عـــــــزل

چې کومو سترګو  ما له ساه راکړه او ژوند يې راکړ
نن هغه  سترګې ګواښيدې راته ډير خوند  يې راکړ
 
ما يې  د  شونډو  د  غوټيو کوکنار پټ  پټ  ترړل
پدغــــه  جــــرم يې   ســـزا  راکــړه  او  بنــد يې  راکړ
 
زمــا د زړه ارمــان پرې شويدی ټوټې يې  غواړي
ځان ته  مې  بيا احتياجوي خو که پيوند يې  راکړ
 
پدې  حساب   دې له هر   غم   ځينې   مننه   کوم
د ژوند تر پايه  مې کافي  دی دومره پند يې راکړ
 
اول يې نه منل  په ځان  چې  ( حيدرخيل)   پيژنم
هلــه يې   ومنل  چې  څو   ځله    سوګند يې راکــړ
 
شاعر : قدرت الله حيدرخيل
ليږونکی : هېواد همت
خوست