د حج په مراسمو كي د حاجيانو د مرگ ژوبلي دردوونكې پېښه او لاملونه

  په اسلامي نړۍ كي د تپل شوې ستري او پراخي جگړي او په دې جگړي كي هره ورځ د سلگونو مظلومو مسلمانانو د مرگ ژوبلي تر څنگ دا دئ زموږ د حج مراسم هم له دې غميزو خوندي پاته نشو، نږدې يو زر شپږ سوه حاجيان په وروستۍ پېښي كي شهيدان او ټپيان شول. اطلاعات او شواهد ښيي چي په دې پېښي كي هم د هغو كورنيو دښمنانو لاس دئ چي دافغانستان، عراق، سوريې او يمن په جگړو كي لوى لاس لري. ترلاسه شوي اطلاعات او شواهد په واضح توگه ثابتوي چي دا پېښه د ايران استخباراتي شبكې (اطلاعات) له لوري رامنځته شوې، د سعودي رسنۍ هم وايي چي د ايران او لبناني حزب اللهد جاسوسانو يوه ډله نيول شوې او اعتراف ئې كړى چيپه دغيپېښي كي ئې لاس وو.
د سعودي اطلاعاتي ادارو له دې ايراني لبناني ډلي داسي معلومات ترلاسه كړي چي ښيي د ايران د اطلاعاتو وزارت دغو ايراني جاسوسانو ته دنده سپارلې وه چي د حج مراسمو په جريان كي بدنظمي رامنځته كړي، دوى د ايراني حاجيانو كاروان په داسي لوري روان كړ چي د نورو حاجيانو مخه ډب كړي او په دې توگه داسي ازدحام رامنځته شي چي له كبله ئې دومره زياتو حاجيانو ته مرگ ژوبله واړوي. له همدې كبله په پېښي كي د ايرانيانو د مرگ ژوبلي شمېر تر ټولو زيات دئ او د ټولو مړو او ژوبلو نږدې درېيمه برخه جوړوي. ايراني استخباراتو څو كاله وړاندي هم دې ته ورته پېښه رامنځته كړه، په دواړو كي تر نورو زيات په خپله ايرانيان تلف شول. د سعودي حكومت ته په كار ده چي د داسي شرارتونو د مخنيوي لپاره جدي تدابير ونيسي او پرېنږدي د حاجيانو تر پوښښ لاندي پټ او څرگند دښمنان بيا داسي دردوونكې پېښي رامنځته كړي.
موږ په داسي حال كي چي د شهيدانو او ټپيانو خپلوانو ته تسليت وايو دعاء كوو چي الله تعالى زموږ مظلوم اسلامي امت د كورنيو او بهرنيو دښمنانو له شرارتونو وژغوري.
 
حكمتيار
   4 ميزان 1394