسمشره دا وار کار په مسؤليت وکړه ته
په سپينه ږيږه اې جنابه زه دا ستا مبارک ﻻس ښکلوم
د زړه له کومې دې جنابه ، مبارکه ټنډه پاس ښکلوم
زه ريا کار نه يم جــــنابــه ، زه دې مخ په ډېر اخلاص ښکلوم
لکه مريد دې ، دواړې پښې جنابه زه په التماس ښکلوم
پخپله تيره اشتباه ، څرګند اظهار د ندامت وکړه ته
عالی جنابه ولسمشره دا وار کار په مسؤليت وکړه ته
په ځان ځوانان راټول کړه ، دوی نه ستر کاروان جوړ کړه
د دې ځوانانـــو نه جـــنابه ، ته رېښتيني افغانان جوړ کړه
دې افغانانـــو نه جنابــــه ، ښه غښتلي اتلان جــــــــــوړ کړه
ملاوې وروتړه جنابه ، ته پرې ړنګ افغانستان جوړ کړه
جــــــنابــــه ته مو د وطن د ابادۍ يو ستر جريان جوړ کړه
جنابه ته بيا د جګړو د ﻻسه وران کور د افغان جوړ کړه
پدا ترتيب ته د افغان لپاره سم ژوند د انسان جوړ کړه
بيا دې زعيم بولو جنابه ، زعامت د خپل ملت وکړه ته
عالی جنابه ولسمشره دا وار کار په مسؤليت وکړه ته
کـــه داسې نـــه شـــې کـــــړای جنابه ، بيا نو سم واوره
دا اوسنــــۍ وضـــــــع ده مــــــــــوږ ته جــــــــهنم واوره
د جنګ دﻻســـــه په هــر کــور دی ، وير دغم واوره
قــــيام د زړه خبره کړي ، خوري پرې قســـــم واوره
چې ټول ولس دې په دې کار کې بولي ګرم واوره
نو فاتحـــــه دې همـــــــدا اوس د خـــــپل دولت وکړه ته
عالـی جنـابه ولسمشره دا وار کار په مسؤليت وکړه ته
الحاج الهام الدين قيام ، جرمني
وروستي