هير به رانه نشي که مې روح لاړ شي له ځانه
زما افغانستانه
کنړ غيرت غيرت دی
لغمان پت او عزت دی
غزني نه قربانيږم تير به نشم له پکتيا نه
زما افغانستانه
قندهار کې تاريخونه
ننګرهار کې غورزنګونه
کابل دې لکه زړه دې له غونې اريانانه
زما افغانستانه
ستا بلخ املبلاد دی
ستروياړ دی د اولاد دی
قدم قدم دې ننګ دی له هرات تر بدخشانه
زما افغانستانه
باميانو او هډه کې
په شهر غلغله کې
پو خوالی دی معلوم دی دنيا کې له هر چانه
زما افغانستانه
تا مات کړل قدرتونه
د شرق او غرب پوځونه
اورنګ پرنګ دې وشړل په نره له خپل ځانه
زما افغانستانه
اولاد دې اوس راټول کړه
ورياد ورته خپل تول کړه
ضرور به خدمتګار درله درځي له اروپا نه
زما افغانستانه
هير به رانه نشې که مې روح لاړ شي له ځانه
زما افغانستانه
١٣٧٨
وروستي