ګیر یاغي

 
په میاشتو میاشتو سرتیري پسې وو چې ویې نیسي، ورځني عملیات، شپني، هوايي او ځمکني، چې ملاډیلیټ به له ځایه ښوریدلی ووۍ بیا به سرتیري پسې راووتل، ډزې به شوې جنګ به شو اود ملکي وګړو په ګډون به له دواړو لوریو ګڼ ځوانان مړه او ټپيان شول... یوه ورځ دغه هوښیاره او خطر ناکه مرغۍ د ملي اردو په دام کې ګیر شوه ببرڅټی قوماندان ونیول شو، سترګې یې ور وتړل شوې زولنې شو او د پولیسو قوماندانۍ ته تسلیم کړای شو.
سهار لس لس نیمې بجې به وې چې څو عسکرو، سرلوي، یوه او بله خوا منډې وهلې، امنیت برقرار شو، ویره خپره شوه، باډي ګارډان ګوته په ماشه تیت شول سړکونه او کوڅې بند شول او په همدې ویروونکې چوپتیا کې د پولیسو قوماندان تر زندان او ببرقوماندان ورسید- ببر قوماندان د نسبتاً تیاره کوټې په کونج کې نیم ناست او نیم پروت و، د امنیه قوماندان په ورتلو چندانې له ځایه پورته نه شو لږ وښوریده او ډډه یې تازه کړه. قوماندان سلام ورته وکړ ستړي مشي یي ورته ووې او بیا د پښو پر سر ورته کښیناست، سپیره دیواله ته یې تکیه ووهله، خپلو ساتونکو ته یې د باندې وتلو اشاره وکړه او ورته ویې ویل زه له ده څخه پلټنې کوم تاسې د باندې انتظار اوسئ.
قوماندان په سپیره غولي کونه ولګوله سوړ اسویلی یې وایست او تړلي ببر قوماندان ته یې وویل:
ته پولیسو نه یې نیولی ته ملي اردو او امنیت ونیولې، هر وخت به چې د تا د نیولو لپاره خبر او ورپسې امر راغی نو ما به په یوه پلمه نه یوه تاته مخه درکوله چې ځان وباسې، ځکه ته د خارجیانو پر وړاندې یو کلک مبارز یې، زه کوښښ کوم چې تاته د خلاصون لاره ومومم خو اوس خبره څارنوالۍ ته رسیدلې چې زه څو درباندې خبریدم څارنوالۍ درته دوسیه جوړه کړې وه.
ببر قوماندان د پولیسو قوماندان خبرو ته چندانې ارزښت ورنه کړ د سیمټي کنډ کپر غولي په یوه ژورغالي کې یې نصوار په تیزۍ تو کړل چې ورسره دوړه هم پورته شوه په خوله یې د څادر پيڅکه را کش کړه او یوازې یې قوامندان ته سر وښوراوه.
د پولیسو چارواکو د یاد ببر په اړه څارنوالۍ ته ټول اسناد لیږلي وو، کاغذ پرانۍ پوره شوې وې او څارنوال خپله غوښتل یو ځل له ببر بندي سره په لیدو مشرف شي.
د زندان مخې ته څو ډاډسنې ودریدلې دریشي کړي وسله والو ټوپونه ترې را واچول خواوشا بندیانو ته راغلي خلک یوه او بله خوا ټیل وهل شول او امنیت برقرار شو، د تور لنډکروزر ساتونکو د لنډکروزر توره دروازه په منډه پرانیسته یو خیټو ترې په ډیر کبر راښکته شو وسله والو یوه خوا او بله خوا الواکې- الواکې سترګې اړولې را اړولې او ګوته په ماشه یې همداسې زندان ته بدرګه کړ، د زندان قوماندان ورته سلوټ وواهه په لاسونو یې ورټیټ شو په خپل دفتر کې یې د چایو ورته وویل خو څارنوال د ببر بندي د لیدو کار تر چای اړین وباله، په یوه منډه د ببر قوماندان کولپ دروازه پرانیستل شوه اول باډي ګارډان او ورپسې څارنوال صاحب کوټې ته د ننه شو، څارنوال صاحب مطمن شو چې ببر بندي تړلی نو ده هم خپلو باډي ګارډانو ته د وتلو ووې چې له وره د باندې ورته ایسار شي.
بندي خپله نیمه ړنګه لونګۍ  لږ سمه کړه له ځمکې لږ پورته شو او دېواله ته یې ډډه ووهله په خپل ښي لاس یې د سپیرو پښو ګوتو ته ټکونه ورکول چې څارنوال صاحب ورته کړل:
ستا نوم مې ډیر اوریدلی و خو لیدلی مې نه وې، په غیرت دې افرین شه، ستا په څير وطن دوست زړور ځوانان لږ پیدا کیږي، ستا په بندي کیدلو سخت خپه یم، دولتي کارونه دي خو زه به درسره تر اخره د زړه له تله مرسته کوم چې زر له دې تور زندانه خلاص شي که عسکرو نه وای نیولی نو اوس به دا پیښه نه کیده چې ته دلته په توره کوټه کې لاس او پښې تړلی ناست یې.
بندي یوازې دومره وویل: که زه یې ونیولم هم خو ډير عسکر مې دوزخ ته ولېږل. 
څارنوال صاحب موسکی شو ببر ته یې لاس ورکړ او د خلاصون هیله یې ورته وکړه.
له څو ورځو تحقیق وروسته د ببر قوماندان دوسیه محکمې ته ورسیده او د فیصلې وخت رانږدې شو.
د محکمې قاضي سهار نهه بجې د خپل میز له سره جایماز را واخیست د میز تر خوا یې دوه رکعته نفل ښه په خشوع او حضور ادا کړل اوږده دوعا یې وکړه او بیا یې نو د ببر قوماندان د احضار امر صادر کړ، قوماندان تر دا مهاله د بندیانو موټر کې څو دقیقې تم وو، هلته یې د امنیت مسوول تر خوا ناست او د خپلې دوستۍ او مینې اظهار یې ورته کاوه.
ببر قوماندان لاس او پښې تړلی د قاضي مخې ته کینول شو، قاضي سمدستي ستړي مشي ورسره وکړل حتی زه داسې شکمن هم شوم چې په لاسونو یې ور ټيټ شو لږ وروسته  قاضي د محاکمې پیل د قرآنکریم په ایتونو وکړ خو څلورځلې په تبت یدا کې غلط شو اخر بندي ورته کړه بس کفایت کوي قاضي صیب قاضي محاکمه پیل کړه خو مخکې له محاکمې قاضي له خلکو وغوښتل چې څو دقیقې وخت ورکړي چې له تورن سره څو مخفي خبرې وکړي، همداسې وشول د محکمې ساتونکي څارنوالان خبریالان او مدافع وکیلان ټول ووتل.
 
