غزل

 
 
زه دې لــيونـــی شــم خـو چـې هير مــې شـې جانانه
ځان نه دې پردی شـم خـو چـې هيـر مــې شې جانانه
 
اوښـــکــه د ليــمــو دې د غــزل پـه اننــګـــو شــمــه
شپه کې دې سپوږمۍ شم خو چې هير مې شې جانانه
 
ســتا د قلـم تـوره به د زړه پــه ويــنـو رنــګ کړمــه
ټــوله دروری شــم خــو چــې  هيــر مـې شې جانانه
 
ژاړي مـــې زړګــی وايــي د ذهــن تصــويرونــو ته
سوړ سوړ اسويلی شم خو چې هــير مــې شــې جانانه
 
ما د پــرهـــر کــرښــــې  د ازل په لمــبو ونغــــاړې
خـير زه دې لوګـی شـم خو چـې هـير مې شې جانانه
 
ژاړي رحـيمـه وايــي ارمـان ته په مـجـمـــــر د زړه
تا نه سـپيلــنۍ شـم خــو چــې هــير مــې شــې جانانه

 \"\"