په اوسني متن كې  د پرون كيسه

 
يو وخت مې چې ان په ښوونځي كې ووم په كابل كې په يوه اخبار كې هم كار كولو  په يو ه مقالهكې مې لوستي وو · چې كله غازي  امان الله خان له هيواد نه ووت اونظام سقوط وكړ· ډېرې نوری كيسی را منځ ته شوې · ېوه په كې دا وه چې امير حبيب الله خادم دين رسول الله (بچه سقاو ) كابل ونيو هر څه لوټ شول· هغه دكابل  په يوه چوك كې ودريد  اوخلكو ته يې وويل : (( بعد ازين درقصه ای مكتب نباشيد، برويد  بودنه بازي كنيد ، سگ جنگي كنيد ····)) امان الله خان له هيواده ووت · نظام ړنگ شو  د مدنيت اوعصريت ټولي پروژې چې پيل شوې وې په ټپه ودرېدي· اودكلونو له پاره هيواد په ستاتيسكو حالت كې پاتې شو · له هغه وروسته امير حبيب الله خان چې اوس ځينو كسانو ته نمونه اومثال دی  هم په لوڅو پښو دار ته وخوت ·  خو دامان الله خان هيڅ پلوی اوملگرې هم په هييواد كې ښه ورځ ونه ليده · يو مثال يې وايم عبدالرحمان لودين يو زړور مشروطه غوښتونكې وو· هغه دنادرشاه له خوا دميلمستيا په نوم  ارگ ته وغوښتل شو په ننوتو سره هغه دارگ ديوال ته ودرول شو اوهملته چانواري شو · دا ځكه چې ددامان الله خان له سختو پلويانو اووتلو روښانفكرانو څخه وو ·هغه يې ددې لهپاره چانواري كړ  چی دامان الله خان نور  پلويان ځان و نه خوځوی· امان الله خان پههيواد كې دهر ډول مدرنيزم اوملي خپلواكۍ دټينگښت سالار وو· هغهيواځي ديوه اتنيك ډلي پورې اړوند نه بلكې كله چې له هيواد نه ووت هزاره فرقی دهغه ملاتړ كاوه او ترې غوښتل يې چې په هيواد كې پاتي شي · خو دهغه په تللو سره ټولي مدرنې پروژې په ټپه ودرېدې ·
د۱۹۹۲ كال كې كله چې شهييد داكتر نجيب د ملگرو ملتونو په دفتر كې پناه واخيسته  د اپريل اومی مياشتې  وې په كابل كې دسرپو باران اود باروتو دندوكار حاكم وو· دكابل له ټټر نه لوگي پورته ول · ددريم مكروريانو له يو ه بلاك پنځم پوړ نه يوې نجلۍ ځان را وغورځاوه ·پنجشيري ټوپك والا دهغې دبی عزتۍ پسی ختلي وو· ځان يې وواژه · خلكو كډې بار كړې · له كابل نه په وتو شول · ډك كورونه يې پريښودل ان دځينو كورنيو اقارب اوغړې چې په جنگونو كې مړه شول· دكورونو په انگړ ونو كې يې ښخ كړل ·زياتو اوسيدونكو دخپلو ماشومانو سره پښې ابل له كابله ووتل · ماشومان په ۱۹۹۳كال په ژمي كې له يخنۍ لړزيدل · ميرمنې په لارو كې تلف شوې ·بوډا گان له پښو لويدلي وو · اوچې كله پيښور يا پاكستان ته كډه شول هلته په ډيره نادارۍ كې دژوند سره لاوس وگريوان شول · يوه ورځ مې ليدل چې يو جنرا ل په كارخانو ماركيټ كې كراچې چلوله · په هيواد كې دمجاهدينو غويمنډ روان وو · په دولتي ځمكو كرښې ويستل ، دڅلورو اوپنځو وادونو كول  · دخلكو مال اوجايداد لاندې كول او ان تر دې چې دهلكانو سره يې وادونه وكړل · په كعبه كي ېی قسمونه وكړل · دكابل ښار يې په ټاپوگانو وويشه · دافغانستان دولتي حاكميت ختم شو· دافغانستان پنځ سوه زره كسيزه پوځ تس نس شو · غلام اسحاق خان دپنځمي صوبې (افغانستان )له پاره بودجه منظور كړه·لونا سكاټ  ،الوتكي اومحاربوي ماشينونه  كباړ اوپاكستان ته يو وړل شول · هيله ده چې زموږ متعهد روښانفكر دا ټولي مسالي يو وار بيا ذهن ته تداعي كړي · خو په دې ترڅ كې دشر اوفساد دختمولو لهپاره دمجاهلينو زامن طالبان را پورته شول· په يوه منډه تر هراته ورسيدل ·بله