
لیکنه: میشل کوسودووفسک
ژباړه: فیصل ارمان
د تېر په ادامه
۱۰ . د پڼتاګون قراردادي پوځي متخصصینو، ترهګرو ته د کیمیایي وسلو کارولو زده کړې ورکړي دي. امریکا متحده ایالات او ځیني اروپایي متحدین یې، دفاعي قراردادیانو په مرسته سوریې یاغیانو ته د کیمیایي وسلو زخیرو خوندي ساتلو برخه کې هم روزنه ورکوي.
۱۱ . داعشیانو په لاس د سرونو غوڅول یوه کړنلاره ده چې د متحده ایالاتو د ترهګریزو روزنیزو پروګرامونو یوه برخه جوړوي. دغه روزنیزپروګرامونه په سعودي عرب او قطر هېوادونو کې ترسره کیږي.
۱۲ . د داعش اجیرانو یوه لویه برخه په بند محکوم شوي جنایتکاران دي، چې د سعودي عرب له زندانونو په دې شرط خوشې کړای شوي چې داعش لیکو سره یوځای شي. په دغو خوشې کړای شویو کسانو کې په اعدام محکوم شوی جانیان هم شامل دي چې اوس مهال د داعش په لیکو کې فعال دي.
۱۳ . اسراییل، د داعش او النصره ډلې ملاتړی دی. دا خبره د اسراییلو لوړرتبه پوځیانو تایید کړې ده. د داعش او النصره جنګیالیو د اسراییلو پوځي افسرانو او د دغه هېواد صدراعظم نیتانیاهو سره هم کتلي دي. اسراییلو صدراعظم او دفاع وزیر یې موشی یالون د داعش هغو ټپيانو لیدنه هم کړې ده چې سوریې پولو ته نژدې د اسراییلو په سیمه ییز پوځي روغتون کې یې درملنه کیږي.
سوریه او عراق
۱۴ . د داعش ملیشې، د لویدیځ پوځي ایتلاف پلي سرتېري دي چې پټه دنده یې د امریکا په نیابت د سوریې او عراق تباه و بربادول دي.
۱۵ . امریکایي سناتور جان مک کین په سوریه کې د ترهګرو جهادي ډلو مشرانو سره لیدنې ترسره کړي دي.
۱۶ . د امریکا- ناټو په مشرۍ د تروریسم ضد ماموریت ظاهري هدف د داعش ملیشو بمبارول دي، خو امریکا په پټه د داعش ملاتړ ته دوام ورکړی دی. واشنګتن او متحدین یې په پرله پسې توګه داعش ته پوځي مرستې برابروي.
۱۷ . د امریکا او متحدینو بمبارۍ، داعش نه په نښه کوي بلکه په عمل کې د عراق و سوریې اقتصادي زیربنایي تاسیسات، فابریکې او تېلو تصفیه خونې بمباروي.
۱۸ . د داعش "خلافت" پروژه د متحده ایالاتو د اوږدمهالي بهرني سیاست آجندا یوه برخه ده چې موخه یې د عراق و سوریې په دریو برخو وېشل دي: د سنيانو خلافت، د شیعیه عربو جمهوریت او د کردستان جمهوریت.
نور بیا…