نړۍ د اکټوبر په 15 مه نېټه:

 
Portrait of Akbar by Manohar.jpg
_ په1542 زکال کې دمغول پاچا جلال الدين محمداکبرAkbar, Jellaladin Mahommed  زېږيدلی.
 
Mikhail lermontov.jpg
 
_ په 1814 زکال کې دروسيې نامتوشاعر«ميخاييل لېرمنتوف» Mikhail Lermontov  زېږېدلی.
 

 
_ په 1880 زکال کې وروسته له 632 کلنودکولن ښارنامتوکليسا «دوم» ودانۍ بشپړه شوه.
_ په1932 زکال کې دهنددالوتکو هوايي کمپنۍ «اير انډيا» Air India بنسټ کېښودل شو.
 

 
_ په 1940 زکال کې دنامتوکميډين لوبغاړي «چارلي چاپلېن» Charlie Chaplin فلم  «لوی دېکتاتور» The Great Dictatorدسيمناپه پرده باندې وښودل شو.
_ په1961زکال کې په لندن کې دبشردحقوقو مدافع موسسه «امنيستي انټرنېشنل» بنست کېښودل شو.
_ په 1962 زکال کې «دکيوباتوغنديزبحران« پيل شو. دامريکااوپخواني شوروي اتحادترمنځ ډغرې له دې امله پيل شوې، چې روسانوغوښتل په کيوباکې اټومي توغندي ځای پرځای کړې لېکن امريکايانوکيوباته دتلونکوروسي بېړيومخه ونيوه. نړۍ داټومي جګړې له ننګونوسره مخ وه. وروسته له 13 ورځوخبرواترو بحران ته دپای ټکی کېښودل شو اودواړو غاړو دبرياليتوب دعوا کوله.
 
RIAN archive 850809 General Secretary of the CPSU CC M. Gorbachev (crop).jpg
 
_ په1990 زکال کې دپخواني شوروي وروستي جمهوررئيس «ميخايل ګرباچوف»  Mikhail Gorbachev  ته له دې امله دنوبل جايزه ورکړل شوه ، چې  دنړيوال تاوتريخوالي په کمولو او «ګلاسنوست» دسياست په پلي کولو سره يې دسولې په راوستو کې خدمتونه ترسره کړي.