اعلاميه: د کابل لويه جرګه ناقانونه او پريکړې يې مردودې دي

بسم الله الرحمن الرحيم
اعلاميه
د کابل لويه جرګه ناقانونه او پريکړې يې مردودې دي
دا دی پر افغانستان مسلط ځواک د خپلې ناروا واکمنۍ د اوږديدو او نامشروع اغراضو د پلي کيدو په موخه يوې بلې ناروا ته ملا تړلې او  پداسې حال کې چې د دموکراسۍ تيږې پر سينه ډبوي د افغان ولس رايې ته سپکاوی کوي او غواړي پر خپلې له مخکې نه تيارې شوې پريکړې د هغو کسانو ګوتې کيږدي چې د واکمنو په شمول يې هيڅوک هم د ولس منتخب استازي نشي بللی.
لويه جرګه له ځايه د انتصاب پر بنسټ ولاړه ده او تل  هر واکمن د خپلې خوښې پريکړې پرې مهر کړيدي، خو دا ځل له بل هر وخت نه زياته بې خونده او بې قانونه ده، ځکه دداسې يوه حکومت تر اشراف لاندې دايريږي چې د خلکو خبره پر تن جامې يې هم پردۍ دي او څرنګه چې د واکمن دولت د نفوذ ساحه ډيره محدوده ده، نو اړ شوی د لويې جرګې ټاکلې شميره په هغو کسانو سره پوره کړي چې له لسيزو راهيسې د غربي هيوادونو تابعيت لري..
د تشويش او تأسف خبره ده چې پر ملک قابض ځواک همدا ناقانونه او د ولس له استازيتوبه محرومه جرګه ددې لپاره نده رابللې چې د کوم واکمن د ټاکنې پاڼه پرې تأييد کړي، بلکې هڅه کوي تر خيمه لاندې راټول شوي کسان د واکمنو حيلې ته د بري لار پرانيزي او د ستراتيژيک تړون تر عنوان او پرده لاندې د پرديو نيواکګرو پوځي شتون ته قانوني بڼه ورکړي!!
تاريخ شاهد دی چې افغان مسلمان ولس کله هم پرديو ته سر ندی ټيت کړی او نه يې کوم يرغلګر ته پدې شهيد پالونکې خاوره کې د آرام ژوند فرصت ورکړی، افغانان آزادي خپل حق ګڼي او کولی شي له خپل ټاټوبي نه په ميړانه دفاع وکړي، پردي يې نه پرون منلي او نه يې نن منلی شي، ستراتيژيک تړون او يا بله حيله او بهانه واقعيتونه نشي بدلولی، افغانان هيڅکله هم هغه يرغلګر ځواکونه پخپل هيواد کې نشي زغملی چې په تيرو لسو کلونو کې یې په لسګونه زره ککرۍ په وينو کې رغړولې دي او دا ميړني خلک دومره ناپوه ندي چې د خپل سر دښمن د ساتونکي په توګه ومني.
حزب اسلامي افغانستان د تل په څېر نن هم د ولس په خواکې دی او د پرګنو د هيلو او رايو درناوی خپله دنده بولي، له همدې لامله يې د يرغلګرو په وړاندې د جهاد بيرغ پورته کړی او هيچا ته دا حق نه ورکوي له افغانانو نه د خپل برخليک ټاکلو حق سلب کړي، له بهرنيو هيوادونو سره د ستراتيژيکو تړونونو په اړه يوازې هغه کسان تصميم نيولی شي چې د پرګنو له رښتوني استازيتوب نه برخمن وي، د واکمنو له لوري نصب شوي نه د ملت استازي دي او نه د دا ډول مهمو قضاياو په اړه د تصميم او پريکړې حق لري، نو د کابل لويه جرګه ناقانونه او پريکړې يې مردودې دي.
د حزب اسلامي افغانستان د سياسي چارو رياست