قاضي په ریږدیدلي غږ بندي ته وویل:
 
قوماندان صاحب! ستا کارنامو او جهادي ولولو ته سلام انشا الله زه به درسره تر اخره معونت وکړم چې جرم دې کم ثابت شي.... بندي لږ موسکی شو ورو یې سر وخوځاوه او نور څه یې ونه ویل.
بیرته خلکو ته اجازه ورکړل شوه چې محکمې ته ننوزي محاکمه شروع او تر څو مکالمو وروسته ببر قوماندان په یو کال بند محکوم شو.
خبره له لومړنۍ محاکمې خلاصه شوه او استیناف خپل کار شروع کړ.
د استیناف له داییرېدو یوه ورځ مخکې د ملي اردو قوماندان د استیناف رییس ته په ټلفون وویل:
محترم قاضي صاحب!
ستاسې سره ببر تورن قوماندان چې په ملاډیلیټ مشهوردی ډير خطرناک دی ځکه یو کس به یې یوازې د ډېلیټ په کلمه د مرګ تر چړې رساوه او بیا به د هغه مجرم ژوند تر پینځو دقیقو نه زیاتیده. ده ډېر افغان سرتیري وژلي، له دولت سره د کار په تور یې بې پرې خلک هم له دنیا تیر کړي  او کورونه یې ور سوځولي،  د عشر په نامه یې له خلکو په بوجیو بوجیو پیسې را ټولې کړې دي، ډير په تکلیف او د سرتیرو د سرونو په بیه مو نیولی دی- زه د لومړنۍ محکمې له پریکړې وویریدم او تاسو ته مې خپله غاړه خلاصه کړه. 
د محکمې رییس چې د اردو د افسر دا خبرې واوریدې، په زړه یې د ویرې څپه راغله، سمدستي یې د یاد بندي د لیدو غوښتنه وکړه دستي زمینه برابره شوه قاضي سپین پټکی پر سر له څو دفتري مسوولینو سره د ببر قوماندان تر کوټې ورسید، سلام یې ورته وکړ په غیږ کې یې ټینګ کړ او بیا یې ورته کړل:
ستا په بندي کیدو خواشینی یم او دومره درته وایم چې ستا په خوشي کیدو او د جرم په ښکته ښودلو کې به درسره خپل ایماني معونت وکړم.
د دویمې محاکمې ورځ را ورسیده چې قاضي یې جرم داسې بیان کړ:
تو غلام حیدر ولد قدرت الله نسبت جرم های مختلفه که بالای تان تثبیت ګردیده به عمر ۱۲ ماه حبس تنفیذی محکوم ګردیده اید.
 
ددغې پرېکړې په اوریدو مې د سر ویښتان زیږه شول... چرت یوړم چې دغه وسله وال خو دومره سرتیري وژلي، دلارو پر سر یې موټر سوځولي، خلک یې حلال کړي د نیولو یا وژلو لپاره یې دولت دومره لګښتونه وکړل ځوانان یې پرې ووژل اخر ۱۲ میاشتې بند؟؟؟؟
د بند سزا لا ۶ میاشتو ته نه وه رسیدلې چې له راډیو مې یو خبر داسې واورید:
قوماندان ډیلیټ هغه وخت له افغان ځواکونو سره په مخامخ نښته کې ووژل شو چې دغو ځواکونو ته یې کمین نیولی و او له یوه کورڅخه یې د ملي اردو په سرتیرو ډزونه وکړل، په دغه نښته کې د ملي اردو دوه سرتیري هم وژل شوي او درۍ نور ټپیان دي، د یادونې ده چې د وسله والو دغه قوماندان په سیمه کې په ویره خورولو ډير مشور و او څو میاشتې وړاندې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی هم وو چې د بند مودې تر پوره کیدو وړاندې د والي، ولسي جرګې او ولایتي شورا د غړو او همدا ډول د وزیر په ضمانت خوشي کړای شو.
له دغه خبر دوې ورځې وروسته د کابل ښار په یوه ستر جومات کې د فاتحې اعلان وو:
د عالیقدر شهید غازي مولوي صاحب غلام حیدر د فاتحې مراسم سبا له له یوې تر درې نیمو بجو په..... جامع جومات کې د هغه د کورنۍ او دوستانو له خوا اخیستل کیږي.
فاتحې ته مې ځان ورساوه، هلته تر ټولو وړاندې د ولایت امنیه قوماندان، د ابتدايي او استیناف محکمو مسوولین او قاضیان، په ولسي جرګه کې د ولایت استازي، د ولایتي شورا غړي او ګڼ نور مخور او سپين ږیري غمجن ناست وو او د زړه له خلاصه یې د ملا دعاګانو ته  امین امین ویل.