فرهنګيان او قلموال دې د يرغل پوښتنه وکړي!

دا دى د کرزي صيب د هغه پلوي پلويانو چې د خپل پلار په وينو يې د څو ډالرو سودا وکړه،لاس د ننګرهاريو فرهنګيانو تر ګرېوانه هم ورسېد،حاجي ظاهر قدير يادوم د حاجي قدير زوى چې پلار يې د شمال ټلوالې نامتو جنګسالار قسيم فهيم په امر د لسګونه کابل ښاريانو په مخکې ووژل شو،ده يې د غچ اخېستو شعارونه ورکړل،له ننګرهاريانو يې د دې کار لپاره د خپلې سياسي پياوړتيا غوښتنه وکړه،د سولې کاروان په نوم يې د يوې ډلې د جوړولو چارې پيل کړې او څو ډالره خواره يې په ځان پسې کړل او.....
نور چې يې هر څه وکړل خپله خوښه يې خو د کرزي پر ضد د دومره خبرو،غيبتونو او چټپيانو پايله يې دا شوه چې ځان په خلکو د يوه سياسي مشر په توګه وپېژني او له دې وروسته بيا د هغه کرزي ملاتړ وکړ چې لومړي مرستيال يې د ده پلار وژلى و!
ډېر افسوس،صد افسوس په داسې مېړني زوى
له دې به يې هم تېر شو راځو دې ته چې نن په ننګرهار کې د دغه ښاغلي د ډالرو مېنو او ځان پلورونکو پلويانو په هڅو د کرزي په ملاتړ  جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار د تر ټولو نوموتې چاپي رسنۍ(نړۍ اونيزې)يو خبريال انورالحق يرغل د دغه ځان پلورونکي د پلويانو لخوا تر وهلو،ټکولو لاندې راغى،ډېره عجيبه خبره ده،هغه پرونى حاجي ظاهر چې يون صيب ترې فرهنګي شخصيت جوړ کړى و دومره وړوکى کېږي چې په سيمه کې د يوې اونيزې پر خبريال يې پلويان لاسونه پورته کوي!!!
اپرين دې پر دې پښتو،قانون،سولې کاروان او حاجي ظاهر وي!
هو که سوله حاجي ظاهر ته دا ښکاري چې د فهيم د لومړي مرستيالۍ په صورت کې دې د کرزي ملاتړ وکړي او د خپل پلار قاتل دې وبښي دا خو بې ننګي،بې غيرتي،ناموس پلورنه،قانون ماتونه او نه سړيتوب دى او که په دې وياړي چې د کرزي په کمپاين غونډه کې يې يو خبريال پلويانو په دې وهلى چې د ولسمشرۍ د تر ټولو مخکښ نوماند،ستر،ملي،نړيوال او د هر رېښتيني افغان ايډيال شخصيت ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي تصوير په اخبار کې د نورو نوماندانو د تصويرونو او شعارونو په شان په پيسو خپور کړى نو له دې نه بل نه سړيتوب،بې ننګي او ځان شرمول خو خداى که بل وي.
يوازې حاجي ظاهر په داسې مردارو،ناوړه او بې قانونه چارو کې لاس لرونکى نه دى له دې پرته د کرزي د فاسدې،بدنومې او شرمېدلې ادارې له مخې ټول چارواکي د ننګرهار د بې کيفايته،بد اخلاقه او رذېل والي په ګډون په داسې ناقانونه چارو کې لاس لرونکي دي.
زه د دې ليکنې له لارې يو ځل بيا د کرزي پلوو،ټوپکوالو،قانون ماتوونکو او سل په سله د يو څو روپو لپاره د ځان شرموونکو دغې چارې د ترسره کوونکو په کلکه غندنه کوم او له خپلو ټولو درنو قلموالو،ليکوالو او فرهنګيانو هيله لرم چې د دغو بې فرهنګو،بې کولتورو،بې پښتو او ځان شرموونکو خلکو د داسې ناوړه چارو د مخنيوي لپاره دې لاسونه يو کړي.
مړه دې وي د دغې ناوړه چارې ترسره کوونکي،ملاتړي او لارښوونکي
ژوندي دي وي رېښتيني قلموال،د ډاکټر صيب اشرف غني پلويان او د فکر او قلم جهاد او مبارزه