
افغانستان د سیمې هېوادونو د استخباراتو تر ټولو لوی مرکز دی؛ په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو استخبارات د افغانستان په روانه جګړه کې لوی لاس لري.
دا تورونه بیا تر ډیره په پاکستان دي هغه هېواد چې لا یې د وسلوالو طالبانو د ملاتړ تورنه دی سپین کړی.
اسلام اباد تقریبا شاوخوا اتیا سلنه په افغانستان کې په جنګ او جکړو ښکیل دی؛ او نه غواړي چې افغانستان په سیمه کې یو ارام هېواد و اوسي؛ ځکه د افغانستان په پښو دریدل او په سیمه کې نور هېوادونه د ځان لپاره خطر بولي .
له دې سره پاکستان د افغانستان په جګړو کې د بیلا بیلو ډلو په جوړولو؛ او په افغانستان کې د جنګ او جګړو څخه دغه هېواد د نړیوالو ډیر امتیازات ترلاسه کوي.
په ختیځ ننګرهار کې د افغان پوځ له لوري وژل شوي جنګیالي ټول پاکستاني ترهګر دي چې د دې هېواد له لوري افغان خاورې ته رالېږل کېږي.
نو په دې اساس پاکستان تل هڅه کوي؛ چې په افغانستان کې جنگ روان وساتی او خپلو پاتې ستراتیژیکو موخوته دا ځل د داعش پروژې له لارې ورسیږي.
اوس مهال ختیځ په نسبي ډول داعش د نورو ولایتونو د ګواښلو لپاره یوه اکمالاتي لار ده؛ چې د مالوماتو له مخې هڅه کېږي داعش ننګرهار خپله پلازمېنه اعلان کړي.
په ننګرهار کې د داعش له لوري وژنې ډېرې بوږنوونکې دي چې په وژنو کې یې نوښت راوست؛ د سیمې عام خلک یې دولت ته د جاسوسۍ په نوم په بمونو والوزول؛ هغو خلکو چې په حکومت کې کار کاوه؛ هغوی ته وویل شول خپلې نکاح ګانې له سره وتړي؛ چې دې کار سره یې د عامو افغانانو ذهنونه ډیر خراب او د خلکو اندیښنې را وپارولې.
په افغانستان کې چې کومه ډله د داعش تر عنوان لاندې فعالیت کوي؛ مستقیما د پاکستان استخبارات دي دا یو منظم او نظامي ټیم دی؛ چې ددې ګروپ په سرکې د پاکستان ستر جنرالان ځای لري؛ دا کسان په درنو او سپکو وسلو سمبال دی؛ په پوره توګه یې نظامي زده کړې کړي دي؛ د افغانانو د وینو په څښلو سره دوی غواړي؛ چې د افغانستان داعش د نړیوالو لپاره یو بل لوی خطر ور وپیژني؛ او په دې غیرې اسلامي او غیرې انساني کړنو تر سره کولو سره؛ له نړیوالو امتیازات تر لاسه کړي؛ دوی غواړې چې وسلوال طالبان د افغانستان لپاره یو لوی ګواښ وښایۍ؛ او داعش د نړۍ لپاره؛ چې ددې دواړو ډلو د فعال شتون څخه په افغانستان کې له نړیوالو امتیاز تر لاسه کړي.