
_ نن ورځ دبېوزلۍ د له منځه وړلو نړيواله ورځ ده.
_ نن ورځ دسټنډرټ کول (معياري کولو) نړيواله ورځ هم ده.
_ په 1924 زکال کې دتاجکستان خود مختاره جمهوريت رامنځته شو او بيا وروسته دتاجکستان شوروي سوسيالستي جمهوريت نوم ورکړل شو.
_ په 1946 زکال کې د «معياري کولو نړيواله موسسه» رامنځته شوه.
_ په 1964 زکال کې د «خروشچوف» پرځای «ليونيدبرېژنېف» Leonid Brezhnev ولسمشراو دشوروي اتحاد دکمونيست ګوند دعمومي منشي په توګه وټاکل شو.
_ په 1966 زکال کې دکاناډا کاتوليک روحانيونو اجازه ورکړه، چې سر له همدې ورځې نه کاتوليک کولی شي يوازې دجمعې په ورځ غوښه وخوري .