شهیدان که د قبرونو روي؟

 
مخکې له دې چې خپلې اصلي موضوع ته راشم غواړم د شهید په هکله څو کرښې ولیکم.
ژباړه: له حضرت ابوموسی اشعري رضی الله عنه څخه روایت دی، وایي یو سړی نبي کریم (ص) مخې ته راغی او ورته ویې ویل: که یو سړی د قومي او ژبني تعصب له مخې جګړه کوي، یا د دې لپاره جګړه کوي چې د خلکو په منځ کې د زړور او بدماش په نامه یاد شي، یا د دې لپاره چې خلک یې وویني او ووایي چې پلانی ډېر ښه جنګ کوي، دا کوم یو د الله په لاره کې شهید دی؟ رسول الله (ض) وفرمایل: شهید هغه څوک دی چې یوازې له دین څخه د ساتنې په پار خپل سرله لاسه ورکړي، موخه یې یوازې د الله د دین وسعت وي.
اوس دا چې په افغانستان کې هر روي، ځناور، پردیپال، ګوډآګي جاسوس او وطن پلورونکي ته شهید ویل کیږي، په نامه یې واټونه، څلورلارې، مشهورې دولتې ادارې، پوهنتونونه او داسې نور څه نومول کیږي، نمانځل کیږي او په نماځغونډو کې یې د حکومت رهبران برخه اخلي واقعا د شرم ځای دی.
پرون د یوه شهید صېب ورځ وه، ټولې لارې او کوڅې ورته وتړل شوې، غریب، بېچاره او د خدای په غضب اخته په کور کې ناست و، سبا د بل شهید ورځ ده. اخر تر کومه به دا رخصتۍ وي؟ تر کومه به د خدای په غضب اخته غریب په کور کې ناست وي؟ دا چې هره ورځ ستاسو د نماځلو ورځ ده نو بیا مهرباني وکړئ دې خلکو، دې غریبانو ته چې د خپل اولاد په حلاله نفقه پسې سهار را وځي غم وخورئ، هغوی خو نه ستاسو په شان سپورټران لري، نه (سي ای اې) شته نه (ای اېس ای) شته چې په کروړو کروړو پیسې ورکړي، تاسو خو هر څه لرئ.
زه د افغانستان ولسمشر ته حیران یم، ته څنګه ولسمشر یې چې د خپل یوه سرتیري او یوه ماشوم پوښتنه نه شې کولای؟ تېره اونۍ مو په یاد ده چې کوڅه ډبو کوڅو ته را ودانګل او خلک یې وداړل؟ ولې دې چارواکو غږ پورته نه کړ؟ ولې حکومت چوپه خوله پاتې شو.
خبره ټوله د واک ده، افغانان په ځانګړې توګه پښتانه د واک سخت وږي دي، له ولسمشره را نیولې تر یوه عادي ماموره، ټول په چوکۍ کې غرق پرق دي، د پښتانه زوی ووژنه خو واک مه ترې اخله.
بله دا چې پښتنو غیرت او همت له لاسه ورکړی، پښتانه چې د دې هېواد اصلي اوسېدوونکي دي، نن د خپل حق غوښتنه نه شي کولای، تاسو وګورئ په ایسا اداره کې د قربان حقجو په نامه یوه بې کفایته رئیس څومره پښتانه په دې اداره کې له دندو ګوښه کړل، ایا ولسمشر چې (۹۹٪) پښتنو رایه ورکړه، د دې علمي کدرونو پوښتنه وکړه؟ ایا د دوی د ګوښه کېدو په هکله یې یو نظر خپور کړ؟ نه هېڅ یې هم ونه کړل، له ډاره چوپه خوله کېناست، که یې څه ویلي وای نو بیا به ګلمرجان نه وای منلي او ځان به یې شخ کړی وای.
په پایله کې صرف دا وایم: پښتنو را ویښ شئ، نور خوب مه کوئ، اوس مو هم زیات خوبونه وکړل خو کومه ګټه یې ونه کړه. که دوی په یوه ځای کې د خپل رهبر انځور ځړولي، ته هم مهرباني وکړه د خپل رهبر انځور وځړوه، که دوی خپل پردیپال او جاسوسان نماځي، ته مهرباني وکړه خپل یو وطن دوست او په وطن مین کس ونمانځه.
هیله ده نور راو ویښ شئ.
درنښت.