غزل



داسې خو نه ده چـــې تنــها مې په زړګــي کې اوســې
ته په ګلاب ، ته په شـــفق ، ته په ســپرلـي کې اوسـې

تـه د تــروو اوبـــو مـاهــى يـې د جــانــان انـځـــوره !
تل مې د سـتـرګـــو په راڼـه سـمــنـدرګـي کــې اوســې

زړګـيه! ټولـه ورځ کې يو سات هم په خپل ځاى نه يې
بس هـمـېــشـه د يار د غــاړې په ځــونډي کــې اوسـې

د جانان خيال، مضر چينجيه! پام چې مات يې نه کړې
څـومره بې پامه مې د سـر پـه وچ لرګـي کــې اوســې

د يار وصـالـه! ته هــم ســم د خپــلـواکۍ غــوندې يــې
ماته کې نه ښـکارې په ســيوري د بــري کــې اوســې

نـورو نــه ولـې ســتا پوښــتنه وکــړم وه کــم عـقـلــې!
ته خو هر وخت ګوره زما په خپل زړګـي کـې اوســې

اوره ! د ټـولـو عاشـقـانـو کـې دې وخــت تېـر کــړى؟
کــنـه تـنــهـا د فضـلـيـار پــه اســـوېـلــي کــې اوســـې
ٍ
فـضـل هـــادي ( فـضـلـيـار)


 \"\"