په افغانستان کې د پاکستان ښکاره جګړه او د افغان حکومت کمزوری دریځ!

 
په دې څو میاشتو کې نسبت نورو کلونو ته د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو  کې جګړې سخت زور اخستي؛ چې په دې جکړو کې د کندوز ولایت سقوط وکړ؛ فاریاب؛ سرپل؛ بدخشان؛ وردګ او د ګڼو نورو ولایتونو ډیری ولسوالۍ یا د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي؛ او یا هم ددې ډیر احتمال شته ؛ چې د وسلوالو لاس ته ولویږي؛ او داسې اندیښنې هم کله کله د نور ولایتونو په اړه وي؛ لکه پلازمینه کابل؛ غزني؛ میدان وردګ؛ هلمند؛ فراه او ځیني نور ولایتونه چې په دې ولایتونو کې په ډیر شمیر بهرني وسلوال ځای پر ځای شوي؛ چې د ډیری ولایتونو وکیلان په دې انديښنه کې دی؛ که چیرې یې افغان حکومت پر وړاندې همداسې بې پروا پاتې شي؛ کیدای شي؛ د کندوز د برخلیک سره مخ شی.
امنیتي چارواکې هم تر ډیره یادې اوازې منې چې ګڼ شمیر بهرني وسلوال په یو شمیر ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي؛ چې ددې وسلوالو په سر کې پاکستاني جنرالان دي؛ چې په افغانستان کې د پاکستان پوځ مسقیما په جګړو کې ښکیل دی؛ او پاکستاني جنرالان وسلوال روزي؛ او په خپله پاکستاني جنرالان په افغانستان کې په جګړه کې بوخت دي؛ او د افغان ځواکونو سره جګړه کوي.
دا چې هر څه واضیح دی چې څوک او ولې په افغانستان کې جګړه کوي؛ او ولې د جګړې لمن تر کابله را ورسیده.
ولسمشر؛ معاونین؛ اجرایه مشر؛ وزیران؛ وکیلان؛ والیان؛ جهادي مشران دا ټول په دې پوه دې چې څوک او ولې جګړه کوي؛ ولې دوی چپه خوله پاتي دي؟
ولې دوی خپل غږ نړیوالو ته په سمه توګه نه رسوي؟
ولې دوی د خپل نفوس نه په افغانستان کې کار نه اخلې؛ ترڅو وشي کولای؛ چې د پاکستان د ښکاره لاسوهنو؛ او ددې ښکاره جګړې او ددې وحشت مخه تر یو حده ونیسي؟
اصلي خبره داده؛ تر هغې چې په افغانستان کې د پردیو هېوادونو مزدوران په واک کې وي؛ تر هغې چې د ای ایس ای رښتني او وفاداره کارکونکي په لوی بستونو کې په دندو وي؛ تر هغې چې په پارلمان؛ ملي شورا؛ ملي امینت شورا؛ حتی په کوچنیو کلیو کې سیمه ییز مشران د ای ایس ای خلک وي؛ تر هغې چې د هر کور او هرې ادارې نه د ای ایس ای کسان ونه ویستل شي؛ په افغانستان کې به جنګ وي؛ افغان ځوان به د پاکستان د ګټو قرباني کیږي؛ جګړه به دوام لري؛ د افغانستان ټوله پانګه به په جنګ او جګړو کې مصرفیږي؛ افغانستان به همداسې محتاج او ولس به یې په غم او ویر کې شپې او ورځې تیروي؛
زما په اند ولسي پوهاوي ته ډیره اړتیا ده؛ ولس باید د ولس سره کار وکړي؛ ترڅو هر افغان خپل دوست او دښمن وپیژني؛ او د یوه افغان او د یوه مزدور ترمنځ توپیر وشي کړای؛ هرڅوک او هر چاته د مشر په سترګه ونه ګوري.
مننه