ننګرهاره ياره ! څه درباندې شوي
د مرګي په خوب ويده يې او که ړوند يې
د پښتون د ننګ شمله په ټيټېدو ده
ته خبر ورباندې نه يې او که ړوند يې
د ښکېلاک پر وړاندې ستره مبارزه !
يوې بلې قربانۍ ته ضرورت دي
د خوب وخت نه دي يرغل په وطن شوي
بغاوت او سرکشۍ ته ضرورت دي
د پرنګ او د اورنګ لښکرې يو شوې
ستر عظمت د ګندهارا غواړي چې لوټ کړي
په بخدي د تيموريانو واکمني شوه
او تاريخ د اوستا غواړي چې لوټ کړي
د باتورو پښتنو شاه ځلمو کوره !
ستا هر ګل کې د شهيد د وينو رنګ دي
يو ځل بيا د انقلاب تورې ته لاس کړه
د جنت جنت وطن په نامه جنګ دي
خپل لغمان او نورستان له ځان سره کړه
کونړونه هم خبر په معامله کړه
يو توپان د غليمانو په کاله شه
د غورځنګ او د پاڅون جيګه جنډه کړه
د خالص بابا سپين غر په لمبو سوزي
ادم خان * پسې تور غر ته خبر ورکړه
که تخار درباندې ملا نه تړي خير دي
هلته ښکته پېښور ته خبر ورکړه
په واڼا او باجوړ د قيامت ورځ ده
د مسيدو ستر ټبر ته خبر ورکړه
چې د سوات د دنګو پېغلو تپوس وکړي
اپريدو پسې خيبر ته خبر ورکړه
په ميوند کې د جګړې پرېوتي توغ بيا
سره منګول د مېړنۍ ملالې غواړي
کنداري ځلمي له تندې جل وهلي
يو ټپه د خوږياڼۍ ملالې غواړي
که نه بيا به ماشومان د غېږو وژني
اوس نه جيګ شه د چنګېز مقابلې ته
هلمندۍ خور مې بې ستره درنه نه کړي
ملا دې تړه د انګرېز مقابلې ته
د ناګار قلم ته وينې د زړه ورکړه
راژوندۍ چې بيا مړه ژواندې حماسه شي
د صميم د ژبې اور ته پوکي ورکړه
چې په ټول وطن خوره د ننګ لمبه شي
د ځواب د شعر د اور غرغرې مړې شوې
د تړون په زړه کې وينه کمه شوې
ځنې نور دې په ډالرو باندې سر دي
له وطن سره يې مينه کمه شوې
ننګرهاره ياره ! بس دي راپاڅېږه
لاس تر زنې تر قيامته په کار نه دي
پښتون مرګ ته ښه په هسکه غړۍ درمي
خو ژوندون يې خجالته په کار نه دي
سره ماڼۍ چې د لينن يې لړزوله
شابه ! بيا يو ځل هماغه ننګرهار شه
رسول خان * دې شاه ځلمو ته ور په ياد کړه
د غليم په سر د تندر يو ګوذار شه
د شهيدې ناوې غچ درباندې پور دي
په نکريزو سره لاسونه يې په ياد کړه
ننګرهاره ياره ، پاڅېږه بيدار شه
د تکبير نعره خوره په ټول هېواد کړه
. **
له خپلو مشرانو مې اورېدلي چې شهيد ادم خان او شهيد رسول خان د ننګرهار د تور غره د لمنو هغه زړور او ننګيالي مجاهدين ول چې د تش نوم په اورېدو به يې د لينن د سرو لښکرو پر زړونو د خوف او ډار زلزلې راتلې .
نبيله غزل / د جلال اباد ښار
وروستي