
له کلونو کلونو وایو چې خوږ افغانستان کې لا څه په درسته نړۍ کې د اسلام او کفر جګړه نشته خو ټوله د ګټو او منافعو جنجال دی چې هر څوک غواړي ځان د بل په اوږو سپور کړي او وینه یې وڅکي تر څو یې وضعیت لا غښتلی شي. که نه یې منۍ خپل شاوخوا ته یو ځغلند پام وکړئ. روسیه عیسوي ده خو له عیسوي امریکا سره لاس ګرېوان ده، او د سعوديانو عربستان مسلمان دی خو له مسلمان مصر او مسلمان یمن څخه یې کنډواله جوړه کړه. امریکا عیسوي ده خو له هندو هندوستان سره مرسته کوي او له عیسايي کیوبا سره یې دښمني ده. پاکستان مسلمان دی خو له مسلمان افغانستان څخه یې د خپل ډېران کار اخیستل غواړي او پدغه منظور یې په وینو یې لمبوي. مسلمان ایران له مسلمان افغانستان سره دښمني کوي خو له عیسوي روسیې سره یې بیا د مینې افسانې نوې نه دي. په مقابل کې عیسوي امریکا مسلمان افغانستان ورانوي خو له مسلمان کوېټ سره بیا په یوه کټ شپې سبا کوي. له انسانه خو لیار هغه دم ورکه شي چې عیسوي امریکا او مسلمان سعودي دواړه بې دینه داعش د مسلمانې سوریې پر ضد راولاړوي او په اسلحه، پیسو او ښځو یې مړوي، خو بیا همدغه بې دينه داعش په مسلمان عراق کې د دوی دښمن شي، بیا یې بېرته په مسلمان افغانستان کې هم مړوي او هم مړوي (وژني). نو ومنۍ چې نړۍ اسلام او کفر نه پېژني او یواځې خپلې موخې پالي. د افغانستان په روانه کشاله د پوهېدنې لپاره اړینه ده چې دا پورته خبره د الحمد په څېر ظوت کړۍ، خو دلته درسره یواځې د روانې جګړې په هکله یو څو کرښې شریکوم او د پاکستان په رول درسره غږیږم.
پاکستان په هر صورت او هره لیار چې وي د افغانستان حکومت مجبورول غواړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي، ځکه چې هغه هم له سخت فشار لاندی دی. له یوې خوا د هند لانجه ده او بله خوا چین غواړي چې په افغانستان کې هر صورت سوله راشي تر څو د هغه اقتصادي ګټې خوندي شي. د افغانستان سوله د چین لپاره په دوه دلایلو لازمه ده. یو دلیل دا دی چې د چین مخالفه لابي افغانستان د دوی پر ضد کاروي نو ځکه باید افغانستان ارام شي تر څو د دغه لابې له لاسه یو میدان ووځي. له بلې خوا چین په افغانستان کې اقتصادي ګټې لټول غواړي او په ځانګړې توګه د افغانستان معادن د خپل ځان لپاره ښه فرصت ګڼي. یاده دې وي چې اوسمهال چین هغه توکي چې د افغانستان په معادنو کې په اصلي بڼه پراته دي له افریقا څخه پلوري. د خپلې خبرې په دلیل کې زه د پاکستان صدراعظم نواز شریف، د پاکستان د اردو مشر راحیل شریف، د داخله چارو وزیر چودري نثار، او د خارجه چارو لپاره د صدراعظم ستر سلاکار سرتاج عزیز هغه وینا ستاسې وړاندې ږدم چې ټولو اونې مخکې وویل چې مونږ هر قسم مرستې ته تیار یو بس که افغانستان د خبرو مېز ته د راتلو هوکړه وکړي.
خو طالب چې اوسمهال جګړه بایللې ده او له ملا یې د لړم په شان دومره ډلې زیږيدلي دي چې هم یې ورته حساب ناشونې دی او هم یې له کنترول څخه لوبه وتلې ده، داعش یې هم ټول برم او ډار له خاورو سره داسې خاورې کړ چې خپل ځان ته ګوري نو نه ژړا ورځي او نه خندا، بس ګرېوان کې رډ رډ ګوري، د پاکستان او امریکا د ګټو یوه وسیله ده. پاکستان غواړي چې طالب سره د خبرو پر مېز داسې لاس ته راوړنې شته وي چې په زور یې له افغانستان سره د برابرۍ په کچه خبرې وکړي، او بدبختي یې دا ده چې داسې هېڅ نه لري، نو ځکه زیار باسي چې د موسم له بدلونه مخکې ځینې لاس ته راوړنې ولري. د پاکستان په پلان کې د شمال جګړه اړینه وه چې د طالب په سوبه پای ته رسېدلې وای او ځینې ولایتونه که نه وای نو ځینې سیمې یې داسې لاندې کړې واي چې امارتي فعالیت پکې پیل وای لکه داعش چې په عراق کې یوه سیمه لاندې کړه او بیا یې امارتي فعالیتونه پکې پېل کړل او ځان یې د یو ځواک په توګه مطرح کړ، خو دا جګړه د طالب لپاره د مخ تورولو لامل شو. اوس ځکه دوی کله د کابل په لور درومي او کله د زابل، کله بدخشان کې زور کوي او کله د بغلان په میدان ځان ازمايي.
