د اشرف غني معکوس تحول

 
د شپې ناوخته د چارو ادارې پر فیسبوک پاڼه مې د ولسمشر اشرف غني پر یوه فرمان سترګې ولګېدې. فرمان د څلورو ولایتونو لپاره د نویو والیانو او د یوه ولایت لپاره د مرستیال والي په اړه تازه خپور شوی و. په نویو ګومارل شویو کسانو کې مې د سید انور سادات او شهزاده مظلومیار نومونه تر سترګو شول. د دې دوو کسانو د نومونو په لیدو مې سر وڅرخېد او پر سترګو مې تیاره شوه، باور مې نه کېده چې مظلومیار غوندې مشهور غل او د سادات غوندې مشهور فاشېست به د اشرف غني په اداره کې تر دې مقامه رسېدلي وي. یو لنډ مکث وروسته دا کسان مې د اشرف غني پر هغو معیارونه ښه وتلل او را وتلل چې په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو او طرحو کې به یې وړاندې کول.
شهزاده مظلومیار چې د طالبانو د واکمنۍ تر سقوط وروسته په نوي دولت کې تر ډېرې مودې د ننګرهار د ملي بانک رییس پاتې شو، په خپله اداره کې یې دومره غلا او فساد وکړ چې د ننګرهار خلک څه چې خاورې او تیږې هم پرې شاهد ورکوي. مظلومیار چې هره ورځ د ملي بانک د شتمنیو په حیف میل کولو یې زړه یخ نه شو، بالاخره یې یوه ورځ د بانک ټوله خزانه غلا په شا او وتښتېده. نوموړی د دې غلا په تور ونیول شو او په کابل کې د یوې محکمې له خوا د ملي شتمنۍ د لوټلو او خیانت په تور په شل کاله بند محکوم شو، خو د پیسو په بدل کې بېرته خوشې شو. همدارنګه د مظلومیار د کورنۍ په اړه هم ډېرې کیسې شته، خو لازمه یې نه ګڼو چې دلته ترې یادونه وکړو.
ملت چې په تېرو څوارلسو کلونو کې له دا ډول غلو او لوټمارانو په تنګ راغلی و، ځکه یې په تېرو ټاکنو کې اشرف غني نسبتاً غوره انتخاب وګاڼه چې ګنې نوموړی به ملت او هېواد له دې غلو او لوټمارانو خلاص کړي. د تحول او تداوم په نوم د اشرف غني غولوونکو شعارونو ملت یوې روښانه راتلونکې ته هیله من کړی و، خو ښکاري چې دا هیلې نه یوازې پوره کېدونکې نه دي بلکې په لوی لاس ملت د تباهۍ کندې ته ور ټېل وهل کېږي.
اشرف غني د شایسته سالارۍ په نوم په تېر یوه کال کې پر مهمو دولتي ادارو کې داسې ګومارنې کړي، چې په عقلي او قانوني لحاظ هېچا ته د منلو وړ نه دي. مظلومیار د دې پر ځای چې د ملي شتمنیو د لوټ په تور زندان ته اچول شوی وای، نن د یوه ولایت د مرستیال والي په توګه ټاکل کېږي او بیا په فرمان کې ور سره لیکل کېږي: موصوف از تحصیلات عالی و تجربه کاری فوق العاده برخودار بوده... همدارنګه سید انور سادات چې په رڼا ورځ یې مخامخ په پارلمان کې پښتانه وښکنځل، د اشرف غني په حکومت کې د فاریاب والي وټاکل شو. یعنې سید انور سادات به په فاریاب کې د اشرف غني استازی وي.
حکومت د عامه خدماتو د وړاندې کولو پر ځای د هېواد د بربادۍ او د ملت سپکاوۍ تګلاره یې خپله کړې ده، معنا دا چې د اشرف غني او د هغه د ټیم غلطه پالیسي سبب شوې چې ولس نور په یو سراسري قیام لاس پورې کړي. لومړی خو یې د عامه ارادې خلاف د ملت په رایو معامله وکړه او ملت هم د ملي مصلحت په نوم د زهرو دا غړپ وزغمه، خو د یو کال په تېرېدو د اشرف غني تېروتنې دومره ډېرې شوې، چې نور د ملت د صبر کاسه ورته ډکه شوې ده. که حکومتي څوکۍ هره ورځ همداسې لکه باد راوړی غنیمت د پخوانیو غلو، جنګسالارانو، پردیپالو او خاینینو ترمنځ وېشل کېږي، نو خلک هم نور غلي نه شي کېناستلی.
هیله ده چې اشرف غني په خپل سهامي شرکت کې د څوکیو دا وړیا او بې باکنه وېش پای ته ورسوي او هغه ژمنې چې له خلکو سره یې کړې وې، عملي کړي. که نه یې شي کولای، نو بیا ولس پوهېږي چې څه وکړي. موږ شاتګ نه غواړو، که تحول په دې معنا وي چې اشرف غني بېرته پر وطن غله، مفسدین او جنګسالاران حاکموي، نو بیا هېڅ اړتیا نه وه چې ټاکنې ترسره شوې وای، هماغه کرزی موږ ته د منلو وړ و. اشرف غني دې په خپلو غلطو پرېکړو تر دې زیات خپل حکومت نه زیانمنوي، د دې حکومت یوه لویه زیانمتیا همدا ده چې د ځوانو نخبه ګانو؟ په نوم بې سواده او بې شعوره خلک یې په مهمو دولتي پوستونو کې مقرر کړي، چې د ملي امنیت ریاست او سفارتونو کې د خامه خوله ماشومانو مقرري یې ښه مثالونه دي.