څنګه لیکوال شم (د لیکوالۍ په اړه نهه مهم ټکي)څنګه لیکوال شم

 

 
لومړی: د موضوع انتخاب: دبحث وړ یا د لیکلو وړ موضوع باید انتخاب شي او وروسته یې په اړه لیکنه وشي، د بحث وړ موضوع په اړه لومړني معلومات له لیکوال سره دامرسته کولای شي چې لیکنه یې پرحقیقت ولاړه او خوندوره شي. که لیکوال د موضوع په اړه لومړني یا خام معلومات ونلري نو ضرور نده چې په لیکول یې وخت ضایع کړي، ځکه چې کیدای شي لیکنه یانیمګړي اویاهم ډیره بی خونده شي. لیکوال باید کوښښ وکړي چې نوې (توده او د وخت د موضوع) په اړه لیکنه وکړي ځکه چې ډیر خلق د تودو موضوعاتو په اړه ډیر غواړي یو څه نوي واوري.
دوهم: دعنوان انتخاب: د یوې لیکنې لپاره دهغه  عنوان انتخابول ډیر اړین او د لیکنې تومنه جوړوي، باید ډیر کوښښ وشي چې عنوان دلیکنې په آخر کې انتخاب شي او په دې هم باید بحث وشې چې عنوان په داسې شکل سره انتخاب شي چې لوستونکي یې په لومړي ځل لیدلوسره دټولې لیکنې ویلو ته زړه ښه کړي.
دریم: د بحث وړ موضوع په اړه څو مهم ټکي لیکل: کله چې موضوع انتخاب شوه لیکوال باید دهمغه موضوع په اړه څو مهم اوغټ ټکي له ځانه سره په یو چټل نویس کاغذ کې ولیکي، دا کار له لیکوال سره دامرسته کولای شي چې د لیکنې پرمهال یې ذهن بل لورته نه ځي او د بحث وړ په موضوع خپله چارچاپیره راڅرخي. په دې مرحله کې باید کوښښ وشي چې دهر غټ ټکي په باره کې یو ځانته پراګراف ولیکل شي.
څلورم: دهر پراګراف ځای ټاکل: له دې وروسته چې پراګرافونه تکمیل شي باید لیکوال دهر پراګراف دځای ټاکل او ترتیب مشخص او دځای پرځای کولو تصمیم یې ونیسي ترڅو لیکنه تکمیل شي.
پنځم: لیکنه باید دځان ښوونې په خاطر نوي: لیکوال باید کوښښ وکړي چې لوستونکو ته د یوڅه معلوماتو د وړاندې کولو په موخه خپله لیکنه وکړي نه د دې په خاطر چې ځان مطرح کړي. په دې صورت کې به دلیکوال ذهن یوازې دي ته آماده وي چې څنګه په خپله لیکنه کې مثبته هڅه وکړي او که یې ذهن یوازې دځان مطرح کول وي نو کیدای شي لیکنه تري ګډه وډه شي ځکه چې په دې حالت کې به یې خواحشات له ذهن څخه لوړ تمایلات لري چې داکاربه امکان نلري او لیکنه به ګډه وډه کوي.
شپږم: لومړی مو چې څه زده وو همغه ولیکی: لیکوال باید لومړی هرهغه څه چې زده یې وو ویې لیکي د دوهم ځل لپاره دې بیا ورباندې راوګرځي او که کوځای څه قلمي او یا انشایې غلطۍ ولري باید اصلاح یې کړي.
اووم: لیکنه دې بیابیا تصحیح کړه: لیکوال یې باید په ځان ختمه نکړي او خپله لیکنه دې بیا بیا په هرهغه چا تصحیح کړي چې دتصحیح اعتبار یې ورباندې وي، د تصحیح کوونکي سالم نقدونه، وړاندیزونه او سمونې باید په ورین تندې ومني اود بیا لپاره یې تکرار نکړي. په دې توګه لیکوال په ځان کې مثبت او پایداره تغیر حس کولای شي.
آتم: لیکنه باید منطقې وي: لیکوال باید کوښښ وکړي چې هیڅکله هم په خپله لیکنه کې دروغ ونه لیکې بلکه ټولې خبرې یې منطقې تسلسل ولري او یوپربل پسې دمخکینیو خبرو او حتې ادعاوو ثبوت ورکې له ورایه ښکاره شي.
نهم: له بیځایه اوږدولو باید ډه ډه وشي: لیکوال باید په دې پوه شي چې دبیځایه اوږدو او له اړتیا پرته لغاتو او جملو لوستل اوس ډیر پخوانی عادت دي او هیڅوک نه غواړي چې خپل وخت په داسې لیکنو ضایع کړي معلومات لږ او جملې ډیرې وي. نو لیکوال باید هره خبره پاکه، لنډه، په حقیقت ولاړه، په ساده کلیوالي ژبه لوستونکو ته تشریح  او وړاندې کړي.