په واورو ډک کابل په سرو لمبو ګرم کړئ!

 
له کومې ورځې چې په ښه او بده پوه شوی یم؛ له هر چا سره او په هر ځای کې مې چې مې ناستې او ولاړې کړي؛ دا خبره مې ډیره اوریدلې؛ چې پاکستان د افغانستان دښمن دی؛ پاکستان افغانستان وران کړ؛ اردو یې له منځه یوړه؛ اقتصاد یې ختم کړ؛ او دې ته ورته نور ډیر څه.
په سلوګونو او په زر ګونو ځله مې د وخت مشهور قوماندانان؛ چې همدغه عام ولس ورته د ژبې؛ قوم او سمت پر اساس دومره چپلوسي کوي؛ چې ان ځیني وخت کیدای شي ورته سجده هم کیږدي؛ د همدغه دښمن سره اوږه پر اوږه لیدلي؛ د افغانستان د راتلونکی په اړه همدغو مشرانو په وار وار له همدغه دښمن سره مشورې کړي؛ او ددوی څخه یې د افغانستان د بربادۍ لارښونې ترلاسه کړي دي؛ په دې هر مشر په وار وار اسنادونه راوتي؛ چې دوی پردوی هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته؛ له احمدشاه مسعود نه نیولې تر حکمتیار؛ رباني؛ مجددی؛ سیاف؛ لوی دی که کوچنۍ قوماندانان کار کوي؛ لارښوونه ورته کیږي؛ او دوی هم ورسره په ډیر اخلاص سره کار کړی او کوي یې؛ د هغوی موخې یې تعقیب کړي؛ هغوی سره یې د افغانستان په بربادۍ کې په دیر اخلاص او صادقانه مرسته کړې.
په دې وروستیو کې چې د ولسمشر اشرف غني لخوا د شمال ټلولې یو قوماندان امان الله (ګذر) د ۷۰۷ زون د قوماندان په توګه ټاکل شوی؛ د ویکلیکس ورځپانې داسې اسناد موندلي؛ چې قوماندان امان الله په ۲۰۰۷ کال کې د جنرال حمید ګل په وخت کې درې تنه ځان وژونکي کابل ته رالیږلي؛ حمید ګل دې کسانو ته ویلي ول؛ چې په واورو ډک کابل په سرو لمبو ګرم کړئ؛ دا کسان د امان الله ګذر د پنځه کسیز وسلوال ټیم په مرسته د سروبي په لاره کابل ته راغلي؛ حمید دوی ته ویلي ول؛ چې له دې درې تنو څخه دوه به یې په عمومي سړک پر افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونه کوي؛ او دریم تن به د ایساف پر یوه کمپ برید کوي.
دلته پوښتنه داده؛ چې ایا دغه امان الله کذر چې یو عادي قوماندان ؤ؛ د وسلوالو او انتحاریانو په لیږد کې به یې مرسته کوله؛ اوس چې د یوه زون د قوماندان په توګه دنده سرته رسوي؛ تر دې به لا ستر ستر خیانتونه ونه کړي؟
که چیرې په افغان حکومت کې په سترو بستونو باندې د امان الله ګذر په څیر او ده ته ورته نور کسان په دندو وګمارل شي؛ نو لرې به نه وي؛ چې کابل هم  د کندوز له برخلیک سره مخ شي؛ او ددې ځینو ځینو برخلیک به له ډاکټر نجیب الله لا پسې بد شي؛ او مړي به یې؛ د کابل په چوکونو کې په میاشتو میاشتو ځوړند وي.
په لومړی سر کې د افغان حکومت څخه غواړم؛ چې د جاسوسانو او غلامانو مخه دې ونیسي؛ دوی دې له مهمو بستونو او څوکیو څخه ګوښه کړي؛ رښتنې افغانان دې د ولس له منځ څخه په مهمو بستونو باندې په دندو وګماري؛ ترڅو د دښمن لاس لنډ او شوم هدفونه یې شنډ شي.
په دویم قدم کې ولس ته په کار ده؛ چې نور دې چا د تاثیر لاندې نه راځي؛ د ژبني او قومي تعصباتو دې لاس واخلې؛ تر څو د غلام له غلامۍ څخه خلاص شو؛ او یو ازاد؛ ارام او خپلواک هېواد ولرو.
مننه