څرګندې څېرې او ناڅرګند راتلونکى!

 
           څرګندې څېرې او ناڅرګند راتلونکى!
       چټک غبرګون_ننګرهار_نړۍ اونيزه
آخر هم ټولې وړاندوينې رېښتيا وختې،هماغه کرزى،هماغه عبدالله او هماغه....پر يو بل تر کراتو،کراتو نيوکو وروسته سره يو ځاى کېدونکي دي،هماغه کرزى له بېلا،بېلو لارو او هڅو وروسته پر هماغې څوکۍ کېښني،هماغه قسيم فهيم ،کريم خليلي،رشيد دوستم او....د زرګونه کسانو تر وژلو وروسته يو ځل بيا د واګ پر ګدۍ پاتې شول،هماغه افغانان تر ډېرو ژمنو اوريدو وروسته تر بمبارلاندې په وږې خېټه،د لسګونه نورو ستونزو په لرلو سره شپې،ورځې تېروي.
دا يوازينى وار نه دى چې افغانان بيا تېروتل،که له درغليو،او سرغړونو تېرشو،همدې خوشباوري خو ناپوهه ولس بيا هماغه چاته په ټاکنو کې رايه ورکړه چې د دوى وژونکي يې اتلان وګڼل،ويې نازول،ويې پالل او د خپل واک ساتنې لپاره يې له هرې لارې کارواخېست.
اوس داسې ګونګوسې ډېرې اورېدل کېږي چې امريکې پر کرزي له دې امله فشار راوستى چې خپل مخالف ولسمشريز نوماند عبدالله،عبدالله دې پخپل راتلونکي دولت کې شريک کړي،چوکۍ دې ورکړي او د ده د ناسم سياست،ناژمنتوب او دوه مخۍ په اړه شوې خبرې دې له ياده وباسي.
د ډېرې زياتې حيرانۍ خبره ده چې دا دوه مخي څه چې زرمخي سياستوال څنګه سره يو لاس کېږي او له دې ذليله ولس سره کړې ژمنې هېروي،يوپر بل د کنځلو په تول تورونه لګوي،يوبل د پردي هېواد غلام ګڼي،يو بل د دې وطن د ګټو ضد بولي،يوبل په ناپوهۍ او بې کيفايتۍ تورنوي خو بيا هم پر دې ولس د ګډ زياتي په نيت سره لاسونه ورکوي او دا ښيى چې ټاکنې،کمپاين،رايه اچونه،د سم دولت شعار،ولسواکي،عدالت،د اداري فساد له منځه وړل او....ټول د ژبې پر سر څو هغه بازاري کليمې دي چې د سياست په ناولي بازار کې پرې د ولس غولونې لپاره کار اخېستل کېږي.
بيا هم وايم دا يوازينى ځل نه دى چې د سياست په دروغجنو ژمنو دا غوليدلى او له منځه تللى ولس غولول شوى،رټل شوى،ذليل شوى او ځورول شوى،تر دې پخوا کرزي له شاهي کورنۍ سره اړيکې لرلې هغه کورنۍ چې د فهيم،عبدالله،سياف،رباني او نورو خاينينو لخوا د افغانستان تباه کوونکې کورنۍ ګڼل کېده خو چې وخت يې راغى هماغه رباني شرمېدلي پخپل اند هماغه د ولس ضدې کورنۍ اړوند سړي ته واک وسپاره،هماغه سياف چې رباني او خليلي سره جګړو کې يې د کابل ښار زرګونه بې ګناه ولسي وګړي وژلي وو،له هماغو خلکو سره په يو لاس کېدو ځانونو ته د ټوپکسالارو پر ځاى د مجاهدينو د نوم او په دې نوم د امتيازاتو غوښتنه وکړه او.....زرګونه ورته نورې ژوندۍ بېلګې....
نو د افغان ولس ځپونکو دې خلکو چې پخوا يې د ورکړو ازمېښتونو پر مهال پر دې ناپوهه خو خوشباوره ولس داسې لسګونه سياسي خو ناوړه لوبې کړي بيا هم دا دى تر لږو ورځو وروسته به په ډاګه شي چې يو ځل بيا هماغه شمال ټلواله،هماغه حامد کرزى،هماغه امريکا،هماغه رشيددوستم،هماغه افغان دولت،هماغه اداري فساد،هماغه ولسي خلک،هماغه هوايي بمبار،هماغه پښتني کورنۍ،هماغه د بهرنيو پوځونو پلټنې او هماغه زرګونه نورې اوسنۍ روانې ناسمې چارې او هماغه زرګونه نور بې وجدانه او بې ضميره ترسره کوونکي به يې هماغسې پخپل حال پاتې شي،يانې هماغه څرګندې څېرې به د افغان خواروزار ولس پر ناڅرګند راتلونکي خپلې اوسنۍ څرګندې لوبې روانې ساتي.
د دغو درواغجنو او ځان شرموونکو له منګولو د خلاص افغانستان په هيله!