حزب اسلامي : مجاهدينو ته څو توصيې

 بسم الله الرحمن الرحيم       دعام المنفعه تاسيساتو تخريب..،..دعام ولس دگڼي گوڼي په ځايونو کې چاودنې ددښمن دجاسوسانو کار دی، ويې پېژنئ!
 
په سنگرونو کي پرتو مجاهدينو!                                   
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
الحمدچي دمقاومت لمن په پراخه پيمانه خوره شوې. له شرق او جنوب نه شمال او غرب ته هم غزېدلى، دښمن ئې وارخطا کړى، دې ته ئې اړ کړى چي دخپلو فوځونو شمېر زيات کړي چي دادئ ترسل زره واوښت، داجيري اردو او پوليسو سرپلوري دامنيت درياست ايمان پلوري جاسوسان ئې هم نږدې دوه لکو ته ورسول، خو سره له دې،  نه دمجاهدينو دبرياليو پرله پسې بريدونو مخه نيولى شي او نه دښارونو او لويو لارو امنيت تامينولى شي، مقاومت له يوې سيمي بلي ته خورېږي او دمجاهدينو شمېر له يوې ورځي تر بلي زياتېږي . په دې حساسي مرحلې کي مجاهدينو ته څوتوصيې لرو:
1 - معمولاً په داسې مرحله کي دښمن هڅه کوي چې دمجاهدينو په ليکو کې خپل جاسوسان ځاى په ځاى کړي، او دوى ته څو کارونه وسپاري: دمجاهدينو په ليکو اختلاف راولاړ کړي، يوه ډله دبلي په ضد وهڅوي، دخپلمنځيو جگړو اوربل کړي، دمجاهدينو په نامه داسي کارونه وکړي چې ددوى حيثيت او اعتبار ته صدمه ورسوي، ولس ترې بېل کړي، په جوماتونو کي چاودني، دښوونځيو، کلينيکونو، پلونو او نورو عام المنفعه تاسيساتو تخريب، دملايانو، ښوونکو، زده کوونکو، ډاکټرانو، انجنيرانو او نورو غير محاربو کسانو وژل، دعام ولس دگڼي گوڼي په ځايونو کي چاودني، اختطافونه، ولس ځورول، داهغه کارونه دي چې ددښمن دجاسوسانو په لاس ترسره کېږي،
۲ - غله، شوکماران، بدمعاشان،مفسدين او له بې امنيو نه استفاده کوونکي اشخاص غواړي دمجاهدينو په ليکو کي نفوذ وکړي، دجهاد له سپېڅلي نامه نه غلطه استفاده وکړي، شوکي کوي، دخلکو کورونو ته لوېږي،اختطافونه کوي، له خلکو نه په زور چندې اوجرېمې ترلاسه کوي، بې عقله اودشهرت وږي قومندان داغله، مفسدين اوبدمعاشان په خپلي خواکي نيسي، او دخپلو رقيبانو په ضد ترې کار اخلي.
-۳   په تگاب کي دقوماندان صبرالله شهادت، په قره باغ کي دمولوى عبدالقيوم او په پکتيکا کي دمولوى عبدالله نيونه، اودخوست، چک، سيدآباد وروستۍ پېښي چې په نښتو، يرغمال نيولو او حتى دنومياليومجاهدينو په شهادت منتج شوې، ياد جاسوسانو کاردئ يا دهغو غلو اومفسدينو چې دمجاهدينو په ليکو کي ئې ځاى نيولى.
-۴  کوم کسان چې ددښمن په وينائې طالبان له حزب اسلامي سره وجنگول وموليدل چې پر افغانستان د امريکايانو اوانگرېزانو له بريد نه وروسته ددښمن په خواکي ودرېدل، کرغېړنه څېره ئې بربنډه شوه او دا دئ اوس ددښمن په خدمت کي دي، چې هم دحزب په ضد جنگېږي او هم دطالبانو په ضد، مخلص مجاهدين هيڅکله دخپلمنځيو نښتو پلوي نه کوي، نه غواړي دمسلمان او بې گناه انسان په وينو ئې لاسونه سره شي اودهغه چاپه څنگ کي له ودرېدو ډډه کوي چې دمال،  دولت او شهرت لپاره په هر جنايت لاس پوري کوي.
-۵  مجاهدين بايد دداسي خلکومخه ونيسي، دمجاهدينو له ليکو ئې وباسي، خلک ددوى له شره وژغوري،مسؤلينو ته ئې معرفي کړي، له هغوى وغواړي چې ددوى مخنيوي وکړي، دسيمي خلکو ته ئې معرفي کړي، دعام ولس په وړاندي ئې افشا کړي، خوکه په دې سره ددوى مخنيوي نه کېدو نو داسي څه وکړي چې دا بدمعاشان پرخپل ځاى کښېنوي او غرور او مستي ئې پاى ته ورسوي.
حزب اسلامي افغانستان
٥/٥/١٣٨٨