پاکستان غواړي چې طالب دې وي، له دوی سره دې وفادار هم وي، او له افغانستان سره فی الحال حالت هم ښه شي تر څو فشار پرې کم شي، هسې نه د چین موقف کې هم تغییر راشي لکه د سعودي په موقف کې چې تغییر راغی. ډار یې دا دی چې که دغه شان وشو نو بیا به یې مشکلات ډېر ژور وي: هند، افغانستان، سعودي، او چین به ټول له پاکستانه ناخوښه وي او پاکستان به په اقتصادي تر فشار لاندې او په ټولنیزه توګه له سترو ګواښونو سره مخ شي. د شمال جګړې د طالب او پاکستان پلان په بېخ کښېناوه. پاکستان اوس وايي چې مونږ د افغانستان چوکیداران نه یو، ځکه وار یې خطا دی. له تېرو څو میاشتو دوی د شمال جګړې لپاره خلک راغونډ کړي او ټول یې د والیانو په زور د جګړې میدان ته استولي و، خو د جګړې له پېل څخه تر اوسه یې نه یواځې جنګیالي مات شول بلکه والیان یې هم د مني پاڼې رژیږي. ملا سلام د کندز والي، ملا فصیح الدین د بدخشان والي، مولوي حبیب قانع د فاریاب والي، او ورسره د پاکستاني طالبانو مشر شیخ ولي خان له نورو اته والیانو سره یو ځای وژل شوي دي او طالب جنګیالي چې د لشکر جنګوي او لشکر طیبه په نامه د پاکستانۍ اردو پر مټ راغلي و بېرته په ښځینه لباس کې او یا هم د مړو په تابوتونو کې مخ تورن د پاکستان په لور روان دي.
د پاکستان وار دې ته هم خطا دی چې که سږ کال طالبان ناکام شول او د ژمي په راتګ ټول خپاره شول، نو د راتلونکي کال لپاره د دوی بیا را غونډول به د پاکستان لپاره ممکن نه وي، ځکه نو په هر قیمت چې وي هرو مرو دې طالب یو څه وکړي. طالب پوه شو چې که امریکا د اردو د ملاتړ په نوم قصداً په ولسي خلکو بمبارونه تر سره کړې نه وو او اردو د افغاني غیرت له مخې خپل پرمختګ ټکنی کړی نه وو نو دوی به اوس ټول ختم وو، ځکه هم له پاکستانه سر ټکوي او هم د قاچاقبر ملامنصور څخه ژاړي. تر څو له طالب سره مرسته وکړي نو پاکستان که یوه ورځ د طالب د بري ډنډوره کوي، بله ورځ د ملي اردو او ملي امنیت د بدنامولو هڅې کوي، یا هم د افغانستان او دښمن جګړې ته د پښتون او تاجک د جګړې نوم ورکوي. د پاکستان د جاسوسانو په خوله هره ورځ د افغانستان د نظام د ضعف، راپرزېدو او د افغانانو بیا مهاجر کېدو چيغې وهي، تر څو د افغانستان خلک بیا په پاکستان کې د ذلیل ژوند تېرولو ته اړ باسي، او یو ځل بیا د پاکستان خوله په غوړ کې شي.
خو افغانستان او افغانان باید ځان وپېژني، هر هغه څوک چې د افغانستان وینه تویوي، د افغانستان دښمن دی او د افغانستان په وینه خپلې ګټې خړوبول غواړي. دښمن خپلې وروستۍ سلګۍ وهي او د ځنکدن وروستۍ لحظې یې دي. افغانانو چې دا دومره صبر او زغم څخه کار اخیستې، باید لږ نور صبر هم وکړي. الیس الصبح بقریب. ان شاء الله نن دې که سبا دی، دا وطن په جوړېدا دی.