منډه يې تر حيرتانو واخيسته دپنجشير اتلان  په كولياب ننوتل · طالبان دځينو كسانو له خوا دسولي پرښتې وبلل شوي ·  په كابل كې ددوی په راتگ سره كلدارو چلند پيدا كړ· نږدي وه چې اردو دافغانستان رسمي اوملي ژبه وگرځي دا ځكه چې كابل ټول پنجابيانو نيولي وو· په ۹۶ كې يې ټول افغانستان لاندې كړ · داكتر نجيب الله په دار وځړيد · په ميړانه او لوړ سر  په تاريخ كې اسطوره شو اوتر هغو چې افغانستان وي  نجيب به هم وي  · (وياړ دوطن په داسې بچې) ·په ۲٠٠۱ كی په امريكا كې دسپتمبر يوولسمي پيښه وشوه ·ناتو اوامريكا لږ وروسته بمبارد پيل كړ لومړې يې يو دوه دالري لههوا را گوځار كړي اوبيا يې دكنسرو قطي · دې تاريخي پنځه زره كلن ملت ته له دی نور زيات سپكاوي نشته·ځينو غوښتنه كوله چې امريكايي ځواكونه بايد خپلو بمباردونو ته شدت وركړي · په ياد راوړي · دا زموږ دسترگو ليدلی حال دی · 
كه دمجاهلينو حكومت دپيښور دگورنر هاوس نه په پارسل كې دجی ټي اس په وسيله كابل ته راغي · نو دبون كنفرانس خو لا داوړو پزه وه چې نړيوالو پهكې گډون وكړ اويو حكومت يې جوړ اوكابل ته يې  انتقال كړ ·
اوس خبر ه دنظام په سقوط اونه شتون كې ده·  دامانيه دور اوبيا دشهيد داكتر نجيب الله ددورو دپاې دتراژيدی په تكرار كې ده  · هغه مهال زيات شمير روڼ اندي افغانان چې داروپا اوامريكا وس يې نه درلود پاكستان ته ولاړل  اوهلته ډيرو افسرانو اوروښانفكرانو انو دجوارو  وږي پخول · اوپه سرو غرومو كيې يې ريړۍ (كراچئ) چلولي · خو كه دا نظام له منځه لاړ شي · څه به شي ؟
زه دهيواد له منورينو سره خبره كوم ·ددې نظام بديل كرزې اودهغه چپنه نه ده · اونه خو دسياف په ږيره نور څوك غوليږي اويايي دې ته پريږدي چې يا حی ووايي اودعربو ډالر را ټول كړي · داوار به افغانستان هم نه وي · ټوټه ټوته به وي · هغه پښتونستان چې موږ يو وخت دعوه كوله  پاكستان به  جوړ كړي وي  · گانډوي هيوادونه به تاجيكان تحويل ونه نيسي اونه خو نور اولسونه اواتنيك ډلې  ددې مجال لري چې خراسان اوكافرستان اوبلستان جوړ كړي · نن دی كه سبا دی دا مال دزرغون شاه دی ·
يوه خبره سپينه كوم  اشرف غني برحال اولسمشر دی · هغو ټولو روښانفكرانو  چې دټولټاكنو پر مهال يې دهغه ملاتړ كاوه · اوس ځان گوښهكوي · يا هغه گوندونه چې دملي مختاړي يې پر سر كې را ځي لكه ملي ( غورځنگ ،تحريك ، تجريد  ) اوس ولي دا تخريب كوي  اودددې نظام له پاره دبل بديل وړانديز كوي· كله لويه جرگه را غواړي اوكله لويه جلسه را غواړي ·ټوپك سالاران هم دا كار كوي · يوازې په لږ توپير يې دوې هم كوي · ټلواله اوجهادې لنډ غر ي هم گواښونه اوتوطيي كوي · دلته سړي ته دالبرت كامو دناسم پوهاوي داستان ذهن ته راځي دالبرت كامو دناسم پوهاوي (سوءتفاهم ) په ننداره كې يو واقعيت په گوته كيږي · اوهغه دا چې :
(( ميرمن اوميړه چې دمركزي اروپا په يوه هيواد كې يو كوچنی ميلمستون لري · خو زوی يې په كوچنيواليكې له دوې جلا شوې اويو بل ځای ته دپيسو پيدا كولو له پاره تللی دی · څوكاله وروسته دغه  ميلمستون ته راځي خو پلار اومور ته ځان نه ورپيژني · دپيسو له ډك بكس سره په ميلمستون كې اړوي ·مور اوپلار يې دپيسو حرص ليوني كوي  · دځوان هلك دوژلو تابيا كوي اوپه نتيجه كې پيسې تر لاسه كوي · دشپي مهال هلك وژني اودپيسو بكس اخلي  ·)) خبره داده چې دحقيقت قدر اوارزښت هغه مهال په ډاگه كيږي  چې  نور موجود نه وي · يعنې دروغويې ځاې نيولي وي · دداريوش په كتيبه كې كښليوو (( ای اهورا مزدا ،زموږملك له وچكالي اودروغو وژغوره )) اوس افغانستان دفساد اودروغو سرزمين دی ·
