مخکښ ژورنالېست جان اقا الکوزی.

 
جان اقا الکوزی په ۱۳۳۶ کال کې د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې وزږېد. له لومړنیو او لوړو زده کړو وروسته یې د کابل پوهنتون له انجینرۍ پوهنځي څخه سند تر لاسه کړ خو له ژونالېزم سره د زیاتې مینې له کبله تر پایه په همدې مسلک کې پاتې شو.
الکوزي پخوا په کاناډا کې د افغان ګډوالو رادیو سره یوه خپرونه پر مخ بېوله او د ګډوالو ستونزو ته یې انعکاس ورکولو، وروسته له هغه یې د افغانستان په ملي رادیو تلویزیون کې په کار پیل وکړ او د سولې تر عنوان لاندې یې یوه خپرونه په مخ بېوله. مرحوم الکوزي له تېرو دیارلسو کلو را په دې خوا په ازادۍ رادیو کې په کار پیل وکړ، مرحوم الکوزي د خبرونو جوړولو او ویلو تر څنګ د (آزادۍ په څپو کې ) خپرونه چې د ټولو هېواد والو ورسره مینه وه پر مخ بیوله. د ازادۍ رادیو پخوانی او د امریکا غږ رادیو اوسنی مشر ښاغلی اکبر ایازي وایي: جان اقا الکوزی هغه وخت ما وپېژندلو کله چې زه د امریکا غږ پرودیوسر وم او جان اقا الکوزي په ۱۹۸۰ م کال کې په کاناډا کې د افغان ګډوالو له رادیو سره کار کولو، دی وایي چې ما به هغه وخت ده ته د امریکا غږ خپرونې ورکولې او ده به په خپله رادیو کې خپرولې.
ښاغلی ایازي زیاتوي، کله چې زه پراک ته لاړم او هلته د ازادۍ رادیو د رئیس په توګه وګمارل شوم نو له الکوزي سره مې له نیږدې ولیدل، دی وایي کوم ملګري چې ماته ډېر ګران وي نو زه حتما هغوی ته یو لقب ټاکم او دا لقب مې مرحوم الکوزي ته هم ټاکلی و، چې (وطن) به مې ورته ویلو او هر کله به یې چې د ده د مېز مخې ته درېدم نو ورته ویل به مې: وطنه څنګه یې؟ څه غوړې دي؟ ده به سر د کمپیوټر له مانیټور څخه را جک کړ او په خندا به شو.
ښاغلی ایازي وایي ما ځکه الکوزي ته د (وطن) خطاب کولو چې دی په وطن ډېر زیات مین کس او له وطني عنعناتو سره یې زیاته مینه درلوده، داسې نه ښکارېدو چې ده دې په غرب کې ژوند کړی وي، ډېر ساده او وطني سړی و. همدارنګه ایازي زیاتوي چې د موږ د مجلس مالګه دی و، له هرې موضوع سره په تړاو به یې ډېرې ښې ټوکې کولې، ټول مجلس به ده ته غوږ نیولی و او د هکارانو په خولو به یې موسکا جاري وه. د مېلې ډېر شوقي و، په ځانګړې توګه د اختر په شپو ورځو کې به ټول افغانان په پراګ کې ده ته په تمه وو چې دی څه کوي؟ ده به ډېر ښه کباب پخولو، مخکې له دې چې مېلې ته لاړ شو ده د کباب تیاری نیولی و.
ښاغلی ایازی زیاتوي چې ما تر اوسه د ده په شان مېلمه دوسته انسان نه و لیدلی، له مېلمه سره به ډېر خوشحاله و او کله به چې کوم افغان پراګ ته راغلو نو لومړی به یې له ده سره کتل او ده به مېلمه کولو.
د ازادۍ رادیو یو بل خبریال عصمت ساروان بیا وایي: چې سږ کال الکوزي صېب په روژه کې د خپلې معدې له سوي ډېر سر ټکولو او ویل به یې چې سږ کال زما معده خرابه شوه، خو خبر نه و چې د سرطان دانې د ده په معده کې وده کړې.
دی وایي چې الکوزی په اسلام مین او له اسلامي علومو سره زیاته مینه درلوده او د رمضان په مبارکه میاشت کې به یې هر کال د قران کریم ختم کولو.
د مرحوم الکوزي ژوند تېره ورځ نامردې نارغۍ (سرطان) له دې نړۍ واخیست، مرحوم الکوزی چې له تېرې یوې میاشتې را پدې خوا د اتریش په پلازمېنه ویانا کې په یوه روغتون کې بستري و، تېره شپه دوولس نیمې بجې ساه ورکړه. (اناالله وانا الیه راجعون).
د مرحوم الکوزي مړینې زیاتره افغانان خپه کړي، په فېسبوک، ټوېټر او نورو رسنیو کې خلک د ده پر مړینه خپګان څرګندوي او د ده مړینه د افغانستان د ژونالېزم په ډګر کې لویه تشه ګڼي.
د ارواښاد جان اقا الکوزي له وصیت سره سم د هغه جنازه به د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ ته یووړل شي او هملته به خاورو ته وسپارل شي، مینوال کولای شي د هغه په فاتحه او جنازه کې برخه واخلي.
روح یې ښاد، نوم یې ژوندی!!
اې وخته بېرته راشه یو افغان وزېږوه
په شان د احمد خان یا جان اقا خان وزېږوه
امین پاچا