داعش په اړه ۲۶ خبرې چې اوباما یې له خلکو پټوي

 
لیکنه: میشل کوسودووفسک
ژباړه: فیصل ارمان
 
متحده ایالاتو په مشرۍ د داعش پر ضد جګړه یو لوی درواغ دي. په دغه لیکنه کې شپږویشت ټکو ته کتنه کوو چې دغه لوی درواغ ثابتوي. داعش ضْْد، د ایتلاف عملیات چې رسنیو ورته بشردوستانه ژمنې رنګ ورکړی، هغه پراخ پوځي عملیات دي چې سوریه او عراق کې یې بې شمېره ملکي خلک وژلي. دغه پوځي عملیاتو ترسره کول د لویدیځو رسنیو مرستې پرته چې  د اوباما له ابتکار یې د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم ملاتړ کړی، ناشوني وو.
 
د القاعدې تاريخي شالید:
۱ . متحده ایالاتو څه کم نیمه پېړۍ یانې د افغان- شوروي جګړې له اوجه د القاعدې او ورسره تړلو ګروپونو ملاتړ کړی دی.
۲. د سي آی اې روزنې کمپونه پاکستان کې پرانیستل شول او ۱۹۸۲ نه تر ۱۹۹۲ پورې د ۴۳ اسلامي هېوادونو نه ۳۵ زره اورپکي په کې وګمارل شول. د سي آی اې په پیسو اخبارونه او خبرپاڼې چاپ او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپرې کړای شوې څو خلک جهاد ته و هڅوي.
۳ . د رونالد ریګن ادارې راپدېخوا، واشنګتن، د اسلامي تروریستي شبکو ملاتړ کړی دی. ریګن به ترهګر " آزادي بښوونکي جنګیالي" بلل. متحده ایالاتو اسلامي اورپکو ته وسلې برابرولې. دا ټول "ثواب" لپاره وو: د شوروي اتحاد سره جګړه ،رژیم بدلول او کابل حکومت ته د پای ټکی اېښودل.
۴ . نېبراسکا پوهنتون، د امریکا میلیونونو ډالرو په لګښت افغان زده کوونکو ته کتابونه چاپ کړل چې پاڼې یې د تاوتريخوالي او کرکې په انځورونو او تروریستي زده کړو ډکې وې.
۵ . د امریکا هیولا او د القاعدې بنسټګر، اسامه بن لادن د سي آی اې لخوا په ۱۹۷۹ ز کې د امریکا په ملاتړ افغانستان جهاد په شروع کې وګمارل شو. نوموړی ۲۲ کلن و چې سي آی اې په پیسو ګوریلایي جګړې کمپ کې وروزل شو.
القاعده د سپتامبر ۱۱ بریدونو ترشا نه وه. دغه بریدونو افغانستان ضد جنګ  لپاره یوه توجیه شوه چې ګنې افغانستان د دولتي تروریزم او القاعده ملاتړی دی. د سپتامبر ۱۱ بریدونه د " تروریزم ضد نړېوال جنګ" پیل لپاره وسیلې په حیث وکارول شول.
 
اسلامي دولت یا داعش
6. داعش ډله چې اساسا د القاعدې یوه برخه وه، د امریکا استخباراتو لخوا، د برتانیې، اسراییلو، پاکستان او سعودي عرب استخباراتو په مرسته جوړه شوه.
۷ . داعش ملیشې د متحده ایالاتو او ناټو په ملاتړ سوریه کې بشارالاسد ضد بلوا یوه برخه ده.
۸ . ناټو او د ترکیې پوځ عالي قومنداني ۲۰۱۱ کال کې د سوریې بلوا له پيله د داعش او النصره اجیرانو ګمارلو مسوولیت په غاړه لري. د اسراییل استخباراتي سرچینو له مخې دوی کمپاین وکړ چې زرګونه داوطلب مسلمانان په منځني ختیځ او اسلامي نړۍ کې راجذب کړي چې سوریه کې یاغیانو ترڅنګ وجنګیږي او د ترکیې پوځ دنده  دا وه چې دغه داوطلبو ته به ځای برابروي، روزنه به ورکوي او په خوندي ډول به یې سوریې خاورې ته لېږدوي.
۹ . داعش په لیکو کې د لویدیځو هېوادونو خاص ځواکونه او جاسوسان  په فعالیت بوخت دي. انګرېزي ځانګړيځواکونه او ایم آی سیکس، جهادي بلواګرو ته روزنه ورکوي.
ادامه لري…