
نن ورځ دسولې لپاره دښځودمبارزې نړيواله ورځ ده.
_ په کال 1930 زکې د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼې يوپه زړۀ پورې مطلب نشرکړ. ليکل شوي وو، چې د«ساکسون» په لويه ﻻرکې په يوه وخت د 40 موټروماشينونه له کاره ولويدل اوهرڅومره، چې هڅې وشوې نه چالانيدل. خبرزياتوي، دېوې ګړۍ په تيريدوسره ټول موټرونه بېرته په يوه وخت چالان شول.
_ په کال1935 زکې په جرمني کې دراډيوپه څپوکې دجازهغه موزيک، چې يهوديانويا تورپوستيوبرخه په کې اخيستي وي، بنديزولګول شوځکه چې دوی بشپړه انسانان نه بلل کېدل.
_ په کال1955 زکې د لومړي ځل لپاره يوې امريکايي کمپنۍ دميکروڅپو داش جوړکړ.
_ په کال1971 زکې دتايوان ټاپودملګروملتونو له غړيتوبه وايستل شو.
_ په کال2002 زکې په «هاګ» کې، نندارې ته د «چېچېن ټايمز» ورځپاڼې دوړاندې کولوڅخه،دروسيې په فشارسره مخنيوی وشو.