
بسم الله الرحمن الرحيم
افغان مؤمن ولس ته پيغام
زما د ايمان او عقيدې وروڼو او خويندو!
په سنگرونو كي پرتو مجاهدينو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
الحمد لله چي اشغالگرانو زموږ په هېواد كي هم له نظامي پلوه ماتې خوړلې او هم له سياسي پلوه، نه ئې يو مضبوط او په خپلو پښو ولاړ لاس پوڅى حكومت جوړ كړى شو او نه ئې د مقاومت د ورځ په ورځ پراخېدا او پياوړتيا مخه ونيولى شوه، د مقاومت لمن په پراخه پيمانه خوره شوې، له شرق او جنوب نه شمال او غرب ته هم غزېدلى، دښمن ئې وارخطا كړى، دې ته ئې اړ كړى چي د خپلو فوځونو شمېر زيات كړي چي دا دئ تر سل زره واوښت، خو سره له دې نه د مجاهدينو د برياليو او پرله پسې بريدونو مخه نيولى شي او نه د ښارونو او لويو لارو امنيت تأمينولى شي، مقاومت له يوې سيمي بلي ته خورېږي او د مجاهدينو شمېر له يوې ورځي تر بلي زياتېږي. دښمن اعتراف كوي چي سږ كال ئې تلفات تر بل هر كال زيات وو او يوازي د جولاى په مياشت كي ئې 72 سرپلوري ووژل شول. د كابل د لاس پوڅي حكومت په اړه په خپله اعتراف كوي چي د مفسدينو او جنايتكارانو ډنډ ترې جوړ شوى، په اداري فساد اخته دئ او د ولس له تأييد او ملاتړ نه محروم دئ.
امريكايان بايد په دې پوه شوي وي چي نه د فوځونو په زياتولو سره دا جنگ گټلى شي او نه د انتخاباتو په څېر خندوونكو ډرامو سره د افغانانو پام له اساسي قضيې نه بل لوري ته اړولى شي. له دې پرته بله چاره نه لري چي د افغانانو د آزادۍ غوښتني كلكي جذبې په وړاندي سر ټيټ كړي، له افغانستانه ووځي او افغانان پرېږدي چي خپل برخليك په خپله او د پرديو له وصايته پرته وټاكي. د افغان ولس لپاره اساسي موضوع د اشغال خاتمه، د هېواد خپلواكي، او په آزاد او خپلواك افغانستان كي د عادلانه انتخاباتو له لاري د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړول دي. تر دې په كم شي هيڅكله نه راضي كېږي، تر څو چي دا سپېڅلي اهداف نه وي ترسره شوي نه به مجاهدين خپله وسله پر زمكه كېږدي او نه به له مقاومت نه لاس واخلي.
اشغالگران بايد پوه شي چي د جگړي د پاى ته رسېدو لپاره اساسي شرايط دا دي:
• د بهرنيو فوځونو بلاقيد و شرط او بشپړ وتل،
• د وتلو لپاره معقول مهال وېش ټاكل،
• يوه موقت غير ائتلافي حكومت ته د قدرت انتقال،
• په آزاد او خپلواك افغانستان كي د آزادو او عادلانه انتخاباتو له لاري د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړول.
پيغام مو اشغالگرانو ته دا دئ:
كه بهرني ځواكونه زموږ له هېواده وتلو ته چمتو وي، د اشغال په دوام ټينگار ونه كړي، د جگړي پاى ته رسول وغواړي او د باعزته وتلو لار ولټوي نو موږ ورسره مرسته كولى شو، خو كه د جگړي پر دوام ټينگار وكړي نو موږ به د مقاومت له دوام نه پرته بله لار غوره نكړو، دوى بايد په دې پوه وي چي كه په تېرو نږدې اتو كلونو كي ئې له جنگ نه څه ترلاسه نكړى شو، د تابوتونو له انتقالولو پرته بل څه په لاس نه دي ورغلي نو له دې وروسته خو نه د فوځونو په زياتولو سره څه ترلاسه كولى شي او نه د بې وزلو او مظلومو افغانانو په كليو، كورونو، جوماتونو او مدرسو باندي له ړندو بمباريو او عام وژنو نه څه په لاس ورځي، افغانان په هيڅ صورت كي د بهرنيو ځواكونو حضور؛ حتى د لنډي مودې لپاره هم نه مني، تر څو چي د اشغالگرو ځواكونو وروستى فوځي زموږ له هېواده نه وي وتلي جهاد او مقاومت به ادامه لري.
كوم اروپايي سياسي ليډران چي وايي زموږ فوځيان د هندوكش په لمنو كي له خپل هيواد نه دفاع كوي، دروغ وايي او منافقت كوي، خپل ولس غولوي، له افغانانو نه دوى او د دوى هېوادو ته هيڅ خطر او گواښ نه دئ متوجه، دوى د امريكايانو د خوشحالولو لپاره خپل فوځيان د مرگ كومي ته لېږلي دي.
دوى به له دې جگړي نه له دې پرته بل څه ترلاسه نه كړي چي مزيد تابوتونه او لازيات په جنگ كي ټپي شوي عسكر له افغانستانه انتقال كړي، د دې جگړي مصارف او تلفات امريكايان او د دوى اروپايي انډېوالان گالي، خو گټه ئې د دوى سيمه ييزو او نړۍ والو رقيبانو ته رسي او تاوان ئې بې وزلو او مظلومو افغانانو ته، دوى عراق او افغانستان د ايران لپاره فتحه كړل، اقتدار ئې په دواړو هېوادو كي ايران پلوه ډلو ته وسپارو.
ايران له يوې خوا ايران پلوه شيعه ډلو ته وايي چي د كرزي په څنگ كي ودرېږي او له بلي خوا په حكومت كي شامل اپوزيسيون ته د انتخاباتي مبارزې مصارف وركوي او تبليغاتي پاڼي ئې په تهران كي ورته چاپوي، ايران پوهېږي چي امريكايان به له افغانستانه وځي او د دوى له وتلو وروسته به د كابل حكومت د ايران پلوه ډلو په لاس كي پرېوځي، همغسي لكه چي د بغداد حكومت د ايران پلوه ډلو په لاس كي پرېوت، دوى پوهېږي چي د امريكايانو د وتلو ورځ به د آزادۍ د ورځي په توگه لمانځل كېږي، همغسي لكه چي د عراق له ښارونو نه د امريكايي ځواكونو د وتلو ورځ د آزادۍ د ورځي په توگه ولمانځل شوه، هغه هم د داسي لاس پوڅو واكمنانو له لوري چي امريكايان ورته د خپلو ايجنټانو په سترگه گوري. والسلام على من اتبع الهدى.
مړه دي وي اشغالگران
بريالي دي وي مجاهدين
حكمتيار
افغانستان
20/5/1388