
خبره تر دې راورسېده چې د ولسواکۍ،عدالت،ديموکراسۍ او....د زرګونه شعارونو په ورکولو سره،تر اتو کلونو وروسته اوس هم د قانون ماتونې شعار ښه په ترنم کې زمزمه شو،د افغانستان نامتو،پېژندل شوي او پياوړي ټوپکوال او جنګسالار او د زرګونه بې ګناه افغانانو وژونکي عبدالرشيد دوستم يو ځل بيا ښه د زرګونه کسانو په مخکې د قانون ماتونې اعلان وکړ،په جوزجان کې يې يوې غونډې ته وويل چې دى چې هرڅه وغواړي کولاى يې شي او څوک يې هم د خوښې او کار مخه نه شي نيولاى.
دا خبره سره له دې چې نه يوازې د دوستم؛بلکې د ډېرو نورو په اړه په زبات شوې هم ده او په عمل کې هم د دوستم په شان جنګسالارانو هغه څه کړي چې ټولو ته مالومه ده،د خلکو په سرونو کې يې مېخونه ټک وهلي،زرګونه انسانان يې په کانتينرونو کې بند کړي او وژلي،له پـښتنو ښځو يې سينې غوڅې کړې،د رمړي ګډا(رقص مرده)لوبه يې ترسره کړې او....
مارشال(!)فهيم تر ټولو لوى،مخکښ او پياوړي جنګسالار کابل ښار وران کړى،لسګونه زره کسان يې وژلي او ورته ډېرې نورې چارې يې کړي خو اوس هغه ښاغلى او ملګري يې د دې پر ځاى چې محاکمه شي د ولسمشر کرزي صيب له خوا د افغانستان د ملي يو والي سمبول ګڼل کېږي!
څومره ښه!اپرين دې پر دې ولسمشر او قانون وي!
راځو د دوستم موضوع او ولسمشر کرزي ته چې پر واک د خپلې بيا پاتې کېدنې په پار يې دغه ټوپکوال او ستر جنايتکار بيا افغانستان ته راوستى دا ننګونه وړاندې کوو چې تاسې په افغانستان کې څومره واک او صلاحيت لرئ؟
که هرڅومره ډېر صلاحيت او واکونه قانون درته ټاکلي وي سره له دې چې تاسې يې څښتن نه ياست خو که له دغو واکونو ناوړه ګټه واخلئ اساسي قانون او نور قوانين مو پړ ګڼي او پوښتنه درڅخه کوي،نو په داسې حال کې چې تاسې د ولس په رايو د يوه ټاکل شوي ولسمشر په نوم له قانونه د سرغړونې حق نه لرئ بيا ستاسو په شتون کې يو څوک څنګه؟ولې؟په کوم ډاډ؟او....د دې خبرې د کولو جرئت کوي چې زه چې څه وغواړم هغه کولاى شم او څوک مې د نړۍ په کچه مخه نه شي نيولاى!
نو ولسمشر کرزى دا مو د دولت،مشروعيت،قانونيت او واکمنۍ د شتوالي په اړه يوه تر ټولو لويه ننګونه ده،سره له دې چې پوهېږم د ډېرو نورو ورته ننګونو په شان په کې نابريالى راڅرګنديږې خو بس هسې مايوه ياده درته وکړه چې کېداى شي،سره له دې چې د پښتون په نامه ياديږي او د پښتونولۍ جذبه نه لرې خو بيا هم کېداى شي دغه يوه ننګونه دې لږ مړه شوي احساسات او جذبه را وپاروي.
اوس د يوه چټک غبرګون په توګه همدومره!ۤ