
له څو کلونو را په دیخوا افغان حکومت؛ امریکا او متحدین یې او د نړۍ نور پیاوړي هېوادونه او عام افغانان ټول په دې اند دي، چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په خوښه راتللی شي؛ که پاکستان و غواړي چې سوله راشي له امکان څخه لرې نه ده ځکه پاکستان د وسلوالو په ملاتړ تورن هېواد دی.
هغه مهال چې اسلام اباد په لومړي ځل طالبان له افغان حکومت سره خبروته نېغ په نېغه کېنول؛ د لومړي پړاو خبرو وروسته دویم پړوا د ملاعمر مړینې وځنډاوه.
یو نا څاپه د وسلوالو طالبانو د مشرد مړینې راپور وښووله؛ چې پاکستان نه غواړي په افغانستان کې د پخلاینې بهیر بریالی شي او د دې ترڅنګ یې داهم روښانه کړه چې وسلوال د دوی په واک کې دي.
له پاکستان سره د سولې په مېزه ناستې خبرې د دې هېواد د دوه ګوني سیاست له امله هرځل د سبوتاژ سره مخ شوي؛ نو ځکه دې هېواد ته مخکیني ولسمشر حامد کرزي په شلو سفرونو شل نه شوه.
هغه په دې باور ؤ؛ چې د سولې کیلي لومړی د امریکا او په دویم پړوا کې د پاکستان په لاس کې ده؛ هغه هېواد چې د ترهګرۍ په پلمه یې د امریکا زیات ډالر تر لاسه کړل؛ او په دې ډول یې نړیوال هم تېر ایستل؛ نو ځکه ویلی شم چې پاکستان په خپل سیاست کې خپلې ګټې د نورو لپاره نه قربانوي.
اوس پوښتنې دلته دادي؛ چې رښتیا هم وسلوال طالبان د پاکستان تر کنترول لاندې دي؟
ټولو ته د لمر په څېر روښانه ده چې القاعده او وسلوالو طالبانو مشر چېرته او په څه ډول ووژل شول؛ او اوس د طالبانو رهبري د چاه په لاس کې ده.
هغه مهال چې ملاعمر مړ شو؛ دوسلوالو طالبانو د نوي مشر غونډې د پاکستان په مېزنو روانې وې؛ چې د افغان حکومت له توندو غبرګونونو سره هم مخ شول.
دا حقیقتونه ثابتوي چې د طالبانو تر شاه پاکستان اویو شمېر نور هېوادونه لاس لري چې په افغانستان کې نا امنۍ جوړې کړي.
اوس چې د سولې خبرې ځنډېدلي او په افغانستان کې کندوز د وسلوالو طالبانو واک ته ورغلی؛ د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د سولې د خبرو لپاره بیا چمتولی اعلان کړ.
د دې خبرو په ځواب کې د افغان حکومت اجرایوي مشر عبد الله عبدالله نن د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل؛ که پاکستان غواړي د سولې خبرې بریالۍ شي ښه ده؛ چې لومړی د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي؛ او ترهګرۍ سره په روانه مبارزه کې افغان حکومت ته د عمل اوګه ورکړي.
زما پّه اند ولس ته په کار ده؛ چې پاکستان ته د خپل د یوه ستر دښمن په سترګه وګوري؛ هر هغه څوک چې د یوه افغان په صفت د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي؛ خپل ستر دښمن وبولي؛ ځکه تر هغې چې عام ولس د هغو خلکو پر وړاندې ونه دریږي؛ د هغوي د خاینانه؛ مضدورانه کارونو مخه ونه نیسي؛ چې د پردیو پر مټ او د پردیو لخوا په غټو پوستونو کې کار کوي؛ د افغانستان هر بچې یتیم؛ هر مور کونډه؛ هر ځوان شهید؛ هره پیغله بې غزته او هر رښتنی افغان به په دار او د ټنونو خاورو لاندې وي. او همداسې به زمونږ کونډه مور او یتیم اولاد په سرو لمبو کې شپې او ورځې تیروي.
افغان حکومت باید خپله ډیپلوماسۍ داسې عیاره کړي؛ چې د پاکستان د تړلي قلف کیلي ته لاس رسی پیداکړي؛ او په دویم قدم کې د نړیوالو پر فشار پاکستان دې ته اړ کړي؛ چې هغه ډلې ټپلې دوی ته مالومې کړي؛ چې د افغانستان پرضد جګړه کوي.