
3-8-20111d
د اافغان ولس لپاره د سعودی مرستندویه کوميټی ( اللجنة السعودية لإغاثة الشعب الأفغاني) په افغاني ګډوالو د روژوی مبارکی میاشتی په مناسبت خرما وويشله:
د افغان ولس لپاره د سعودی مرستندویه کوميټی په پاكستان كي د افغان ګډوالو کبابیانو پنډغالی کی په افغانانو باندي د روژوی مبارکی میاشتی په مناسبت خرما وويشله ، په پاكستان كي د افغان كمشنري سره په همغږي د نومړي كيمپ په 2000 كورنيو باندی 8000 کیلو ګرامه خرما وويشل شوه .
ددغه مرستو د ويشلو په وخت كي د افغانانو لپاره د سعودي مرستندوي ټولني SRCA د پيښور ددفتر مرستیال مدير ښاغلي حاجی محمد هارون او د افغان کمشنرۍ مرستیال ښاغلی فرمان الله ګډون لرلو.
ښاغلی حاجی محمد هارون د خپلي اداري په نمايندګي يي وويل چي دغه مرستي د هاغه مرستو لړۍ ده كومي چي د خادم الحرميين الشريفين په غوښتنه د سعودي عربستان ولس د خپلو افغانانو وروڼو دپاره راليږلي دي او زياته يي كړه چي دسعودي حكومت اوSRCA به په مختلفو څانګو كي دافغانانو سره خپلي مرستي وغزوي او هيڅ راز مرسته به تري ونه سپموي .