د غورماچ سقوط او د دوستم زامنو ته مډالونه!

  
د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم؛ فاریاب او سرپل ولایتونو؛ ته د یو لړ ځانګړو عملیاتو په موخه تللی ؤ؛ چې دې عمالیاتو دوه میاشتې دوام وکړ؛ په دې عملیاتو کې له دوستم سره یې دوه زامنو بابر دوستم او مصطفی دوستم هم برخه لره؛ په دې عملیاتو کې باندې په ملیاردونه افغانۍ لګښت راغی؛ دوستم هم ښه فلمونه ډک کړل؛ او ټولو ته یې داسې وښوده؛ چې یاد ولایتونه د وسلوالو طابلانو له شتون څخه په بشپړه توګه پاک شوي دي؛ خو داسې نه وه؛ د دوستم له را تګ څخه دوه اونۍ وروسته د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ اړوند د خواجه کنتي، شاخ او خواجه ګوهرکلي د وسله والو طالبانو لاس ته ولویدې؛؛ له دې ناکامه عملیاتو وروسته مفکر اشرف غنی د دوستم زامنو ته مډالونه ورکړل؛ او د دوی دغه کار یې وستایه؛ چئ ددې مډالونو د ورکړې په ورځ د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ سقوط وکړ؛ او د طالبانو لاس ته ولویده.
هغه مصارف چې د دوستم په عمایاتو کې وشول؛ هغه چې په افغان امنیتي ځواکونو باندې شوي وی؛ د عملیاتو پایله به یې تردې  څو برابره ښه وه ؛او دغو عملیاتو به ښه نتیجه ورکړې وه؛ او ولسمشر ته په کار دی؛ چې ددې قلنګونو څخه تیر شي؛ نور دې چاته قلنګ نه ورکوي؛ هغه ځوانان چې د سرپه قربانۍ د دښمن پر وړاندې جنګیږي؛ هغوی دې و استایي؛ هغوی ته دې مډالونه ورکړي؛ چې په رښتیا د وطن او ناموس دفاع کوي؛ هغوی ته دې څوکۍ ورکړي چې وړتیا یې لري؛ نه د فهیم زوی ته؛ نه د یونس قانوني زوی ته او نه د دوستم زوی ته.
ولسمشره! تا او ستا وطن د یونس قانوني زوی نه شي ژغورلی؛ چې د امنیت د شورا د مرستیال په توګه دې ټاکلی.
تا امان الله ګذر نشي ژغورلی؛ چې تا د ۷۰۷ زون د قوماندان په توګه ټاکلی.
تا د فهیم زوی نشي ژغورلی چې تا د ملي امنیت د مرستیال په توګه ټاکلی.
دا وطن د یوه ځانګړي قوم نه دی؛ دا وطن چاته په میراث نه دی پاتې؛ چې ټول امتیازات دې یوې سیمې او یوه قوم ته ورکول کیږي.
ولسمشره!
ملي فکر وکړه؛ دلته ډیر نور ځوانان ول؛ چې تا باید په مډالونو نازولی وی؛ دلته ډیر نور خلک شته چې خپل خوږ ژوند یې د وطن او ناموس نه قربان کړی؛ هغه کورنۍ لري؛ د هغه یتیمان پاتي دي؛ د هغوی پوښتنه او هغوی ته پاملرنه ستاسو کار دی؛ تاسو ته خلکو په دې رایه نه ده در کړې؛ چې تاسو دې یو قوم ته کار وکړئ؛ د هغوی اولادونو ته د ښه ژوند زمینه برابره کړئ؛ هغه ځوان هم پرتا حق لري؛ چې پوښتنه یې وکړئ؛ چې په سنګرونو کې په تش لاس په لوږه او تنده شپې او ورځې تیروي.
ایا هغوی ددې خاورې بچیان نه دې؟
هغوۍ ددې خاورې لپاره قربانی نه ده ورکړې؟
قلنګ بس دی نور د هغه چا ستاینه و کړئ؛ چې ددې خاورې رښتنی بچی وی؛ دې خاورې ته وفاداره وي؛ ملي ګټو ته وفاداره وی؛ کار اهل کار ته وسپاره؛ سمت:؛ قوم؛ ژبه بس دی نور پریږدۍ چې افغانان هم د نورو هېوادونو د وګړو په څیر په ارامه ژوند وکړئ.
په دې هیله چې افغانستان د یوه خپلواک او رښتنی افغان مشر درلودونکی شي.