غزل

وســولمــه ميــنې څـــو د اوښــکــــو قــطرې غــواړم
ستاد بيلتون جام کـــې زه بــې سارې نشـــې غـــواړم
 
توره شــپه پــه زړه کــې قـافـــلـــې دميـــنې څــــاري
زه هـغه پتــنګ يـــم دســـپوږمـــۍ نه ډيــوې غــواړم
 
زه بــه د غـــمونـــو له معبـــوده نڅــګر جــوړ کړمه
زه هغــه ګـونګــرويم په خلــوت کــې نغــمې غــواړم
 
پټ کړه رانه ستوري په اسمان کې زرغون ټال کړي
زه هغــه فــطرت يــم چــې د وريــځـو تارې غــواړم
 
راشــــه اې زاهــــده امـــتي مـــې نن د مــيــنې شـــه
زه هـغــه لـيلا يــم چــې د عــشق نه تــوبـــې غـواړم
 
اوښــکـــې مـې ســلګو نه نن دزهــد بتـخانې غـواړي
پــير يــې زمـا پــيره ســتا قــدم کـې ســجـدې غـواړم
 
نه ګــورم ګلاب تــه نه غــاټـول د ســيــنې داغ ويــنم
زه هـغه ســپرلی يم چــې ازغــو نه وږمــې غـــواړم