چارګل مې خړو اوبو یو وړ

 
کله چې یو کال وړاندې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت لپاره ښاغلی محمد اشرف غنې له ډاکتر صاحب عبد الله عبدالله سره پر ګډه د پاچاهی پر تخت کښینول شو، د یو څه وخت لپاره یې ډاکتر صاحب عبدالله لږ څه ګوښې ته پریښوود، خلقو فکر وکړ چې ګواکې داکتر صاحب غنې په اداره پوه دی او د حکومت په کنټرول او د ورانکارو خلقو په مهارکولو کې خورا له تجربې او دقته کار اخلي. حتې ځینو فیسبوکې لیکوالانو خو لا داهم ویل چې ګواکې محمد اشرف غنې یو خارق العاده ذهن لري، او له هر انسان څخه بیل او ډیر اوچت او پیاوړی هوش لري چې کولای شي افغانستان په ډیره بیړه او خورا چمبازه توګه له دې کړاوونواو پرله پسې جنګونو او بد بختیو وباسې. اوس چې خبره تر یو کال تیریږي تقریباً ټولو ملاتړو یې سترګې کارته اچولې او که کوم ملاتړی ورسره هم نظره دی او اعمال یې توجه کوي یابه له ده سره له ډیره نژدې کارکوي او یابه هم شخصې ګټې لري، خو په ټوله کې یې افغان ولس ته تر اوسه کوم د اسې څه ندې کړي چې واقعاً ورباندې حساب وشي او ملاتړي یې ورباندې هسک وګوري. دافغانستان تر ټولو خطرناک دوښمن (پاکستان) د افغانستان په داخلي چارو کې په خلاص مټ دلاس وهنې زمینه برابره شویده، جنګ له کلیو تر ښارونو ورسید، نااهله کسان یې د مهمو ادارو مشران وټاکل شول، له هیڅ کوم یو مامور څخه تر اوسه د لاسته راوړنو راپور ندی غوښتل شوی، دفساد پروړاندې مبارزه کې له پوره مصلحت څخه کار اخستل شوی، هیڅ کوم یو کار په پوره زړورتیا ندی تر سره کړل شوی، سل سرونه خشته کړل شوي خو تر اوسه یو هم ندی کل شوی (لکه دکابل بانک قضیه)، خلق ورځ تربلي بیکاره کیږي، په کابل کې دننه هره ورځ یو کس په ډزو یا بل شي په داسې حال کې وژل کیږي چې امنیتې چارواګې په سپینو سترګو ورته ګوري، یوه پنډه کسان له واکه لري شي خو یو هم بیا نشي مقرریدلای او داسې نور یې دلاسته راوړنو! او کار کولو ژوندې مثالونه دي.
محمد اشرف غنې له ولسمشر اعلانیدو او د محترم جان کیري صاحب له منځ غړیتوب وړاندې د افغانستان اساسې قانون تر پښو لاندې کړ او د اجرایه چوکی په نوم یې په یو بیساري اقدام کې بل پست ایجاد کړ. خو بیا ورورسته په خپل رنګ کې کوټ شو، داځکه چې ده دا پوست د محترم احمد ضیا مسعود لپاره رامنځ ته کړی وو خو په نصیب د ډاکتر صاحب عبد الله عبدالله شو. داکاريې پداسې حال کې وکړ چې په خپله به یې ویل چې ((زه دافغانستان داساسې قانون خلاف یو وړوکی عمل هم نشم ترسره کولای او که داکار وکړم نو بیایې پای او کنترل د هیچا له وسه ندی پوره)). خیر! دا کار به یې داسې توجپه کړو چې کواګې داکار یې د تاجکانو وروڼو لپاره وکړ، په همدې وخت کې یې کمپاینرانو چیغې بندې کړې چې وګوری دمفکر فکر! خلق هم تر یوحده خوشحاله شول او دقانون په ماتولو پسې خو له سره ونه ګرځیدل. په ریښتیا هم چې مفکر صاحب ښه ویلي وو ځکه چې  دهغه په خبره داساسې قانون تر پښو لاندې کول آسانه خبره نده او دالړۍ یې روانه وساتله چې د دې لړۍ په درشل کې یې حتې، د بیګناه انسانانو قاتیلین، غله، راه زن او ... دافغانستان د اساسی قانون خلاف په لوړو لوړو پستونو مقرر کړل، ښه مثالونه یې د لغمان ولایت دمعاونیت لپاره د کابل بانک په لوټلو او حتی په 16 کاله بند محکوم شهزاده مظلومیار او امثالهم دي، داکار خو یې بیخې ونکړ چې کار اهل کار ته وسپاري، بلکه هر څه یې سرچپه تر سره کړل.
دسیاسې چارو کارپوهان په دې آند دي چې جمهور ریس محمد اشرف غنې اوس دومره وارخطا یې له ځانه ښې چې حتې د ځان لپاره یې دریم معاون هم مقرر کړ. د دې کار معنې داده چې یا خو ډیر زر په هرچا باور کوي او یاهم د کارونو او اهدافو دټاکلو توان نلري او نشې کولای چې دیوهدف لپاره پلان جوړ او عملي کړي او پدې اساس غواړي خپل اوبو وړی چارګل په خړو اوبو کې هغه هم د یار په مرسته ولټوي چې کیدای شي پیداکول یې ناشونی او بالآخره د ګودر په ورانولو سره پای ومومي.
چارګل مې خړو اوبو یووړ
په غم شریکه یاره نیسه ګودرونه