چې په ټول عمر کې اشنا ورته خندلي نه وي
داسې وګــړي چـــې ګڼی ما پکــې هم وګڼی
د خاورو زړي چې ګڼی ما پکــــې هم وګڼی
طوفانو وړي چې ګڼی ما پکـــې هم وګڼی
چې په جنډو يې د شهيد بې ګناه کرښې ښکاري
د ميني مـــړي چـــې ګڼی ما پکـــې هــــــــــم وګڼی
هغه چې خـــوڅ وهلی نشي د سکون لــــه ځايه
مات اوشل غړي چې ګڼی ما پکې هــــم وګڼی
چې لیوني وي معشوقو تاسې د هغو خلکو
لاسو کې پړي چې ګڼی ما پکې هم وګڼی
چې په ټول عمر کې اشنا ورته خندلي نه وي
داســـې وګړي چې ګڼی ما پکـــې هم وګڼی
نوی خبر د حيدرخيل قدرت الله نه راغی
د ژوند نه ستړي چې ګڼی ما پکې هم وګڼی
وروستي