نو خبره په دې كې ده چې كه خدای مه كه اوسني دولت نه وي يا دوحدت ملي حكومت نه وي  اوحاكميت سقوط وكړي · بديل به يې څه وي · ؟
لومړي بايد ووايو چې دوحدت ملي حكومت سمه ده چې دبهرنيو طاقتونو دموخو يو سنتيز دی · خو دټولني عيني واقعيتونه  هم بايد وگورو·كه په ټولنه كې پخواني انډول له منځه نه وای تللي ټولي نيوكې به سمې وای چې  دپخوا په څير متمركز مركزي دولت په اړوند فكر وشي · خو اوس شرايط په بشپړه بدل شوي دي · ديو قوي متمركز دولت دايجاد لاره كې اوس ماركونډی پرتې دي · بايد په دقت له ليارې وايستل شي او كار ورته وشي · يو غوره كار يې دادې چې داشرف غني  هدفونه پلي شي  اودهغه ملاتړ وشي  نه داچې تخريب اوانزوا ته ولاړ شي · دافغانستان ټولنه داشيل ټپ  لري ·
 اشيل  دلرغوني يونان  يو اسطوروي قهرمان دی  چې  په ايلياد كې يې يادونه شوېده · هغه زړور جنگيالی دی · هيڅكله ماتې نه خوري  · خو كه پونده ولگيږي نوژر به مړ شي · دافغانستان دخلكو ملي يو والي داشيل پونده ده · اوس ددغه پوندې  ټپ دوښمن ښه پيژندلی دی · ځكه خو نيابتيان دې ټپ ته چې په هر ه خوا كې وي هوا وركوي · اتل ټپي دی  · په لار نه شي تللي · له ډيرو دلايلو نه تيريږم ·  يو دليلوايم چې داوسني اولسمشر بايد ملاتړ وشي · زه په افغانستانكې كوم مامور ،سلاكار ،ريس چارواكې اوپنجواكی نه  يم · بلكي په يوه بهرنيهيواد كې كډوال يم · زه وايم كه اوسني نظم له منځه لاړ شي · نو بيا دكابل دكوڅو جنگ تههيڅ څوك نه شي ټينگيدای · دا ځل به په پاكستان اوپيښور كې هم دال مال ونه شي خوړلي · په جهادي اوغير جهادي ، دكرزي په څير دكلي ديموكرات ملك به هم  نه وي· بس بديل مالوم دی يا به دښې  سنت كړې ږيري اوپهرنجو تورو كړيو سترگو سره طالب وي ، اويا به غوړ سري اودشړشمو په   تيلو غوړ سرې پنجابی وي· اوكه پښتون هم  وي هغه به هم  داسې خوي پښتون وي كرنل امام دكاكا زوي وي · يوايجړا به يې راوستي وي · يا به داسې داعشي وي  چې پروني اخواني بههم ورته لالا ووايي :خو  ولي داولسمشر غني ملاتړ ؟
يوازې يو دليل : هيواد له شره ډك دی اوله فساده ّهم ډك دی · شر اوفساد ديوی سكې دوه مخه دي · اولسمشر دفسادوركاوي  ته ملا تړلي ده · خپل كارونه يې پيل كړي دي · دبډو رشوت  دغلا ، چور ،تالان اوناقانونې پر ضد مبارزه كوي پهدې كار كې ملاتړ كول په واقعيت كې داولسمشر ملاتړ نه بلكې دفسادپر ضدمبارزهكی گډون دی · خو ملاتړ نهكول په ناسيده توگه دفساد ملاتړ كول دي اودشر پياوړي كول دي · هر وار چې اولسمشر يو گام پورته كوي چې يوه دوسيه را وباسي يا كندز سقوط كوي اويا په پروان كې وسلي را ښكاره كيږي اويا بله پيښه · پرته له دې ملاتړه هيواد بيا په ټاپو گانو ويشل دي · دا وار بهنه  امريكا وي اونه خو افريقا چې ځواكونه راوليږي اوموږ ته دچا خبره يو ملې حاكميت(!) جوړ كړي  اويو بل كرزې پيدا كړ ي اوځان ته شير ووايي ·  دا وار به ووايي دا وړي نه شړۍ كيږي·وبه  وايي  چې نور نه كيږي · نو بيا به نتيجه څه وي · بس يو كند اويو كچكول· اوببر سری لالهانده  ليونی اولس ·
پای ·